To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ښه ملګري ځانګړنې!

د ښه ملګري ځانګړنې!

په ټولنیز ژوند کې انسان له خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو وروسته پر خپلو ملګرو ډاډه وي. په رښتيا هم "ملګري" زموږ او ستاسو په منفي او یا هم مثبت بدلون کې رغنده رول لوبوي. که ملګري مو ښه وي، تاسو هم مثبت بدلون کوئ او که بد وي نو بدې کړنې به زده کوئ.

په دې وروستيو کې اکثره خلک له خپلو ملګرو سرټکوي. شکایت ترې لري او خوښ نه دي. اصلي علت یې دا دی، چې د انتخاب په وخت کې یې فکر نه وي کړی. په دې لیکنه کې به تاسو د ښه ملګري ځانګړنې ولولئ. ترڅو په راتلونکي کې د ملګرو په انتخاب کې خورا دقیق اوسئ. 

 

د ښه ملګري ځانګړنې 

ـ ښه ملګري هڅه کوي، چې نورو ته مو ښه معرفي کړي. دومره ښه چې تاسو هم خپل ښه والي ته حیران شئ.

ـ ښه ملګری ستاسو عیبونه درته په ګوته کوي. بد ملګري برعکس وي، هغوی ستاسو ستونزې ددې پر ځای چې تاسو ته ووایي، نورو ته وايي. 

ـ ښه ملګري مو په نشتون کې ملاتړ کوي. مخامخ هرڅوک له تاسو دفاع کوي. مګر ښه ملګری هغه دی، چې په غیاب کې مو ملاتړی وي.

ـ په سختو ورځو کې مو ترڅنګ ولاړ وي. د ښې ورځې یاران بېخي ډېر وي. کله چې په ستونزه کې وئ او چا لاس درکړ، همدا مو ښه ملګری دی. له لاسه ورکول یې لوی زیان دی. 

ـ ښه ملګري هڅه کوي، سمې لارې ته مو برابر کړي. هغوی چې تل تاسو ته نصیحت کوي او له بدې لارې مو ژغوري قدر یې وکړئ. دا خورا ارزښتمن خلک دي.

ـ که له یو ملګري/ملګرو سره تاسو وخت تېر کړ. وروسته مو حس کړه، چې مثبت بدلون مو کړی، دا خلک له لاسه مه ورکوئ. ځکه چې په حقیقت کې ښه ملګري همدوی ته ویل کېږي. 

ـ ښه ملګری تاسو ته ډاډ درکوي. ستاسو د کارونو د ښه والي لپاره مو تل هڅوي، ترڅو پر ځان باور ترلاسه کړئ او ښه وځلېږئ. 

ـ خو یوه خبره باید هېره نه کړئ، چې که تاسو د ښه ملګري غوښتونکي یئ نو نور هم غواړي ښه ملګري ولري. موخه دا ده، چې هڅه وکړئ تاسو هم  پورتنۍ ځانګړنې ولرئ ترڅو د نورو خلکو ښه ملګري اوسئ. 

 

په وروستيو کې د ملګرتيا په اړه دا حکایت هم درسره ولولئ!

 

حکایت

وايي دوه ملګري په یوه دښته کې روان وو. په لاره کې یې شخړه شوه؛ یوه، بل په څپېړه وواهه. هغه چې په څپېړه وهل شوی و، پر شګو ولیکل:"نن مې ملګري په څپېړه ووهلم."

سفر ته یې دوام ورکړ. د اوبو ډنډ ته ورسېدل. پرېکړه یې وکړه، چې حمام به کوي.

هغه چې په څپېړه وهل شوی، ناڅاپه ډوب شو. خو؛ ملګري یې وژغوره. دا ځل یې پر تیږه ولیکل:" نن مې ملګري له مرګ وژغورلم."

ملګري یې وپوښتل:"ولې دې څپېړه پر شګو ولیکله او ژغورل پر تیږه؟"

ځواب یې ورکړ:"که ملګری دې خفه کوي، هغه باید پر شګو ولیکې، چې بادونه یې له منځه یوسي. نېکي باید پر تیږو ولیکې، چې هېڅ باد یې خراب نه کړي."

Related Articles

د وېښتانو تویدلو ۶ اصلي لاملونه؟

کله چې ګومنځ له وېښتانو ډکه وګورئ حتما حیران او مایوسه کېږئ چې ولې؟ جام جم ورځپاڼې لېکلي، د ویښتانو تویدل یو له هغو ستونزو څخه ده چې بېلابېل لاملونه لرلی شي، دلته مو د وېښتانو تویدلو مهمو لاملونو څخه یادونه کړې ده: هورموني بدلونونه: ښځې ممکن له امیندوارۍ وروسته او یا هم د امیندوارۍ په وخت کې د ویښتانو تویدولو سره مخ شي، ځکه په دې وخت کې هورموني ب...

د غازي امان الله خان کارنامې

د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان کارنامې څېړنه ـ رياض مقامزی يادونه: دا د يوې څېړنيزې مقالې اساسي برخه ده، چې بشپړه مقاله يې تېر کال د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د مقالو په يوه معتبره ټولګه کې هم چاپ شوې/خپره شوې ده.   پېژندنه غازي امان الله د امير حبيب الله خان دويم زوی دی. نوموړی په (۱۳۰۹ل.ل – ۱۸۹۱ز) کال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. د نوموړي په روزنه...

په بېلابېلو نظامونو کې د اقتصادي سيستم ستونزې

په دې لیکنه کې د اسلامي او غیر اسلامي نظامونو د اقتصادي سیستم مقایسه شوې ده. همدارنګه ددې نظامونو د اقتصادي ستونزو پر حل لارو بحث شوی دی.  کمونيزم( Communism) کمون په عامه توګه هغې ډلې ته ويل کيږي، چې د چارو د ادارې په خاطر يو له بل سره همکاري کوي او د لوړو مقاماتو د لاس وهنې څخه پرته کارونه سموي، په ځینو اروپايي هيوادونو کې يو کوچني اداري واحد ته...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...