To start downloading books

Please sign in or create an account.

د آرام خوب لارې چارې

د آرام خوب لارې چارې

څېړني ښيي، چې پر له پسې بې خوبي بدې روغتيايي پايلې لري. بې خوبي د ژور خفګان، لټۍ، ګنګسيت، چاغوالي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي.
 په همدې اساس اړينه ده، چې په کافي اندازه خوب خوب وکړو. ځينې خلک له بې خوبۍ شکایت کوي. په دې لیکنه کې ځينې لارې چارې شته، چې مرسته درسره وکړي. 

 ذهن مو آرام کړئ
 مخکې له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شئ، د ځینو ساده تمریناتو په مرسته خپله ذهني آرامي ثابته کړئ. تاسو کولای شئ حمام وکړئ، کتاب ولولئ او یا هم د ژوند خوږې خاطرې مو ذهن ته راوړئ. دا کارونه مو ذهني آرامي تضمينوي او د ښه خوب لپاره مو آماده کوي. خو کوښښ مه کوئ، چې مطالعه په کمپيوټر یا هم موبایل کې وکړئ. د موبایل د ښيښې وړانګې ستاسو خوب نا آرامه کولی شي. 

 کوټه مو منظمه وساتئ
 که ستاسو د کوټې توکي ګډوډ وي، کتابونه مو بې ځایه وي، د المارۍ پلې خلاصې وي او یا هم نورې ستونزې وي دا کار مو خوب نا آرامه کوي او د بې خوبۍ سبب کېږي.

 د ويښېدو لپاره د موبایل له زنګ "Alarm" څخه استفاده مه کوئ! 
 که څه هم اوس وخت کې ډېری خلک د زنګ لرونکي ساعت پر ځای له موبایل څخه ګټه اخلي خو؛ دا چاره مو خوب غیر منظم کوي. که تاسو موبایل خپل خوا کې پرېږدئ نو تاسو مجبور یئ چې خپلو پيغامونو، ايمېلونو او ... په اړه فکر وکړئ. نو خوب مو ورک کېږي او په بې خوبۍ اخته کېږئ. 

 ژوره ساه واخلئ! 
 ژوره ساه اخيستنه د فشار لرې کولو تر ټولو غوره لاره ده. په حقیقت کې ژوره ساه ټول بدن ته د آرامۍ پيغام ورکوي. تاسو د خوب په وخت کې ژوره ساه واخلئ تر څو هر ډول فشار مو له ذهنه لرې شي او آرام خوب وکړئ.

 له مناسب بالښت څخه ګټه واخلئ
 که تاسو آرام یئ، ستونزې و نه لرئ او بیا هم آرام خوب نه شې کولای نو ښه به وي چې خپل بالښت بدل کړئ. ځينې وخت نامناسب بالښت زموږ د خوب آرام ګواښي. 

 د تخت یا کټ ځای بدل کړئ
 تکرار هر څه بې خونده کوي. که تاسو تل په یوه ځای کې ویده کېږئ دا چاره مو خوب بې خونده کوي. او بیا ورو ـ ورو په بې خوبۍ اخته کېږئ. نو ښه ده، چې د خپل کټ یا تخت ځای په څو میاشتو کې بدل کړئ. 

Related Articles

آیا پوهېدئ، چې د جنسي اړیکو ننداره رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   په ټولنيز ژوند کې زموږ اکثره کړه ـ وړه شاید عادي وبرېښي؛ مګر په علمي لحاظ کېدای شي رواني ناروغي وي. تاسو په دې لیکنه کې د همداسې یوې عجیبې رواني ناروغۍ په اړه لولئ! د جنسي اړیکو ننداره که څه ددې ناروغۍ له نوم څخه داسې معلومېږي، چې د نورو جنسي اړیکو لیدل به دا ناروغي وي. خو یوازې دا برخه نه ده. که یو څوک هڅه کوي، د یو بل تن...

افغانستان کی ChatGPT

پخوا به هغه کسانو چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي وه د نور خلکو د انګلیسي لیکنو له اصلاح ډېرې پیسې ترلاسه کولې. ما خپله د تېزیس په اصلاح چې کره هم نه وه پیسې ورکړې دي. ChatGPT تر ټولو لومړی د همدغو کسانو کاروبار ختم کړ. ځکه تر هغو ښه او په مسلکي ډول متن اصلاح او کیفیت یې لوړوي. تازه د Elsevier ژورنالو او کمبریج پوهنتون منلې چې څېړونکې د مقالو متنونه په AI...

د جنسي اړيکې پر مهال له دې کارونو ځان وساتئ!

له‌ مخالف جنس سره جنسي اړیکه د هر انسان اړتیا ده او باید دا چاره ترسره کړي؛ خو ډېری خلک پر دې نه پوهېږي چې څنګه یوه ښه او خوندوره جنسي رابطه ولري. ددې چارې یو علت دا دی، چې په افغاني او په ځانګړي توګه پښتني ټولنو کې ددې مسایلو په اړه بحث کول شرم ګڼل کېږي. له همدې امله ګڼ شمېر خلک د جنسي رابطی پر مهال غلطۍ کوي. مګر تاسو د یو لوستي انسان په توګه بای...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...