To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,744
ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

زیاتره میندې او پلورنه وايي غواړي اولادونه یې کتاب ولولي، آن که یوه شیبه هم وي. خو دې ته زړه خوري چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لري.
خو ښه به دا وي چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشي چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول شي.
تجربو ښوولې هغه هلکان یا نجونې چې په ماشومتوب کې یې کتاب نه وي لوستی، په لویوالي کې هم ښه کتاب لوستونکي نه وي.
که هر ورځ خپل ماشوم ته چې عمر یې تر شپږو کلونو ټيټ دی نیم ساعت وخت ورکړی نو ښايي خپل ماشوم مو په راتلونکې کې له ستر خطره ژغورلی وي.
کتاب لوستل سربېره پر دې چې د ماشومانو د معلوماتو په ډېرولو کې لویه مرسته کوي، هغوی یوې سالمې بوختیا ته هم هڅوي.
زموږ وړاندیز دا دی چې همدا اوس لاس په کار شی او خپلو بچیانو ته د مطالعې زمینه برابره کړی، هغه کتابونه غوره کړﺉ چې تاسو ته هم په زړه پورې او جالب وي.
د کتاب اخیستلو پر مهال خپله علاقه هم مه هېروﺉ او خپل ماشوم هم له ځان سره کتاب پلورنځي ته بوځی. ځکه د دوی په ذهن کې به له کوچنیوالي د کتاب اخیستلو خاطره پاتې وي.
که د کتاب د لیکونکي په اړه هم ماشومانو ته معلومات ورکړﺉ چې څو کتابونه یې لیکلي، کله چې دغه معلومات ماشومانو ته ورکوﺉ نو هغوی لا ډېر له کیسې سره مله ساتی.
کیسه په آرامۍ لولی، پرېږدﺉ ماشومان ستاسو له کیسې او غږ سره مله پر مخ ولاړ شي.
حتمي نه ده چې کیسې په لیکلې بڼه او ټکی په ټکي ولوستل شي، او خپله لهجه خوږه وساتی.

په دې ډول به ماشومان په صمیمي توګه له کیسې سره ملګري شي. او ددې لپاره چې ستاسو لپاره هم کیسه په زړه پورې وي نو ځینې کلمې له ځانه پکې کارولی شی.
د پېښو او حوادثو پر مهال خپل غږ لږ څه بدل کړﺉ، ځینې وخت کیسه په چټکۍ او یا هم ورو ولولی ځکه د ماشومانو پام به لا ډېر درواوړي.
که ماشومان غواړي چې د کتاب عکسونه وګوري او یا هم د لوستلو پر مهال د کتاب کرښو ته ګوري پر هغوی مه په غصه کیږﺉ. هغوی ته وخت ورکړﺉ. زیاتره کوچني ماشومان ورته کارونه کوي.
پرېږدﺉ ماشومان د کتاب لوستلو پر مهال ستاسو څخه پوښتنه وکړي، له هغوی سره آرام چلند وکړﺉ، پوښتنو ته یې نه په ډېره جدي او نه هم په ملنډو ځواب مه ورکوﺉ.

Related Articles

ادب او ژورناليزم

ادب او ژورناليزم  27.05.2007  ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم...

عادت که ضرورت

د "زرو هندارو کور" کتاب په یوه حکایت کې لیکل شوي: پاچا د خپلې ماڼۍ په باغ کې قدم واهه. یو ځای یې د یوه چمن د څنډې له ډبرینې چوکۍ سره یو عسكر وليد. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: دلته د څه لپاره پیره یې؟ عسکر ځواب ورکر: قربان دې شم صیب، د ګارد قوماندان راته ويلي دي، چې دلته و درېږم. پاچا قوماندان را وغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه، چې دغه سړی دې دلته ولې درول...

په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې د کورنۍ ټول غړي ځانګړي مسولیتونه لري، چې په دې ډله کې مشرانو ته تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي. باید ووایو، چې له مشر څخه موخه یوازې "پلار" نه دی. بلکې هر هغه کس چې خبرې یې پر نورو غړو اغېز لري، مشر ورته ویلای شو. همدارنګه د کورنۍ نور غړي، مېرمنې، نجوني او هلکان هم خپل خاص مسولیتونه لري، چې باید پام ورته وکړي. په...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...