To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ويکټور هوګو ژوند او فن

د ويکټور هوګو ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د نامتو لیکوالو په سرلارو کې د "هوګو" نوم هم د یادولو وړ دی. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو د فرانسې هېواد ددې ستر لیکوال په اړه ډېر معلومات ولولئ. 

هوګو څوک و؟

هوګو په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د فرانسې او په کُل کې د ټولې نړۍ نامتو لیکوال او شاعر دی. د نوموړي بشپړ نوم ويکټور هوګو (Victor Hugo) دی. دې ستر لیکوال په "۱۸۰۲" زیږديز کال کې د فرانسې هېواد په بزانسون سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ویل کېږي چې نوموړی ډېر کمزوری ماشوم و، نو اکثرو خلکو هیله نه لرله چې هوګو دې ګوندې ژوندی پاتې شي. مګر د خلکو د وړاندوینې برعکس هغه ژوندی پاتې شو او یو ستر لیکوال ترې جوړ شو. 

هوګو لومړنۍ زده کړې په پاریس کې وکړې. له یو څه مودې وروسته یې په شعر، لاتيني ژبه او ریاضي کې ښه نوم وويست. هوګو خپله شاعري د مکتب په دوره کې پيل کړه او شاعرۍ يې په ښوونځي کې مډال وګټه. په همدې وخت کې ورته د فرانسې بل نوموتي لیکوال "شاتوبریان" د "عالي ماشوم" لقب ورکړ.

د هوګو شعري ټولګه په ۱۷ کلنۍ کې چاپ شوه. چې خلکو یې ښه هرکلی وکړ. په یوویشت کلنۍ کې د فرانسې پاچا لخوا پر دندې وګومارل شو او دوه زره فرانکه یې معاش و. په هغه وخت کې دا ډېرې پیسې وې. په همدې توګه هوګو سیاسي لوبې ته هم ور ودانګل. له دې کبله یې په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې هم ولیدې.

ددې ستر لیکوال ځينې مهم اثار عبارت دي له: ((هغه سړی چې خاندي، بېنوایان، د خزان پاڼې، د یوه محکوم وروستۍ ورځ، وړوکی ناپيلیون او ...))

هوګو په "۱۸۸۵" زیږديز کال کې ناروغ شو. ډېر خلک به یې پوښتنې ته راتلل. چې په پای کې د همدې کال د می په شلمه تاریخ د درې اتيا کالو په عمر ومړ. پخپله یې وصیت کړی و، چې:

ـ له خپلو شتو څخه ۵۰۰۰۰ فرانکه بېوزلانو ته بخښم.

ـ زما جسد د فقیرانو په تابوت کې هدیرې ته ورسوئ.

ـ د کلیسا له دعا او بخښنې بېزاره یم.

ـ غواړم خلک راته دعا وکړي.

ـ پر خدای بشپړ ایمان لرم.

د هوګو ویناوې

ـ ژوند ریاضي ده. ښېګڼې جمع کړئ، شخړې منفي کړئ. خوښي ضرب کړئ! دردونه تقسیم کړئ. د نفرت جذر وباسي او عشق پر توان لوړ کړئ. 

ـ احتیاط د پوهانو لومړنی شرط دی.

ـ هر ښوونځی مو چې پرانيست، د زندان یو ور مو وتاړه

ـ حېوانات له دې امله نېکمرغه دي، چې دوزخ ته نه ځي.

ـ ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.

ـ بد چانسه سړی هغه دی، چې پر خپلو وړتیاوو باور نه لري.

ـ ادبیات د تمدن پټ راز او شعر د پټو هيلو سرچينه ده. 

ـ ټنبلي دوه اولادونه لري. زوی یې غل او لور یې لوږه نومېږي. 

ـ له هغه چاسره مینه وکړه، چې ستا د مينې وړ وي، نه د مینې وږی. ځکه چې د مينې وږی یوه ورځ مړېږي. 

د بېوزله سړي ملګری یوازې چوپتيا او "هو" ده.

Related Articles

څنګه کولای شو ښه ويناوال شو!؟

 آیا د چا له خبرو اغېزمن شوي یئ؟ فکر مو کړی، چې تاسو هم د هغه/هغې په څېر شئ؟ اندېښنه مه کوئ، تاسو به په دې لیکنه کې د ویناوالۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ. که په لاندې ذکر شوو لارښوونو عمل وکړئ نو ډېر ژر به ښه ويناوال شئ. ناپېليون بوناپارټ وايي: "موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو."  په رښتيا هم الفاظ او وینا زموږ په بریا کې کلیدي رول لري. په...

د یو ریال خوشحالی -سعودی ملیاردر

‏سعودى ملياردر راجحي وايي: زه ډېر غریب وم!د مکتب په سیاحتي چکر کې مې برخه نه شوه اخیستی، که څه هم له یو شاګرد یو ریال اخیستل کېده، کورنۍ ته مې وژړل، خو هیڅ مدرک مې ونه موند، په ټولګي کې مې له چکر یوه ورځ مخکې یو سوال ته سم ځواب ورکړ، استاد یو ریال راکړ، ډېر خوشاله شوم، له ملګرو سره چکر ته لاړم، رالوی شوم، د شتو خاوند شوم، دغه فلسطینی استاد مې ذهن ت...

د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.   2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه استفاده وکړي.   3- دولت ته پکار دي چې د لویو تولیدي شرکتونو کلک حمایت وکړي او د دوی امن...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...