To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ماشومانو په مخ کې له دې کارونو او خبرو ځان وساتئ!

د ماشومانو په مخ کې له دې کارونو او خبرو ځان وساتئ!

ليکنه - ریاض مقامزی

ماشومان هغه طبقه، چې خورا عاطفي وي او ډېر نازک طبيعت لري؛ نو له همدې د هغوی په مخکې خپلو ټولو خبرو او حرکاتو ته بشپړ دقت پکار دی. ستاسو معمولي ناسم چلند او يا هم نامناسبه خبره کولای شي د هغوی پر زیان تمام شي. ددې لپاره چې د خپلو ماشومانو/کشرانو خیال مو ساتلی وي، دې ټکو ته حتماً پام وکړئ!

لومړی | نشه يي توکي مه کاروئ!
که څه هم د نشه يي توکو کارول په هر ډول حالاتو کې ناسم عمل دی؛ خو د ماشومانو په مخ کې استعمالول بېخي بد دي. دا ځکه چې ماشومان تقليدي کړنې کوي. دوی پر دې آند وي، چې ددوی مشران هېڅکله غلط کار نکوي، نو ځکه ورته لاره تعقیبوي. آن که پوه هم وي، چې ناسم کار دی؛ بيا هم د خپل تجسسي خوی له‌ کبله ياد عمل ته مخه کوي. نو له دې کار څخه جدا ځان وساتئ.
آن ځینې مشران شته چې خپل ماشوم دکان ته د سيګرټ/نسوار اخيستلو لپاره هم لېږي. دا کړنه خو نهايي بده او ناسمه ده. بايد ترې ځان وساتئ.

دویم| د ستونزو په اړه مه غږېږئ!
په هېواد کې داسې کورنۍ بېخي کمې دي، چې ستونزې دې و نه لري. په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو خو د هرې کورنۍ آرام له منځه وړی دی؛ خو دا هغه مسایل دې چې ماشومان يې نه شي حل کولای او نه په هغوی پورې اړه لري. اما د هغوی د ځورېدنې او ذهني نا آرامۍ سبب حتماً کېدای شي او کله چې ماشومان ذهنا نا آرامه وي، د ذهني او فزيکي ودې مخنیوی يې کېږي؛ نو ولې بايد د ماشوم په مخکې پر دې او ورته نورو ستونزو بحث وکړو؟

درېيم| پوچ الفاظ مه کاروئ!
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، ماشومان اکثرا د تقليد له لارې کړنې کوي؛ نو که تاسو د دوی په مخکې هر ډول نامناسب او پوچ الفاظ وکاروئ، لرې نه ده چې له یادو الفاظو څخه ستاسو پر وړاندې ګټه واخيستل شي. که څه هم انسان سره نامناسب الفاظ هېڅکله نه ښايي؛ مګر د ماشومانو په مخکې خو بايد مطلق پرهېز ترې وشي.

څلورم| جنجال مه کوئ!
د اولادونو په مخکې له خپلې مېرمنې، مور او يا د کورنۍ له بل غړي سره جنګ کول ستاسو اولادونه روحا شکنجه کوي او د هغوی د شخصيتي ودې مخه ډب کوي؛ نو که غواړئ ماشومان مو ګوښه، ډارن او بې جرأته نه وي له يادې کړنې ځان وساتئ.

پنځم| د انتقام او جګړو خبرې مه کوئ!
په کورنۍ کې ستاسو کړنې او خبرې هغه څه دي چې د ماشومانو پر خوی، عاداتو او فکر مستقيم اغېز لري.‌ که تاسو تل د جنګونو، انتقام او بدبينيو په اړه غږېږئ، ډاډه اوسئ چې ماشومان به مو بد اخلاقه، ظالمان او بې رحمه لوی شي. نو کوښښ وکړئ تل نرم خوی ولرئ او بخښنه کوئ. پدې توګه به ستاسو ماشومان هم اخلاقي، عاطفي او انساني خوی خپل کړئ.

Related Articles

د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو د (Île de la Cité) محفوظ کړي. د څو پېړیو په اوږدو کې دا دیوال څو ځلې ورغول شو. د سیند له پاسه چپ اړخ...

د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه

د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه. ۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو تر پرېښوول سوه.۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د پنجاب سکهانو ته په...

لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په لومړي سر کې ادبيات پر دوو سترو برخو وېشل کېږي، چې منثور او منظوم ادبیات یې بولو. ځان پېښې، یونلیکونه، داستانونه، رومانونه، لنډې کيسې او ځينې نور په منثورو ادبیاتو کې د پام وړ ادبي ژانرونه بلل کېږي.  تاسو به له پورته ذکر شوو ادبي ژانرونو څخه یوازې د لنډې کیسې په اړه ځينې اړين معلومات ترلاسه کړئ. لنډه کيسه د لنډې کيسې د پېژ...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...