To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

په برازيل کې د مارانو حېرانونکې جزيره (وچه) په نړۍ کې يو له رازونو او خطرونو ډکه سيمه ده، چې د عادي کسانو ورتګ ورته منع دي.

تر اوسه مو له رازونو د ډکو جزيرو په اړه ډېر څه اورېدلي دي، چې اکثره يې خيالي کيسې وې؛ مګر نن غواړو چې له يوې ځانګړې جزيرې سره آشنا شو. هغه جزيره، چې ماران پرې حکومت کوي، په دې وچه کې له مارانو ور هاخوا، ډېر لږ حېوانات، حشرات او مرغان ليدلای شو. له همدې امله ورته د “مارانو جزيره” نوم کاروي.

د مارانو جزيره په جنوبي امريکا کې د نورو تفريحي جزيرو په څېر ده. دا وچه له لرې ډېره ښکلې او زړه راښکونکې ښکاري. توريستان (ګرځندويان) ډېره علاقه لري، چې دا سيمه وګوري مګر دې سيمې ته د انسانانو ورتګ منع دي. يا په بل عبارت ويلی شو، دا وچه په نړۍ کې يو له هغو ۱۸ سيمو څخه ده، چې ګرځېدل په کې ممنوع دي. دا چې ډول – ډول ماران ګرځندويانو ته کوم زيان و نه رسوي، ګرځېدل او سيمې ته پر ورتګ بنديز لګول شوی دی.

د مارانو جزيرې په برازيل هېواد کې د “سائوپائولو” خليج “۳۰” کيلومتره سيمه نيولې ده. دا مرګونې وچه تقريبا ۴۳۰ کيلومتر مربع پراخوالی لري، د بحر له سطحې ۲۰۶ متره لوړه ده. د اوبو شتون، معتدله هوا او شنه سيمه د مارانو د ډېروالي او استوګن کېدو لپاره زمينه برابره کړې ده، تر دې چې د څېړونکو په وينا په هر متر مربع ساحه کې له ۱ څخه تر ۵ ماران لېدل کېږي؛ پر دې اساس کولای شئ، ددې وچې خطر او وېره په اسانۍ درک کړئ، چې څومره وژونکې ده.

د سيمې اوسېدونکي د هغو خلکو وېرونکي کيسې کوي، چې د مارانو د حملې له امله وژل شوي دي، چې همدا کړنه د انسان په وجود کې له وړاندې وېره خپروي. دا کيسې له واقعيته لرې نه دي. د شته بنديزونو سره – سره بيا هم يو شمېر خلک په غير قانوني توګه ددې سيمې ليدو ته ورځي، چې ډېری يې له خطرناکو پېښو سره مخ کېږي. په همدې وجه د برازيل حکومت ډېر بنديزونه وضع کړي دي. د عادي کسانو ورتګ منع دي، خو څېړونکي کولای شي، د پوليسو له اجازې او همکارۍ وروسته، چې ځانګړي وسايل هم ولري، دې سيمې ته ورشي. 

څېړنو ښودلې ده، چې ددې وچې د مارانو زهر د برازيل د نورو سيمو له مارانو ۵ برابره قوي دي.  تر اوسه د مارانو د او زهرو د ډولونو په اړه کره معلومات نشته، خو څېړنې روانې دي.

Related Articles

په روم کې د جمهوریت پيل

ژباړه - حمایت ارمان په روم کې د ښځو تاریخ له یوې تراژیدي پیل شو. له رومي جمهوریت څخه وړاندې دلته ایټرسکن کورنۍ حکومت کاوه. پاچا یې یوه شپه د یوه شریف ښاري بروټس کور ته ورځي، ګوري چې هغه په کور نشته، نو په مېرمن یې (لوکریشیا) جنسي تېری کوي.   بله ورځ لوکریشیا خپل مېړه او د کورنۍ نور غړي راټول کړل او هغوی ته یې ټوله کیسه وکړه. له هغه وروسته ښځې ځان...

اېفل برج

اېفل د نړۍ تر ټولو مشهور او پېژندل شوی اوسپنيز برج دی چې لوړوالی ېې 324 مترو ته رسېږي . هغه د پاريس په زړه کې پروت او د دې ښار د پېژندګلوۍ ستر سمبول ګڼل کېږي .‌ اېفل برج د نړۍ د ګرځندوېانو ( توريستانو )ېو ډېر د خوښې ځای دی او هر کال په ميلونونو خلک د هغه ليدلو لپاره فرانسې ته ورځي . دغه برج په 1887 کال کې د ېو فرانسوي انجنیر ګوستېو اېفل ( Gustave...

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

موږ او تاسو په ټولنيز ژوند کې د لویانو ترڅنګ له ماشومانو سره هم په اړيکه کې یو. دوی د ټولنې یوه معصومه او مينه ناکه طبقه ده. خو همدا ماشومان د څو کلونو په تېرېدو سره د نورو ماشومانو روزونکي کېږي. که تاسو نن دوی هر ډول وروزئ سبا ترې باید هماغسې توقع ولرئ. په همدې موخه له ماشومانو سره په خبرو، اړيکو او رفتار کې ډېر غور په کار دی. په دې لیکنه کې پر هم...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...