To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 2 years ago 1,023
غټ سترګې نجلۍ

غټ سترګې نجلۍ

غټ  سترګې نجلۍ

لنډه کیسه

لیکواله: شکېبا نادري

 

هره خوا خوښۍ خورې وې، نجلۍ هم له دې چې د ورېندارې له پېغورونو خلاصه شوه، د نوي ژوند لپاره یې په زړه کې نویو هیلو غوټې وهلې. هلک چې د نجلۍ غټو او د غشو په څېر بڼو ته وکتل، له ځان سره یې غلي وویل: "شکر خدایه چې زما دعا دې قبوله کړه او زما غټ‌سترګې دې زما کړه!" 
د نجلۍ په واده میاشت نه وه اوښتې چې خاوند یې په ترافیکي پېښه کې مړ شو. په نجلۍ یو ځل بیا دا نړۍ اور شوه، د هلک د مور پیغورونه له ورېندارې هم ډېر شول، هره شېبه به یې ورته ویل: 
"ته بد قدمه چې راغلې موږ د تباه کړو، زموږ ارامي دې له منځه یوړه، زما زوی ستا بدبختې له لاسه مړ شو."
د نجلۍ ژوند د دوزخ غوندې شو، شپه او ورځ به یې د خواښې او خسر لپاره د مزدورې په څېر لګیا وه، خو په پای کې به یې خواښې ورته ویل چې څه دې کړي ټوله ورځ ناسته وې. 
شپې او ورځې تېرېدې نجلۍ د ناهیلۍ او درد ډک ژوند ته ادامه ورکوله هرڅه یې په پټه خوله زغمل، ځکه د تللو لپاره یې هېڅ ځای نه درلود. 
یوه ورځ یې خواښې ورته ویل چې ډوډۍ راوړه، وږې یم. نجلۍ ډوډۍ تیاره کړه، زړې ښځې غږ پرې وکړ:
ــ بدبختې!
ډوډۍ لږ وروسته راوړه اوس کار لرم.
ــ سمه ده مورې.
 خسر یې راغی، هرې خوا ته یې وکتل شونډې یې وخوځېدې، ډوډۍ ولې نه ده تیاره؟
ښځې د ټیکري پیڅکه سترګو ته ونیوه: 
ــ څه به ووایم شل ځله مې غږ وکړ چې ډوډۍ راوړه، خو څوک مې کله خبره اوري. 
سړی سم له واره له کوټې ووت، نجلۍ دېته په تمه وه چې څه وخت خواښې ورته امر کوي چې ډوډۍ ور وړي، مخ یې راوړوه، مړاوې سترګې یې د خسر د برګو سترګو سره وجنګېدې، خوله یې پوښتنې ته جوړه کړه، خو ناڅاپه کړس شو، نجلۍ لاس خپل مخ ته ونیو، سړي شاترشا په نجلۍ ګوزارونه کول، خو بې زړه نجلۍ د دې ناروا پوښتنه هم نه‌شوای کولی. 
سړي له وهلو وروسته نجلۍ له کور وایستله او ورته وویل: 
ــ نور دې دلته ونه وینم! 
نجلۍ د سړي پښو ته ښکته شوه، زارۍ یې شروع کړې:  
ـــ خیر دی پلارجانه، ما مه شړه زه به چېرته لاړه شم؟
سړي نجلۍ ټیله کړه او دروازه یې ورپسې بنده کړه. 
نجلۍ د دروازې شاته حیرانه ناسته وه، له ځان سره یې ډېر سوچونه وکړل، خو د ورور له کور نه پرته یې بل هېڅ ځای نه و، د ورور د کور په لور یې حرکت وکړ، هلته له رسېدو سره سم یې ورېنداره زمزمې پیل کړې: 
ـــ دا بدبخته بیا راغله، موږ له دې نه خلاصېږو. 
نجلۍ د ناهیلۍ ډکې سترګې ورور ته رډې نیولې وې، خو ورور یې د خور خوا ته هېڅ نه کتل. ورېندارې پرې غږ وکړ: 
ـــ ورور ته دې مړه مړه مه ګوره، دا زما کور دی او دلته به یوازې زما امر چلېږي.

Related Articles

د وینې کمښت (کم خونی) وپېژنئ!

په نړۍ کې بېلابېلې ناروغۍ شته، چې انسانان ځوروي. هره ناروغي ځانته خپل علایم او درمل لري. یو له هغو ناروغيو، چې په اوس وخت کې ډېر تر سترګو کېږي، د وینې کمښت (کم خوني) ده. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ! د وینې کمښت د وینې کمښت اصلا په وینه کې د اوسپنې د کموالي په معنا ده. په وینه کې د اوسپنې کمښت یوه جدي ستونزه ده....

ټابلیټ K

#ټابلېټ K او د هغې زیانونه:#ژباړه او ټولونه: #ډاکټر نوید "شرافت"ـــــــــــــــلومړی راځئ پدې پوه شو چې ټابلیټK څه دي؟ټابلیټ کا چې چې په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو نومونو یادېږي لکه:Molly, Dizzle, Superman,Star,Dolphins,Beans,,XTC, Mandy, MDMA،Ecstacy,خو افغانستان کې په ټابلېټ K مشهورې دي.ټابلېت کا چې کیماوي نوم یې (3,4 میتایل ډي اوکسي میتایلین ا...

مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ

که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ  که په لاندې څلور دېرش کړنو کې کوم یوه پخپل وجود کې ګورئ نو مطالعه وکړئ مطالعه مو له تیارو دې رڼا پر لور بیا یي.۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي۲- پر ځان او نفس به باور نه لري۳- تکراري خبرې به کوي۴- د لغتونو زېرمه به یې کمه وي۵- له ډار او بې باورۍ سره به ژوند کوي۶- ذهني وړتیا به نه لري۷- له عقل...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...