To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کېلې روغتيايي ګټې

د کېلې روغتيايي ګټې

کېله په نړۍ کې یو له ډېرو مصرفېدونکو مېوو څخه ده. لوی صادروونکي هېوادونه یې هندوستان او چین دي. د کېلې د ګټو په اړه زیاتې څېړنې شوي دي. ددې مېوې د روغتيايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې هره ورځ د یوې کیلې خوړل د وينې د کمښت، فشار (سټريس) او بې خوبۍ ستونزه په کافي اندازه را کموي او یا یې هم له منځه وړي.
 که تاسو د ډېر وزن ستونزه ولرئ بیا هم کولای شئ په مناسبه اندازه کېله وخورئ، د کېلې خوړل مو نه یوازې وزن نه ډېروي بلکې نور هم راکموي.
 کېله د بې خوبۍ لپاره هم ښه درمل دي. د کېلې دا خاصيت د Tryptophan له کبله دی. ترېپتوپان د ملاتونين هورمون په جوړولو کې مرسته کوي، چې دا د آرامۍ سبب کېږي او خوب منظموي. نو کولای شئ له خوب وړاندې د بې خوبۍ د ګولې پر ځای یوه کېله وخورئ.
 که له ورزش سره ـ سره بیا هم د بدن د غړو وده مو سمه نه ده او یا هم د بدن په بندونو کې د درد احساس کوئ نو تاسو به کافي اندازه مګنېزیم نه دي ترلاسه کړي. ددې ستونزې د حل لپاره خپل غذايي رژيم کې کېلې ته خاص ځای ورکړئ، ځکه چې کېله د مګنېزیم له بډايه سرچينو څخه ده.
 که تاسو ليدلي وي د ورزش ډېری لوبغاړي کېله خوري. د ځغاستې د سیالۍ لوبغاړي آن د ځغاستې پر مهال هم دغه مېوه خوري. دا مېوه په کافي اندازه ګلوکوز لري چې انسان ته ډېره انرژي ورکوي. نو که تاسو د سستۍ او لټۍ احساس کوئ ممکن انرژي و نه لرئ. د فعال او چالاک اوسېدو لپاره د کيلې خوړل ګټور دي.
 کېله مو د بدن دفاعي ځواک پياوړی کوي. دا مېوه د بېلابېلو وېټامينونو، کاروتنوئيد carotenoids، بېتاکاروټين beta-caroten او آلفا کاروټين څخه ډکه ده. که تاسو غواړئ ژر ناروغ نه شئ او د بدن دفاعي سیستم مو پياوړی وي نو د کېلې خوړل مه هېروئ. 
 همدارنګه دلفینیدین Delphinidin د تومور ضد هغه انتي اکسیدان دی، چې په کېله کې شته. ډیلفینیدین په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. نو د سرطان پر وړاندې د وقايې لپاره هم کولای شئ له کېلې ګټه پوره کړئ.
 هېره دې نه وي، چې د کيلې ترڅنګ ددې مېوې پوټکی بې ګټې نه دی. د غاښونو د سپين والي او د پوستکي د صفا والي لپاره ترې ګټه اخیستلی شئ. 

Related Articles

تحقیق -حسین رض ته علیه سلام استمعالول

الحمدللّه وحده والصلوة والسلام علي من لانبي بعده.محترمومسلمانانو! لکه څرنګه چى داهل سنت والجماعت پدې باندې پوره يقين اوايمان دى چى لکه څرنګه چى زمونږ پيغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم دتولو پيغمبرانو  څخه بهتردى نوهمدارنګه داهل سنت والجماعت په دى باندې هم پوره يقين اوايمان دى چه زمونږ دپيغمبر صحابۀ کرام دنورو پيغمبرانو د صحابه ووڅخه بهتر دي، زمونږ د پ...

د مینې میاشت

د مینې میاشت عمران اختر البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي. په اصل کې مینه صبر ده، مینه مهرباني ده. مینه حسد نه دي، چاپلوسي نه ده، غرور نه دي، د نورو بې عزتي نه ده، ځان غوښتنه نه ده، غوسه...

ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 1

ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 10 Elements for Designing Your Ideal Bathroom:  د فعال تشناب ډیزاینول.Designing a Functional Bathroom  کله چې ستا د کور خبره راځي نو هلته یو شمیر ځایونه شته چې خصوصي دي لکه تشناب.دا یوازې د فعال ضرورت خبره نه ده،دا د یو کس خصوصي حریم دی.چیرته چې هره ورځ ځې.دیو داسې تشناب جوړول چې انساني ضروت لپاره مناس...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...