To start downloading books

Please sign in or create an account.

هاینریش هاینه وپېژنئ!

هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

 

په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

هاینه څوک و؟

د المان هېواد ددې ستر شاعر بشپړ نوم هاینریش هاینه "Heirich Heine" دی. نوموړی په "۱۷۹۷" زیږدیز کال کې د آلمان په "دوسلدورف" ښار کې وزېږېد. مور او پلار یې د شالونو د خرڅلاو کار کاوه، نو ځکه کورنۍ یې بډايه نه وه. په دیني لحاظ یې د کورنۍ غړي یهوديان وو. 

نوموړی یو ذهین ماشوم و؛ دا چې په کورنۍ کې د څلورو خویندو ترمنځ لومړنی ورور و، نو ځکه نازولی هم و. له ډېرې مینې یې کور کې ورته "هاري" نوماوه.

کله چې یې ښوونځی بشپړ کړ، په "۱۸۱۳" زیږدیز کې یې مور او پلار نوموړی فرانکفورت ته ولېږه، ترڅو هلته صرافي وکړي. په دې وخت کې د هاینه عمر شپاړلس کاله وو. دا عمر د روانپوهنې په لحاظ هغه وخت بلل کېږي، چې انسانان له شتمنۍ او پیسو سره مینه لري؛ مګر هاینه د پیسو پر ځای له زده کړو سره مینه درلوده. له یو څه مهال وروسته یې په فرانکفورت کې زړه تنګ شو او بېرته خپلې سیمې (دوسلدورف) ته ستون شو.

وروسته د خپل مهربانه تره "کاکا" په غوښتنه فرانکفورت ته لاړ. هغه یې د زده کړو مصارف ومنل او په دې توګه هاینه په فرانکفورت کې د حقوقو پوهنځی پیل کړ. مګر له یو کال زده کړو وروسته هلته په درسونو بندیز ولګېد. له یو څه ځنډ وروسته د زده کړو لپاره برلین ته لاړ؛ هلته یې د مېرمن "فان اینسي" هغه دېرې ته لاره ومونده، چې د وخت نامتو پوهانو په کې ناستې او مجلسونه کول. نوموړي هلته ډېر مسایل زده کړل. همدارنګه په برلین کې له لوی فیلسوف "هیګل" څخه هم زده کړې وکړې. وروسته د برلین له پوهنتون څخه "ګیتینګین" پوهنتون ته لاړ؛ هلته یې د حقوقو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

په "۱۸۲۵" زیږدیز کال کې یې خپل دین له یهودیت څخه مسیحیت ته بدل کړ. همدارنګه بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه هم ترسره کړل او د وخت له نامتو لیکوالو سره یې لیده کاته کول. 

د نوموړي مشهور آثار عبارت دي له: "اوسني شعرونه"، آتاترول"، "فرانسوۍ چارې"، "رومانیک ښوونځی" او "د فلورینتین شپې".

هاینه له ګڼو ادبي منډو ترړلو وروسته په "۱۸۴۵م" کې ګوزڼ وواهه. اووه کاله په بستر پرېوت. بالاخره په "۱۸۵۶م" کې د نهه پنځوسو کالو په عمر ومړ. 

اوس مهال د "دوسلدروف" ښار پوهنتون د "هاینریش هاینه پوهنتون" په نوم نومول شوی دی. 

 

 

د شعر بېګله

 

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

ولې به نه وي لړلې؟

آیا تا زما د زندګۍ په جام کې زهر توی نه کړل؟

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

آیا زه پخپل زړه کې په زرهاوو ماران نه لرم؟

آیا له دغو ټولو مارانو بغیر

ته زما په زړه کې ځای نه لرې؟

ای زما دلداره!

Related Articles

د "ابو علي سينا بلخي" ژوند او فن

ابو علي سينا بلخي د ختيز نابغه، ستر فېلسوف او تکړه عالم شېخ الريس ابو علي سينا بلخي د ګران هيواد افغانستان په ( خردميشن ) کې چې د بلخ له توابعو څخه و په    ۳۷۰ کال کې د عبدالله سينا په کور کې زيږېدلی دی. د ده پلار عبدالله سينا د سامانيانو په دربار کې د مالياتو مسول و. نوموړي د خپلو زامنو علي، حسين او محمود پالنې او روزنې ته ډېره پاملرنه درلوده. ل...

ایا ماشوم ته شیدې ورکول د مور ښکلا کموي؟

د مور شیدو کې هغه انتي باډې موجود دي چې ماشوم ته د ویروس باکتریا په مقابل کې مقاومت ورکوي. د ماشوم مقاومت د ځینو مرضونو په وړاندې لکه ساه ‌‌‌‌‌‌‌ډوبي، حساسیت او یا د جلدي مرضونو په وړاندې تقویه کوي، او هغه ماشومان چې د مور شیدې روي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیر لږ ناروغېږي. مثلاً دوی اسهال کیږي نه، د غوږونو مکروب نه لري او همدا راز د ت...

مس عینک معدن (کان)

 لیکنه:  شکېبا نادري،  د مس عینک معدن(کان)   زموږ ګران هېواد افغانستان د قیمتي ډبرو، معدنونو، سرو زرو او داسې نورو شتمنیو هغه زېرمه ده، چې که د افغانستان خلک د دې ملي شتمنیو  په کشفولو بریالي شي نو زموږ هېواد به د نړۍ په کچه تر ټولو شتمن هېواد شي، چې یوه له دې با ارزښته زېرمو څخه د لوګر ولایت د مس عینک زېرمه ده چې د نړۍ له غوره مس لرونکو څخه یوه...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...