To start downloading books

Please sign in or create an account.

د وینې فشار

د وینې فشار

د وينې په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه يادېږي.

 يا: دا هغه فشار دی چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې واردېږي.

د وینې فشار په دوه ډوله دی:

لوړ فشار (systolic blood pressure)

سيستوليک د وينې فشار: هغه فشار دی چې د هغه په واسطه وينه رګونو ته شړي، يعنې کله چې زړه رګونو ته وينه پمپ کوي په دې وخت کې چې د رګونو په ديوال کوم فشار منځته راځي د systolic blood pressure په نامه ياديږي، چې نورماله کچه يې【 100_140 mm Hg】ده.

 

د ويني لوړ فشار هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د وينې دپرېشر اندازه 【 100_140 mm Hg】 ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

 

لوړ فشار د زړه د انقباض (تنګېدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارد شوی فشار د وينې لوړ فشار په نوم ياديږي.

يا: لوړ فشار هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځته کېږي.

يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د تنګېدو په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.

همدارنګه که فشار چې تر خپل نورمالې کچې لوړ شي د لوړ فشار په نوم ياديږي.

 

ځينې وختونه د راز راز روغتيايې لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي دې حالت ته په طبې اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايفرټينشن) وايي.

 

که د ويني لوړ فشار ژر کنترول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي، نو د زړه ناروغیو او عصبي رګونو له منځه تللو سبب ګرځي کوم چې انسان د مرګ لامل هم کېدای شي.

 

۲ –  ټيټ فشار (Diastolic blood pressure):

ديا ستوليک د وينې فشار: ګله چې زړه وينه په يوه پمپ سره پمپ کړي د دې نه پس يوه کمه شيبه ارام کوي، د زړه دا د استراحت د حالت فشار د Diastolic blood pressure په نوم ياديږي.

چې نورماله کچه يې 【60_90 mmHg】 دی.

 

د وينې ټيټ فشار هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د وينې د ډپرېشن اندازه د【60_90 mmHg】ته ورسېږي 

ځکه خو د ټيټ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

 

ټيټ فشار د زړه د انبساط (پراخيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.

يا: دا هغه فشار دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يا وارديږي.

يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د پراخيدو په وخت کې په رګونو باندې وارديږي.

همدارنګه که فشار تر خپلې نورمالې کچې ټيټ شي د  ټيټ فشار په نامه ياديږي.

څنګه کولی شو د وينې فشار معلوم کړو؟

د وينې د فشار د اندازه کولو مخکې بايد لاندې ټکي په نظر کې ولرو:

ناروغ بايد په راحت شکل ناست وي په داسې ډول چې د لاسو بازوګان يې له زړه سره په سطحه کې ليول (برابر) وي.

تر اندازه کولو نيم ساعت مخکې بايد سګريټ، چای، قهوه داسې شيان استعمال نه کړي، ځکه یاد شوي شيان يو اندازه فشار لوړوي.

تر اندازه کولومخکې بايد پنځه دقيقي استراحت وکړي.

په یاد ولرئ، د وينې فشار په ډېر عمر لرونکو کسانو، چاغو خلکو، د شکر په ناروغانو، تشويش لرونکو او هغه کسانو کې چې الکول (شراب) څښي، لوړ وي.

 

اوس راځو د وينې د فشار معلومولو عملي طريقې ته:

د دې په خاطر باندې چې د وينې فشار د معلومولو عملي طريقه زده کړو، نو لومړۍ اړينه ده چې د وينې د فشار د اندازه کولو الې مهمې برخې وپيژنو:

عموماً د وينې فشار د اندازه کولو آله لاندې مهمې برخې لري:

 

1-Inflates rubber cuff(هوا ورکوونکی)

2-Inflatable rubber cuff( هوا احيستونکی يا خلطه)

3-Rubber tube(ربړي نل)

4-Air Valve(د هوا وال)

5-Chest piece(د سينې برخه)

6-Ear frame(د غوږونو چوکاټ)

 

اوس راځو د وينې د فشار د اندازه کولو عملي طريقه زده کوو:

لومړۍ د وينې د فشار آلې د خلطې برخه يا Inflatable rubber cuff داسې را اخلو چې د Inflatable rubber cuff زيګ طرف په ښي لاس باندې راشي او هغه بيا په ښي او يا چپ لاس باندې په داسې ډول تړو چې:

بايد Inflatable rubber cuff د څنګلې د بند څخه 2.5cm(يا دوه ګوتې پورته) په داسې ډول وتړل شي چې دوه نلونه يې بايدAnteriorبرخه کې واقع وي او لږ بايد Medial خواته وي.

 

وروسته په دوهم قدم کې نفس(pulse)ګورو (په يوه لاس باندې pulse ګورو دBrachial Pulse Sites ساحه کې او بل لاس باندې Inflates rubber cuff باندې هوا ورکوو چې په نتيجه کېInflatable rubber cuff هوا اخلي) هوا تر هغه ورکوو چې pulse ورک شي--کله چې pulse ورک شو،نو د هغې نه وروسته به30عدده يا 30mm هوا يا فشار نور هم ورکړو.

 

کله مو چې30mm نوره هوا هم ورکړه، نو سمدلاسه د ستاتسکوپ Ear frame برخه غوږونو ته اچوو او د ستاتسکوپ Chest piece برخه د ناروغ په شيريان (هغه ځای چې مخکې مو pulseپکې معلوم کړی وو يعني Brachial Pulse Sites) باندې کيږدو.

 

بيا به هوا ورو ورو کموو (ورو ورو د پمپ وال خلاصوو) کله چې د لومړي ځل لپاره پهEar frame کې اواز واوريدل شو(د زړه زربان واوريدل شو) نو دا د ناروغ لوړ فشار(systolic blood pressure) دی--- هوا نوره هم ورو ورو کموو کله چې همدا اواز کوزوری(slow) او ورک شو، نو دا د وينې ټيټ فشار(Diastolic blood pressure) شو.

 

وینې د لوړ فشار له څه نه پیدا کیږي؟

روغتیا پالان وايي چې د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي:

– په غذايي رژیم کې د مالګې ډېر استعمال؛

– د الکولي مشروباتو استعمال؛

– غوړ لرونکو خواړو خوړل؛

– د وینې د رګونو ناروغۍ؛

– عصبی او روانی تشویشونه؛

– سگریټ څښل؛

– ارثيت؛

– عمر زیاتوالی؛

– وزن زیاتوالی.

 

دلته هغه کورني درملو سره مو اشنا کوو چې په مرسته يې د وینې لوړ فشار کنټرولېدای شي:

 

۱- هوګه: یو له هغو خوړو څخه دی چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي چې اوس د پوډر او ګولۍ په شکل هم پیدا کیږي.

 

۲-  هاوترون (Hawthron) نومې ځنګلي بوټۍ د وینې فشار نارمل ساتي.

 

۳-  کبانو کې موجود غوړ خپل ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوئ.

 

۴-  هغه خواړه چې خپل ترکیب کې فولک اسید (Folic Acid) لري له زیات نه زیات استعمال کړئ.

۵- خپل خواړه په جدي توګه کنټرول کړئ. کوښښ وکړئ چې هره ورځ زیاته اندازه میوه او سبزیجات، غوړ نه لرونکي خواړه، لږ غوړ لرونکي لبنیات او وچې میوې استعمال کړئ.

 

۶- د قندي موادو لکه بوره او غوړ لرونکي خواړه استعمال کمه کړئ او که ممکنه وي نو ځان ترې وساتئ. څیړنو ثابته کړې چې له مالګې څخه زیات بوره د وینې فشار لوړوي.

 

۷- خپل ورځنۍ خواړه کې هغه غذایي توکې انتخاب کړئ کوم چې زیاته اندازه کلسیم، مګنیزیم او پوتاشیم لري.

 

۸- مختلفو طریقو سره کوښښ وکړئ خپل اعصاب ارام وساتئ. له ملګرو سره چکر وهل به مو اعصاب ډیر زیات ارام کړي.

 

۹- هڼدواڼې وچې او پخه شوي ځیړي په شریانونو کې د وینې جریان بهتره کولو سره د وینې لوړ فشار کنټرولوي.

 

۱۰- اوبه، شلغم، شات او سیلري (Celery) نومې سابه د وینې لوړ فشار کنټرولولو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي.

 

۱۱- ژوند کولو طریقه بدلول د وینې لوړ فشار لپاره تر ټولو غوره درملنه ده. خپل وزن نارمل ساتل، مالګې استعمال کمول او صحي خواړه خوړل به مو د وینې لوړ فشار شکایت له منځه یوسي.

 

هیره دې نه وي چې ذهني فشار د وینې لوړ فشار ته ډیر زیات مضر دی. که غواړئ د وینې فشار مو لوړ نه شي نو له ذهني فشار څخه ځان وژغورۍ.

 

یادونه: پورتني خواړ او لارې چارې یوازې د وینې لوړ فشار کنټرولولو لپاره دی. هغه لوستونکي چې د وینې ټيټ فشار لري دغه طریقې او خواړه دې نه عملي کوي.

 

حزب الله هلال

Related Articles

تیمور شاهی

تیمور شاهی مصطفی عمرزی در دو کناره ی دریای کابل که تا چند دهه ی گذشته، جزو کابل قدیم به شمار می رفتند، تعمیر ها و اماکنی قرار دارند که با ورود کشور به قرن 20 میلادی، با نما ها و اشکال نو، آغاز یک جریان تازه ی عمرانی نیز می باشند؛ هرچند اولین بنا های سبک اروپایی و عصری در زمان امیر عبدالرحمن خان(رح) ساخته شده اند که در زمان حکمروایی پسرش، امیر حبی...

صد سوال انجنیری

صد سوال انجنیری:۱.به طورعموم ميل به چند نوع است، نام گرفته و ميل مجاز سرك در كوتل ها، تپه ها و بلندی ها چند فيصد محاسبه می گردد؟جواب: به طور عموم چهار نوع ميل وجود دارد كه عبارتند از : 1- ميل نشيبي. 2- ميل بلندي. 3- ميل طولي. 4- ميل عرضي.۲.ميل مجاز سرك دركوتل ها، تپه ها و بلندي ها حداقل %3 و حد اعظم %7  مي باشد. ۳.ساحه يك بند به اساس كدام معيار ها...

د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش "۳۰" ځانګړنې وپېژنئ! نو که تاسو هم غوښتل بريالي شئ همدا ځانګړنې په خپل ځان کې پيدا کړئ. د بریاليو و...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...