To start downloading books

Please sign in or create an account.

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

د یو مومن وژل څومره ستره ګناه ده، له دې ایت کريمه څخه يې معلومه کړئ: 

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ( النساء 4: 93)

او هغه څوك چې يو مومن په قصد او ارادې سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله پر ده باندې غضب كړى دى او پر ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى.

 

هغه خلک چې په هغو لارو کې بمونه ښخوي چې عامې لارې وي، ټول ولس پرې ځي راځي، د ولس، مسافرو او حکومت ټولو ګاډي پرې ځي راځي، نو په دغو لارو کې بمونه ښخول شرعاً حرام دي، ځکه دغه صراحتاً بې له شکه په قتل عمد کې راځي.

 

دا قتل عمد نه دی، نو څه دی؟!

په جاري لارو او سړکونو کې چې ټول خلک پرې تګ راتګ کوي، ولس ترې کار اخلي، په دغو کې د دښمن په نيت او خيال بمونه ښخول قتل عمد کې راځي که نه؟ نو اول قتل عمد پېژنو چی قتل عمد څه ته وايي؟

  يقول الحنفية:....

فالعمد: ما تعمد فيه القاتل ضرب غيره بسلاح، كالسيف والسكين والرمح والرصاص، أو ما أجري مجرى السلاح في تفريق أجزاء الجسد، كالمحدد من الخشب، والحجر، والنار، والإبرة في مقتل.

وذلك لأن العمد معناه القصد وهو أمر خفي لا يمكن الإطلاع عليه ولا معرفته، إلا بدليل يدل عليه، وهو استعمال الآلة القاتلة، فجعلت الآلة دليلاً على القصد، وأقيمت مقامه باعتبارها مظنة لوجوده، كما أن السفر مظنة المشقة.  تكملة فتح القدير: 244/8 وما بعدها، البدائع: 233/7، الدر المختار: 375/5، اللباب شرح الكتاب: 141/3. نقلاً عن الفقه الإسلامي و أدلته.

 

قتل عمد، يعنې قصدي او ارادي قتل هغه دی چې قاتل قصداً  و عمداً پر چا په وسلې سره ګوزار وکړي، لکه په تورې، چړې، نېزې، مرمۍ سره او يا په هر هغه څيز سره چې د‌ جسم د اجزاوو په بېلولو کې د‌ وسلې ځای نيسي او د وسلې کار کوي، لکه: تېره لرګی، کاڼی، اور او ستنه چې په داسې ځای کې ووهل شي چې انسان ترې مري.

دا ځکه چې د‌عمد معنا قصد او اراده ده، او قصد يو پټ شی دی چې اطلاع پرې نشي حاصلېدای او نه يې معرفت کېدای شي مګر په داسې دليل سره چې پر دغه قصد او عمد دلالت کوي او هغه د‌ دغه وژونکې آلې کارول دي، نو د وژونکې آلې کارول پر قصد او عمد باندې دليل وګرځول شول او د‌ دغې آلې کارول د قصد او عمد پر ځای ودرول شول، په دې اعتبار سره چې دغه آله د قصد لپاره مظنه ده، لکه څنګه چې سفر د‌ مشقت مظنه ده.

نو اوس تاسو ووايئ چې بم وژونکې آله ده که نه ده؟! 

هو، وژونکې، د جسم ټوټه کوونکې او تخريبوونکې آله ده، نو ته چې دغه آله په هغه سړک کې ښخه کړې چې ټول پرې تګ راتګ کوي، تا د دغو ټولو د وژلو قصد وکړ، ځکه نو په لارو کې د بمونو ښخول قتل عمد دی او قتلٍ ناحق له شرک او کفر څخه وروسته ستره ګناه ده. والعياذ بالله

دغه عمل په قتل خطا کې نه راځي. قتل خطا هم جرم دی او شريعت د هغه سزا مقرر کړې ده. 

 

ای د الله بنده ګانو! له الله څخه وډار شئ، په پکتيکا کې، تخار کې او داسې نورو ښارونو کې د يوې ورځې تلفات لسګونو ته رسېږي او قربانيان يې زياتره خالص عوام دي. 

نو ايا ستاسو د قيامت پر ورځ يقين نشته؟! حساب کتاب نه منئ؟!

فإنا لله و إنا إليه راجعون

 

مفتی عبدالولي

Related Articles

د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

د مهدي داستاني کلیات د کتاب تنقیدي جاج  دغه کتاب د سید مير مهدي شاه چي د پېښور پښتونخوا د شلمي پېړۍ یو لوی لیوال او ژورنالست وو د لنډو کيسو یوه مجموعه ده چي پکښي د نوموړي لیکوال لنډي کېسي راټولي سوې دي او د تدوین زیار یې د پښتو ژبي بل لیکوال دوکتور زرین انځور کړی دئ چي د یوې لويي مقدمې په لیکلو سره یې دغه کتاب یا مجموعه خپره کړې او تدوين کړې.دغه دا...

ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟

ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟عبدالوافي نایبزی  ډېری ملگري رانه پوښتنه کوي، چې ته وايي اقتصادي حالت په ښه کېدو دی، او افغانۍ هم ارزښت پيدا کوي، نو بیا ولې د توکو قیمتونه نه راټېټېږي، قیمتي خو ورځ تر بلې ډېره ده، زه فکر کوم:  لومړی، دلته تل اصنافو (له خورا کمې استثنا پرته) لاس یو کړی‌دی او له ولس يې زور ویستی دي. زما له دې خبرې هدف دا دی، چې سوداگر او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟!

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي، په بدن کې یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کې یې د...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...