To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,756
مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيدې لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هماغه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د تجربې او مطالې له برکته دی ماته مثبت ښکاري، البته د ځان په اړه پرېکړه سخت ده خو خدای دی وکړه چې همداسې وي.

زموږ د ټولنې يو ساري ناروغي داده چې کتاب نه لولو او له مطالعې سره مو بايکاټ کړی، د پښتنو لوی مشر خان عبدالغفان خان وايي: (( د پښتنو يوه ستونز داده چې په بې ګټې شيانو پيسې ورکوي خو په کتاب يې نه ورکوي))

اور هغه وخت تېز وي چې لرګي ور اچوو خو که لرګي يا نور سون توکي نه وي اور مړکيږي، په ايرو بدليږي او ايرې باد وړي. د انسان ماغز هم اور ته ورته دی، کله چې مطالعه کوو د مغز فعاليت مو زياتيږي او کله چې له کتاب لرې پاتې کيږي ماغزه سستيږي او ورو ورو په ايرو بدليږي.

بله خبره داده چې هر انسان ته د مور و پلار، ښوونکي او کتاب خبرې بلکل کره او سمې ښکاري، زموږ د نن ناخوالۍ د همدې درېيو سرچينو له کمزورۍ زيږدلې، مور پلار خو دا غواړي چې اولاد يې په پوهه سمبال وي، خو ناوړه فرهنګ، بېوزلۍ، نا امنۍ … او ځينو نورو ستونزو يې مخه ډپ کړې ده.

ښوونکي په تېره د ښوونځي معلمان مو اکثره د شل دېرش کاله پخواني وخت د سېسټم او فکر کسان دي، يا که ځينې نوي هم ګمارل شوي ماغزه يې خاو دي، ددې پر ځای چې زده کوونکو ته يو څه ور وښيي هسې وخت وسره تېروي او په چل او دوکه روږدي دي، يا له سره د تدريس په اصولو او د اوسني وخت په غوښتنه نه پوهيږي.

د مور او پلار او دغه شان د ښوونکي رول کمرنګه دی، ټولنې ته سالم انسانان نشي وړاندې کولی او دا هغه ريښتيا دي چې هېڅوک سترګې نشې پرې پټولی. چې داسې ده نو د اصلاح وروستۍ درېيمه او تر ګردو اغېزمنه لار مطالعه ده. مطالعه مو ذهن آبادولی شي. خو ستونزه داده چې موږ مطالعه نه کوو او د مطالعې فرهنګ مو بيخي د شرم دی.

څه بايد وشي چې د مطالعې فرهنګ وغوړيږي؟
دا پوښتنه چې مطالعه څنګه دود کېدای شي ډېره زړه ده، خو نوي اړخونه هم لري، موږ اورو چې بايد کتابونه ولولو خو کوم کتابونه؟ څنګه کتابونه او …

۱ ـ تاسې وينې چې د اکثره افغانانو اقتصاد کمزوری دی او وايي چې که سل افغانۍ په کتاب وروکوم ښه داده چې ډوډۍ پې واخلم چې پچيان مې وږي نشي، دا دليل سم دی چې خېټه مړول د ژوند اوله اړتيا ده، خو که هره ورځ درې افغانۍ د کتاب لپاره هم بېلې کړو او د مياشتې په پای کتاب پرې واخلو ډاډه يم چې نه به مو ډوډۍ کمه شوې وي او نه به مو ماغزه له فعاليت لوېدلي وي.

۲ ـ په افغانستان کې اکثره کتابونه له کره کتنو او ارزونو پرته چاپيږي، يو کس راپوته شي خپلې بابولالې راټولې کړي او د کتاب په بڼه يې خپرې کړي. دا داسې کتاب وي چې د زده کړې شئ نه پکې موندل کيږي او چې چاته په لاس ورشي نو له نورې مطالعې يې هم زړه توری کړي. اړينه ده چې د افغانستان علوم اکاډيمي مرکز او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يادې ستونز د حل په موخه جدي او آساسي اقدام وکړي.

۳ ـ د ښوونځي ملعمان او د پوهنتونونو استادان اړ دی چې کتاب لوستنې ته تر بل هرڅه زيات کمپاين وکړي، زموږ يو استاد وو ( نور احمد عايل ) کتاب ته، مطالعې ته او د پوهې لاسته راوړلو ته به داسې انګيزه راکوله چې ته وا چور دی او بايد چې نوي کتابونه ژر واخستل شي او په بيړه ولوستل شي.

نو د ټولو استادانو په ګډون له رسنيو او د فکر له خاوندانو هيله کيږي چې خپل وګړي د کتاب لوستلو ته وهڅوي. کتاب لوستل د ويښې ټولنې نښه ده.

۴ ـ ځينې کتابونه چې د نړۍ په نورو ژبو چاپيږي موږ ورته لاس رسی نه لرو، يو نيم يې هغه وخت را ژباړل کيږي چې ښه ډېر وخت پرې وتلی وي، ترڅو چې بيا موږ ته په لاس  راځي اکثره موضوعات يې بدل شوي او نوي شوي وي. تاسې ټولو به اورېدلي وي چې ايران د اونۍ په دا خېل خامخا هغه کتاب په فارسي ژباړي چې د نړي په بله ژبه خپور شوی وي. دا چې موږ لار تر اوسه د اطلاتو او کلتور په وزارت کې د ژباړې کوم مرکز نلرو او يا که وی هم په نشت حساب دی، دا ستونزه نوره هم جدي شوې ده . دغه وزارت بايد پدې برخه کې هم ګړندي، درانه او هر اړخيز ګامونه واخلي.

۵ ـ يو ځای مې لوستي وو چې د اېټاليا هېواد په زندانو نو کې چې کوم بندي څومره زياته مطالعه کوي په هماغه اندازه يې د بند ورځې کميږي خصوصا د هغه کتابونو د مطالعې امتياز ډېر دی چې د دولت لخوا ورته ټاکل شوي وي.

له بده مرغه چې د افغانستان دولت اوس هم بنديانو ته د مريو اوبدلو چلونه او يا دې ته ورته نور وخت وژونکي مصروفيتونه ټاکي، که دولت وغواړي دا کار کولی شي.

۶ ـ  په افغانستان کې ژباړه، ليکوالي او… يو بې مزده کار دی، کتاب چاپلول هم اکثره وخت د اړتيا په موخه نه بلکې د يوه شخص يا ليکوال په ذوق ليکل کيږي او خپريږي.

که دولت يا نورې مرستدويه موسېسې ليکوالو ته يو مناسب مياشتنی معاش ورکړي او د کتاب د چاپ لګښتونه يې هم ومني نو ښکاره ده چې ليکوال به زړه ښه کړي او خپل کار به دوه ځل ورته مهم شي. يو دا چې د خوښې کار به يې وي او بل دا چې همدا کار به مادي ګټه هم ورته ولري، نو د کتاب عام کېدو، ډېرېدو… يو نوی باب به پرانستل شي.

کېدای شي ځينې کسان استدلال وکړي چې کتاب بايد د خپل معنويت، شخصت، پوهې او مينې په آساس وليکل شي، د دوی منطق سم دی خو ماديات د ژوند اړتيا ده اوس اکثره ليکوال خپل زيات وخت د روزۍ په ګټلو او کم وخت په کتاب خپرولو لګوي او په هغه صورت کې به زيات وخت ليکوالۍ ته ورکړای شي.

۷ ـ د کتابتونونو زياتېدل: ـ  شخصي کتابخانې په هغه ولايتونو کې زياتې دي چې خلک يې خامخا کتابونه اخلي او مطالعه کوي يې، او په ځينې نورو ولايتونو کې چې د خلکو اقتصادي او علمي سويه يې ټيټه ده شخصي کتابتونونو ځکه نشته چې ګټه نلري.

که د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راتلونکي کال په تخصيصاتو کې هر ولايت ته يوازې دوه دوه لکه افغانۍ د کتابونو د پېرلو او کتابخانو جوړولو لپاه وليږي نو حتمي به دولت او راتلونکی وخت مثبت ګټه ترې واخلي.

ددې تر څنګ هر کورنۍ بايد خامخا په خپل کور کې يو وړه او د خپل وس مطابق کتابخانه ولري چې ماشومان يې دا درک کړي چې کتاب نه يوازې په ښوونځي بلکې په کور کې هم مهم دی.

۸ ـ د ټولنيزو رسنيو اکثر هغه کارونکي چې کولی شي د کتاب په ارزښت خبرې وکړي او مهم کتابونه خلکو ته معرفي کړي بايد د نورو فعاليتونو تر څنګ دغه کار هم په خپلو اوږو واخلي او هغه کتابونه چې نوي چاپيږي، مهم دي او لوستل يې د نورو ګټو تر څنګ فکري ترميم ته زيات ګټور ثابتيږي معرفي کړي او ټينګار وکړي چې دا کتابونه بايد ولوستل شي.

۹ ـ د هر چا چې ورور، خور، زوی، لور… له پوهنتون يا کوم بل اکاډيميک مرکز فارغيږي، په لمانځغونډه کې فارغ شوي کس ته که خپل عزيزان د ګلونو پر ځای کتابونه ډالۍ کړي نو د کتاب په اهميت به يو نوی تاکيد وشي، دا خبره چې تکړه انځور ګر حميد الله ارباب کړې وه خوښه مې شوه او د کتاب د ارزښت مهم راز دی او کولی شو په همدې طريقه هم خلک وهڅو چې تر پوهنتون وروسته هم کتاب لوستل اړين دي.

شايد نورې لارې چارې هم وي، خو د نني وخت هر هغه افغان چې د مطالعې لپاره کمپاين کولی شي بايد خپل استعداد ونه سپموي او خلک وهڅوي چې کتابونه ولولي. مطالعه مو افکار روزي، مطالعه مو له نړۍ خبروي، مطالعه مو ماضي ته ورستنوي، د وحشت تابلوګانې درباندې ګوري او د راتلونکي ژوند سمه بڼه او پلان په لاس در کوي، مطالعه مو تخيل روزي، عالي تخيل مو له اکثره ناوړه عمالو را ګرځوي، مطالعه مو ټولنيزه، دينې، کلتوري، سياسي، نړواله، تاريخي … پوهه زياتوي او د اصلاح او پرمختګ کنجانې په ګوتو درکوي چې د دماغ بند کلپونه، پرانيزئ او تياره ماغزه مو روښانه وساتئ. نو مطالعه، مطالعه او مطالعه.

Related Articles

اندېښنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې نجلې ته ورکړې؛ مګر نجلۍ له ژمنې سره سم، ټول خواږه هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې لیدلې...

هغه کمپيوټري تېروتنه چې ممکنه وه نړۍ په بل مخ واړوي

د نن څخه 41 کاله وړاندې د 1979م کال د نومبر په پېل کې ډېره کمه پاتې وه چې د متحده ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد تر مېنځ درېمه او د ځينو کارپوهانو په وېنا وروستۍ نړېواله جګړه پېښه شي .د نومبر په نهمه نېټه امريکايي پوځېانو ته په ډېر ناڅاپي ډول خبر ورکړل شو چې شوروي اتحاد پر امريکا باندې ډېر پراخه اټومي حمله پېل کړه . د سهار په 3 بجې ، د متحده ايالاتو...

کاروبارونه ولی ناکامیږی؟

د کاروبارونو د ناکامه کېدو زیات لاملونه سته، خو دا یو ئې ډېر لوی دئ. په څو مثالونو کي به ئې واضح کړو. ډارن هارډي The Compound Effect کتاب کي په سن ډیاګو کي د دوی و کورته نژدې د یوه رسټورانټ د بریا او ناکامېدو کیسه کوي: د رسټورانټ د خاوندي ورین تندي، ښایسته خوړو، د کارکونکو ښه چلند او پاکی ډېر ژر وکولای سوای چي هوټل د بریا لوړو څوکو ته ورسوي. هوټل ښ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...