To start downloading books

Please sign in or create an account.

لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ د لرغونو هېوادنو په لړ کې د یونان نوم هم د یادولو وړ دی. ددې هېواد تاریخ له میلاده "۵۰۰۰" کاله پخوا پیلېږي. هغه لومړني قومونه چې په دغه خاوره کې مېشت شوي دي، عبارت دي له "آیونیان"، "دوریان" او یونیان". 

د تاریخي څېړنو نظریه دا ده، چې یونان ته لومړني ورغلي خلک آسیایان وو، چې دا مهاجرت له میلاده پنځه زره کاله مخکې ترسره شوی دی. هلته یې ځينې مشهور ښارونه، لکه: کورنت، اتن، سپارټا او ځينې نور آباد کړل.

لکه د نورو تمدنونو دا سیمه هم د جګړې او سولې شاهده وه. دوی به کله پخپلو کې سره وژل او کله به یوځای شول. خو دا باید هېره نه کړو، چې دوی له اوله د سمندرونو په ارزښت پوهېدل، له همدې امله یې ښارګوټي په ساحلي سیمو کې جوړول. له میلاده شپږ پېړۍ وړاندې د یونان مرکز "آتن" دومره پرمختګ کړی و، چې په نړۍ کې یې ساری نه درلود.

په علمي لحاظ  فلسفې، هنر، معمارۍ، شعر او نورو علومو ډېره وده کړې وه، چې نورو غربي هېوادونو ته یې د پرمختګ اساس کېښود.

داسې علمي شخصیتونه یې درلودل، چې تر اوسه یې آثار لوستل کېږي او له نومونو سره یې موږ ټول اشنا یو. له ډلې یې د فیثاغورث، ارسطو، افلاطون، سقراط، هومر او ځينو نورو نومونه یادولای شو. 

په هماغه پخواني وخت کې یې، مختلف ټولنیز حرکات درلودل. سمپوزیمونه، تیاتر، شعري مسابقې، سپورتي جشنونه او نور ګڼ شمېر ادبي او ټولنيزې غونډې یې هم لرلې.

د سپورت په برخه کې ویلی شو، چې د نړۍ د ستر سپورتي جشن "المپیک" بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. په هغه وخت کې ددې لوبې ګټونکی به ټولو یونانیانو خپل اتل باله او د قدر په سترګه یې ورته کتل.

په حکومتي نظام کې هم د حکومتي، سیاسي او هنري تشکیلاتو بنسټ په یونان کې ايښودل شوی، چې تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لږ او ډېر توپیر سره د تطبیق وړ دي. 

يه دیني لحاظ یونانیان مختلفو خدایانو ته قایل وو او هغوی به یې لمانځل. د خدایانو له ډلې یې زیوس، اپولو او اتنا ډېر مشهور وو. دوی د مینې، قهر او نورو مفاهمو لپاره مختلف خدایان درلودل.

که څه هم د یونان په اړه ډېرې خبرې کېدای شي، خو په لنډ ډول به ووایو، چې دا هېواد تقریبا په نړۍ کې د ټولو علومو د بنسټ ايښودلو او پيدايښت سیمه ده.

که غواړئ د لرغوني یونان د حکومتولۍ، عقایدو، ټولنیز ژوند او نور مسایلو په اړه لا ډېر پوه شئ، نو نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ. تر څو په نورو لیکنو کې پر هرې برخې مفصلې خبرې وکړو.

Related Articles

د "نوروز" ملي تاريخ

 د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي. همداسي پښتانه افغانان هم د خپل ژوند مناسبت لپاره ځانګړی مراسم، عنعنې، دودونه او رواجونه لري.  پښتانه افغانان...

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبهلیک: محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشرد جمهور رئيس باېډن له لوري، د روان کال تر سپمتبر میاشت پورې له افغانستان د متحده آیالاتو د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو د ویستلو پرېکړه، د افغانستان او ګاونډيانو لپاره د عطف ټکی دی. د افغانستان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او د حکومت، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره ورته د یوه فرصت او عین حال...

لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ. • هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ! • ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه کوئ. • هره ورځ مطالعه کوئ. د مطالعې په مرسته خپل ذهن فعال او متحرک ساتئ. • په خوراک کې ډېر دقیق او...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...