To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مينه، له یو چاسره زړه تړل او پر چا تکیه کول نږدې هر انسان پخپل ژوند کې تجربه کوي. کېدای شي له یوه انسان، سیمې، څيز او یا له خدای سره مينه وشي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د فیبرورۍ "۱۴" نېټه د مئينانو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې ورځې پر تاريخچې وغږېږو. البته باید یادونه وکړم، چې د نمانځلو او نه نمانځلو بحث یې جدا دی. د لیکنې موخه ددې ورځې په اړه ستاسو ته د معلوماتو ډېرول دي.

ولنټاين

د ميلادي کال د دویمې میاشتې (فیبرورۍ) څوارلسمه نېټه د ولینټاين د ورځې په نوم نومول شوې ده. په دې ورځ هغه خلک چې له یو بل سره مينه لري، د ګلانو، پيغامونو، بنډارونو او نورو لارو خپلو معشوقو/عاشقانو ته د خپلې مينې ثبوت وړاندې کوي او نمانځي یې. البته باید یادونه وکړم، چې په دې ډول ددې ورځې نمانځل د دغې زمانې دود دی، پخوا به دا ورځ په دې شکل نه نمانځل کېدله.

په پخوانی روم کې به د فیبرورۍ له ۱۳ تر ۱۵ نېټې یو جشن جوړېده، چې روميانو به یوه بزه "اوزه" او یو سپی قرباني کول. د قرباني شوو حيواناتو له پوستکي به یې ډبېلي جوړول او ښځې به یې پرې وهلې. د تاریخپوهانو په وينا، پېغلو به صفونه جوړل کړل ترڅو په یادو پوستکو ووهل شي. دوی باور درلود، چې دا کار ددوی د ډېر امیندواره کېدو سبب کېږي.

پر دې سربېره بیا هم ددې ورځې د منشأ په اړه تاریخپوهان لا په یوه خوله نه دي خو اتفاق پر دې دی، چې پیل یې په روم امپراتورۍ کې شوی دی.

ولنټاين څوک و؟

یو عام او پخوانی روایت دا دی، چې په درېيمه میلادي پېړۍ کې یوه کشیش (د عيسویانو مذهبي شخص) ژوند کاوه، چې ولینټاين نومېده. په هغه زمانه کې د روم امپراتور دویم کلاديوس پر واده بندیز لګولی و. هغه پر دې باور و، چې متاهل سرتېري سم جنګ نه شي کولای. نو ځکه یې دغه بنديز وضع کړی و. خو سینټ ولينټاین ددې مفکورې خلاف و، نو په پټه به یې د سرتېرو نکاح ګانې تړلې.

کله چې کلادیوس له دې موضوع خبر شو نو ولينټاين یې لومړی پر بند او بیا په مرګ محکوم کړ. خو ولینټاين په بندخونه کې د زندان پر یوې ساتونکې مئين شو. کله چې د فیبروۍ په څوارلسمه ولینټاین اعدام کېده، نو د محبس ساتونکې ته یې د مینې لیک ورکړ. په وروستۍ برخه کې لیکلي و "ستا د ولینټاين له لورې!" نو د همدې مینې په خاطر دا ورځ د نوموړي په نوم ونومول شوه.

Related Articles

تاریخ جعلی اشکانی

تاریخ جعلی اشکانی مصطفی عمرزی در سلسله ی جعلیات مجوس، تاریخ اشکانی، خیلی طولانی ست. به اثر تلاش های مغرضانه و بی وقفه، در خلای عُمق تاریخی مجوس، هرچند با تمام نشانه های آشکار میراث فرهنگی، سیاسی و اجتماعی یونانی ها، اما وصله درست کرده اند تا سر آن به   پدیده ی موهوم هخامنشی برسد.  بررسی و بازخوانی تنقیدی تاریخ جعلی اشکانی، به این لحاظ نیز مهم اس...

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري!

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري! ۱:- مادي تمدون: د بشر په تاریخ کي د مادي تمدون څپرکۍ په لومړي ځل مسلمانانو د اندلُس (اوسنۍ هسپانیا) په سپین ښار کي خلاص کړ، چي د قرطبې، زهراء، اشبیلیه ماڼۍ د مسلمانانو د هماغه وخت د تمدون او هوښیارۍ نښي بلل کیږي. هغه وخت چي اروپا په توره دوره کي وه، او امریکا بیخي شتون نه درلود، مسلمان...

د کبانو حيرانوونکي روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې خواړه وخوري. په دې برخه کې خلک بېلابېل غذايي رژيمونه لري. ځينې خلک ډېر انرژي لرونکي خواړه خوري او ځينې نور بیا کم کالوري درلودونکي خواړه خوري. په خوړو کې د کبانو غوښه هم د ځانګړي اهيمت درلودونکې ده. موږ په دې لیکنه کې د کب د غوښې پر روغتيايي ګټو ځینې خبرې لرو. د کب غوښه د ځمکې په سر یو له...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...