To start downloading books

Please sign in or create an account.

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟ 

ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي. 

 

ځانګړتياوې 

وړاندې له دې چې ددې الوتکې په اړه نور جالب معلومات ولولئ، مهمه ده، چې په اړه یې لږه عمومي پوهه ترلاسه کړئ.

  1. نوم ـ بي دوه پنځوس (B - 52)
  2. ډول ـ بم غورځوونکې 
  3. جوړونکی هېواد ـ امریکا
  4. شرکت ـ بوئينګ 
  5. لومړنۍ الوتنه (پرواز) ـ "۱۹۵۲م" د اپرېل پنځلسمه
  6. د جوړو شوو الوتکو شمېر ـ ۷۴۴
  7. اوسنی شمېر ـ ۶۴ الوتکې
  8. د هرې الوتکې قیمت ـ ۱۴/۴۳ میلیونه ډالر

 

د بي ـ ۵۲ الوتکې وړتیاوې

"بي دوه پنځوس" د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو د باور وړ بم غورځوونکي الوتکې دي. تر اوسه په لویو جګړو کې کارول شوي دي. دا چې امریکا څو کاله وړاندې ځينې نويوالي په کې راوستل نو وړاندوينه کېږي، چې تر راتلونکو څو نورو لسیزو به هم وکولای شي خپل محبوبیت وساتي.

دا د نړۍ له پیاوړو بم غورځوونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې کولای شي په ډېرې چټکټيا سره پر خپلو اهدافو بریدونه وکړي. یو له پیاوړو ځانګړنو څخه یې په لوړه ارتفاع کې پرواز کول دي، چې کولای شي تر دولس زره مترو په لوړوالي کې پرواز وکړي. د سرعت اندازه یې حيرانوونکې ده. کولای شي په یوه ساعت کې ۱۰۰۵ کیلو مټره مساحت طی کړي.

همدارنګه د تېلو له نوي والي پرته کولای شي، تر ۴۱ ساعتونو پورې "۱۲۰۰۰" کیلومتره پرواز وکړي. 

په اوس وخت کې یوازې بي.۵۲ ایچ ماډل یې په نظامي خدماتو بوخت دي. د امریکا هوايي ځواک یې ۶۴ الوتکې په لاس کې لري (کاروي) او اته نور یې ساتل شوي دي.

 

ځینې نور جالب معلومات

  • بشپړ نوم یې B52 استراتوفورترس دی.
  • ددې الوتکو د وزرو اوږدوالی ۵۶ مترو ته رسېږي.
  • د ويتنام په جګړه کې یې د پام وړ رول درلود.
  • په اوس وخت کې دې الوتکو ته د BUFF خطاب هم کېږي.
  • د الوتکې اوږدوالی تقریبا ۴۹ مترو ته رسېږي او لوړوالی یې شاوخوا ۱۲ متره دی.
  • په دې الوتکه کې د جيټ له اتو انجونو ګټه اخیستل شوې ده. 
  • کولای شي ۳۱ تر ۳۲ زره کیلوګرامه وزن پورته کړي.
  • دا الوتکه اصلا د جنرال کرتیس* درناوي لپاره طراحي شوې وه. (* ـ "کرتیس له می" د امریکا هوايي ځواک قومندان و، چې ددې هېواد هوايي ځواک یې ډېر مجهز او پیاوړی کړ."
  • په الوتکه کې د وسلو، بمونو او نورو نظامي تجهیزاتو ځانګړي ځايونه موجود دي.
  • په هر ساعت پرواز کې تقریبا ۱۳ زره لیتره تېل مصرفوي. همدارنګه د یو ساعت پرواز قیمت یې شاوخوا ۷۴ زره ډالر محاسبه شوی دی.
Related Articles

کابریکا - څلورمه برخه

د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهاار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:- په دې شپه کې چا پایزیبونه اچولي؟ دروازه خلاصه شوه، په ونه دنګه پیغله ولاړه وه د لاټین سرې رڼا یې په ست...

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغلل. ګاندي ماشوم ته مخ کړ. ویې ویل: "مور دې سم وايي. بوره مه خوره! درته بدېږي." هلک یې خبره ومنله. مو...

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅو بېرته قوت پيدا کړي او د ستونزو پر وړاندې قوي اوسي. دا لیکنه پر همدې موخه کښل شوې ده او تاسو ته ډېر...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...