To start downloading books

Please sign in or create an account.

کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د ګازرو، مڼو او ځينې نورو مېوو اوبه هم ستاسو د سترګو په سلامتيا کې ګټور ثابتېږي.
 د نظر ستونزه اکثراً جينيټيکي وي. د هغو خوړو په خوراک سره چې له ويټامينونو ډک وي تر یوه بريده دغه مشکل حل کېدای شي. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې داسې ويټامينونه او مغذي مواد در وپېژنو چې ستاسو د سترګو نظر پياوړی کوي. 

 ۱.ويټامين سي
 ويټامين سي (C) کولای شي آزاد راډيکلونه له خرابېدو څخه وژغوري او د سلولونو حفاظت هم کوي. له همدې کبله د سترګو ستونزې کموي او د نظر د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور ثابتېږي. همدارنګه د سترګو په عدسو کې په پرېمانه اندازه ويټامين سي شته، چې د ړندېدو خطر کموي.
 دغه ويټامين په ګڼو مېوو او سبزیجاتو کې پيدا کېږي. پرته له دې چې د اوکسيدان ضد خاصیت لري، د بدن آسید فولیک او اوسپنه هم بشپړوي. دغه ويټامين په مالټه، لېمو، توت زميني، هندواڼه، کېوي او ځينې نورو کې ډېر زیات تر سترګو کېږي. کولای شئ له همدې مېوو مناسبه ګټه واخلئ. 

 ۲. ويټامين E
 ويټامين e هم آنټي اکسيدان دی او د آزادو راډيکالونو به مقابل کې ښه محافظ هم کېدای شي. دغه ويټامين د سترګو حجرې ترميموي او د بیا فعاليت قوت ورکوي. همدارنګه د سلولونو د التهاب او تخریب مخه نیسي. ددې ويټامين د ترلاسه کولو لپاره د زيتونو له غوړو ګټه واخلئ.
 ددې ترڅنګ تاسو کولای شئ يو ډول خوندور څښاک هم چمتو کړئ، تر څو ستاسو د سترګو ديد پپاوړی کړي. همدارنګه د ويټامينونو په برخه کې ويټامين A او امګا۳ د هېرولو نه دي.

 د ګازرې، مڼې او پالکو جوس
 دغه څښاک د سترګو د نظر ترڅنګ ويښتانو، غاښونو او د بدن پوستکي لپاره ډېر ګټور دي. د سهار په وخت کې يې څښل ډېره ګټه لري، چې د بدن د اړتيا وړ ويټامينونه پوره کوي. 

 د اړتيا وړ توکي
 ـ یوه ګازره
 ـ یوه مڼه
 ـ درې پاڼې تازه پالک
 ـ د غنمو دانې یوه کاشوغه
 ـ یو ګيلاس پاکې اوبه

 د چمتو کولو طریقه
 لومړی باید ګازره، مڼه او پالک پرېمينځئ. د مڼې زړي لرې کړئ. ټول په میسکر کې واچوئ. ورپسې اوبه د غنمو دانې هم ګډ کړئ. د څو دقیقو لپاره پرېږدئ چې ښه سره ګډ شی. کله چې چمتو شول ویې څښئ. کوښښ وکړئ دا څښاک په سهار کې چمتو کړئ چې سم او ژر اغېز وکړي

Related Articles

ذهني او فکرې تمرکز څنګه ترلاسه کړو؟

الله ج ټولو انسانانو ته د فکر کولو ځواک ورکړى، او هر انسان په خپل ذهن او فکر سره د ښو او بدو تشخص او توپير او همداشان د ځان او ټولنې لپاره مختلف کارونه کولاى شې. دلته ځينې هغه نقاط بيانوم کوم چې زموږ د ذهني تمرکز او تقويت سبب ګرځې، هغه نقطي په لاندي ډول دي. 1-مثبت فکر وکړو: مثبت فکر زموږ ذهن ته قوت ورکوي، او منفي فکر مو د ذهن او فکر د اختلال او...

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

که مو بدن د اوسپنې له کمبود سره مخ شي امکان شته چې له سترګو مو تورې حلقې را وګرځي، په بدن کې د اوسپنې کمبود د پوست مشکلات را منځته کوي، که د بدن اوسپنه پوره وي پوست تازه او ځوان پاتې کيږي. له سترګو د تور حلقو تاوېدل ستاسې ښکلا ته زيان اړوي او په نفس د باور کمېدو لامل هم کېدای شي، دغه شان تورې حلقې کله چې په پوست کې وينه غونډه شي را منځه ته کيږي....

بادرنګ او حيرانونکي ګټي يي

خبريال ويبپاڼه / بادرنګ د پوتاشيم په درلود سره د دويني د لوړ فشار د را ټيټولو لپاره تر ټول ښه دوا ده خو چې مالګه ورسره نه وي.جالبه دا ده چې بادرنګ د سينې د درد غاښونه او د کولمو د ناروغيو لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي. د بادرنکو اوبو د پيس يا نقرس ناروغانو هم ګټوري دي او کيدای شي د بادرنکو اوبه يې دې ناروغۍ خلاص کړي.او بادرنګ د ويټامين k په درلودو سر...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...