To start downloading books

Please sign in or create an account.

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

زما په نظر خو بهرام خان خادم ښه طرحه وړاندې کړې 

د امريکا پرځای ولسمشر غني راوغواړئ!

ولسمشر غني په نړيوال بانک کې کلونه-کلونه د بشري ناورينونو د دفعې کميسيون غړی ؤ.

ولسمشر غني د شوروي اتحاد لپاره په ځان بسيا اقتصاد پروپوزل ليکلی.

ولسمشر غني د نړۍ لسو غریبو هيوادونو ته اقتصادي طرحې ليکلي.

مغرور ملته! د هوايي دهليز د په خدای که نوم هم اوريدلی ؤ؛ غني درته ورباندې جلغوزې، انګور او انار واستول.

مغرور ملته! اوبه د دې څښلو او پاکولو پرته نه پيژندي، ولسمشر غني درته پرې وطن رڼا کړ، د ګاونډيانو تيل او د افغانستان اوبه يې برابرې کړې. 

د هغه امريکايانو استادان چې تاسوی يې افغانستان ته دعوت کوی او د خپل اقتصاد رغؤنه ترې غواړئ، لسګونه او سلګونه يې د ولسمشر غني شاګردان دي.
ددې سړي جرم څه دی؟ خطا يې څه ده؟ 
که همدا سبا يې دعوت کړئ او هغه مو دعوت ومني، پر همغه ساعت تاسوی وګورئ چې ډالر له خپله زوره لويږي که نه؟ د خوراکي او سون توکو قیمتونه ښکته کيږي که نه؟

راځئ دغه بخت وازمويی! په خدای که به تاوان وکړی.
ازمايښت شرط دی.

Related Articles

واټر شید مدیریت

د واټر شید د مدیریت لپاره د موثره ساختمان انتخاب.Selecting of effective Structure for Watershed managementد واټر شید موضوع نن سبا زیاته د کار او مطالعې لاندي نیول کیږي او زیاتره اورګانونه هم کوشش کوي ترڅو د واټر شید مدیریت ترسره او د ساحې اوبه کنترول کړي، په لومړي قدم کې به د واټر شید په پیژندنه پیل وکړو:واټر شید هغه ساحې ته ویل کیږي چې د هغه سیمې...

د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو  نه یوازې افغانان په مادي  لحاظه ځپلي بلکې په معنوي  لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې  انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري.  دلته  کې ډېرې مېندې او پلرونه  فکر کوي، اولادونه یې د درې وخته ډوډۍ نه پرته بل هیڅ شي ته اړتیا نه لري. همدغه وجه ده ، چ...

که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی    د ویده کېدو پر مهال انسانان بېلابېل خاصیتونه لري. دا ځانګړنې هم د ویده کېدو په چاپېریال او هم د ویده کېدو په ډول پورې اړه لري. څوک ناوخته ویده کېدل خوښوي څوک وخته، څوک په ښي اړخ پرېوځي، څوک په چپ او ځينې بېخي سرچپه پرېوځي. ددې ترڅنګ ځينې خلک په روښنایئ کې ویده کېږئ او ځينې نور بیا په تیاره کې ښه خوب کوي. مګر دا هر څه باید له...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...