To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ژوند د اضدادو ټولګه ده. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، ناکامي او یا هم بریا ټول هغه مسایل دي، چې له ژوند سره تړلي دي. که ژور فکر وکړو، نو د دې حالاتو تجربه کول تقریباً د ټولې نړۍ په انسانانو حتمي بللای شو. خو بریالي وګړي هغوی دي، چې له دې حالاتو سره سم ځان چمتو کړي.

آیا فکر مو کړی دی، چې د ژوند بدلون یعنې څه؟ له دې خبرې څخه زموږ موخه دا ده، چې موږ او تاسو مثبت لوري ته بدلون او پرمختګ وکړو. همدارنګه د ژوند هر ډول حالاتو زغمل او پر روښانه راتلونکي باور مو د ژوند خوښي تضمينوي.

د ژوند ښه او بد ټول تجربه کوو، مګر ډېر کم خلک د خپل حالت د بدلون فکر لري، چې همدا خلک بریالي وي. آيا پوهېږئ، چې یو له هغه کسانو تاسو یې چې د بدلون انګېزه لرئ؟ هو همدا تاسو! ځکه چې دا لیکنه په پوره غور لولئ، ترڅو خپل ژوند بدل کړئ.

ـ له خپل کار سره مينه ولرئ!

د بریا لپاره لومړنی شرط همدا دی. چې خپل مسولیت په سمه توګه سرته ورسوئ. که تاسو زده کوونکي یا محصل یئ نو ښه درس ووايئ، ښوونځي/پوهنتون ته پر وخت لاړ شئ او کورنۍ دندې ته مو هم مناسبه توجه ولرئ. همدارنګه که تاسو بزګر یئ، خپلو ځمکو ته پوره پاملرنه وکړئ. دا کړنه ددې سبب کېږي، چې په خپل کار کې پرمختګ وکړئ، چې همدا ستاسو د بریا لپاره یو شرط دی.

ـ ولټر څه وايي؟

آيا تاسو بېکاره یئ!؟ دنده نه لرئ؟

فرانسوي لیکوال ولټر ويلي: "کار انسان له درېيو سترو بلاګانو (غریبي، احتياج او غم) څخه ژغوري. آیا تاسو د ولټر وينا په غور سره ولوستله؟ که نه مو وي لوستې نو دا ځل یې په غور ولولئ. 

هو! ولټر تاسو د کار د اهميت په اړه غږېږي. که تاسو کار وکړئ نو له درېيو سترو بلاګانو څخه د خلاصون په حال کې یئ. کله چې کار نه کوئ، نو حتما به له احتیاج سره مخ یئ او احتیاج خپله غم دی. تاسو باید هڅه وکړئ، چې کار وکړئ. بوخت انسانان په فزيکي او ذهني لحاظ د سکون احساس لري. زموږ پيغام دا دی، چې بېکاره مه ګرځئ. که هېڅ کار نه وي د خپلې حوېلۍ (انګړ) یوه برخه واړوئ بوټي او ګلان وکرئ. یا هم د کلي په خیریه کارونو کې برخه واخلئ. 

ـ سارتر څه وايي؟

آیا ستړي یئ؟ ناهیلي لرئ؟ مه خفه کېږئ! یوازې او یوازې پر له پسې هڅې تاسو خپلو موخو ته ور نږدې کوي. 

ژان پل سارتر د فرانسې یو فیلسوف دی. هغه وايي: "انسان هغه څه دی، چې دی یې له ځانه جوړوي." آيا پوهېږئ، چې د سارتر موخه څه ده؟ نوموړی وايي چې تاسو ځان بدلولای شئ، موخې ترلاسه کولای شئ، خو په هغه صورت کې چې تاسو پر ځان باور ولرئ او دا ومنئ چې زه هغه څه کېدای شم، چې غواړم یې. نو همدا نن د خپلې موخې پر لور قدمونه ګړندي کړئ. حرکت ته وخت مه ټاکئ همدا اوس یې وخت دی. فقط پيل وکړئ. پيل په دې معنا وي چې تاسو رښتيا هم خپلې موخې ته ژمن یئ او مينه ورسره لرئ. 

ـ شکسپير څه وايي؟

آیا د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره وارخطا یئ!؟ که وارخطا یئ نو ومنئ چې په ناسمه روان یئ.

د انګلېسي ژبې نوموتی لیکوال شکسپير وايي: "څومره چې صبر زیات وي، دقت زیاتېږي او څومره چې دقت زیات وي، بریا زیاتېږي." آیا پوهېږئ شکسپير څه وايي؟ نوموړی په دې آند دی، چې صبر ولرئ، خپلو موخو ته به هغه وخت ورسېږئ، چې صبر ولرئ. د صبر په پایله کې دقت رامنځته کېږي او دقت د بریا تضمين کوي.!

نو که تاسو هم وارخطا یئ، صبر پيدا کړئ. دا ومنئ چې هر څه به وي، مګر پر خپل وخت.

Related Articles

غواړم لیکواله شم؛ خو څنګه؟

یوې خور په فېسبوک کې پيغام راته پرېښی و، لیکلي یې وو: «ډېری وخت غواړم يو څه وليکم او هغه څه چې ذهن کې يې لرم، کټ مټ یې لوستونکو ته وړاندې کړم؛ خو په خواشینۍ سره دا کار کوی نه شم، ځينې وخت کلمې رانه ورکې شي او کله هم وایم، څه چې لیکم، د لیکلو نه دي، په دې اړه مې انټرنېټ کې پلټنه کوله چې ستاسو لیکنه (پښتو مه سختوئ، بلکې غني یې کړئ!) مخې ته راغله نو ځ...

د کافکا لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د نړۍ د مشهور لیکوالو نومونه اخلو؛ نو پرته له شکه د "کافکا" نوم مو په لومړيو کې ذهن ته راځي. د نړۍ او په ځانکړې توګه د المان دا نامتو لیکوال په پراګ ـ چې په هغه وخت کې د اتریش یو ایالت و ـ وزېږېد. د خپل پلار توند خوی او ورسره ترینګلي اړیکې ددې سبب شوې، چې نوموړی ذهنا لویه شکنجه وويني او د عمر تر پایه ترې وځورېږي. نوموړي...

د روژې فضیلت

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د روژې فضیلت   د روژې مبارکه میاشت په اسلام کې له ځانګړي فضیلت څخه برخمنه ده. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه درېیمه بنا ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي: "بنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجّ...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...