To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,281
څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د خپل خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

 

که ژوند هر څومره خوږ او له خوښیو نه ډک وي، ترڅنګ یې هرو مرو ستونزې هم شته لکه، د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ او جنجال، دا جنګونه ځینې وخت کم او پخلاکېدل پکې اسانه وي، خو ځینې وخت بیا ستونزې دومره ژورې شي چې د پخلاکېدو لپاره ټولې حللارې وتړل شي. 

موږ باید تل یوه خبره په یاد ولرو د غوسې په حالت کې داسې خبرې او کړنې ترسره نه کړو چې د بیا پخلا کېدو جرأت رانه واخلي. 

موږ په دې لیکنه کې د خاوند او یا مېرمنې د پخلاکېدو لپاره څو اړینې حللارې یادې کړې دي، هیله ده چې د دې لیکنې لوستل درسره د خپل خاوند او یا مېرمنې په پخلاکولو کې مرسته وکړي! 

 

۱. غرور شاته پرېږدئ!

کله مو چې په ګډ ژوند کې له خاوند او یا مېرمنې سره په کومې خبرې جنګ کاوه نو د غرور لپاره له پخلاکېدو څخه مه پر شا کېږئ. په ګډ ژوند کې غرور نه مینه اړینه ده، نو هڅه مه کوئ چې د غرور او کبر لپاره خپله مینه او مېرمن یا خاوند له لاسه ورکړئ.

 

۲. د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ!

که غواړئ چې ستونزه مو ژر حل شي، نو خپل خاوند یا ښځې ته د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ، ښې خبرې یې ومنئ او د ناسمو خبرو لپاره یې د قناعت وړ دلیلونه وړاندې کړئ.

 

۳. ملامتیا مو ومنئ!

غور وکړئ که تاسې ملامت وئ،  خپله ملامتیا ومنئ له خاوند او یا مېرمنې څخه مو بښنه وغواړئ. د ځینو کسانو په اند چې بښنه خپل غرور تر پښو لاندې کول دي، خو دا اند بېخي غلط دی. په بښنې سره ستاسې درناوي د مقابل لوري پر وړاندې دوه برابره کېږي او د هغوی پام خپلې نیمګړتیا ته کېږي.

 

 ۴. مناسب وخت ته په تمه اوسئ!

ډېری وخت ستونزه هغه وخت لا زیاتیږي چې په ناسم وخت کې پرې بحث وشي، کله چې پوه شوئ چې خاوند یا مېرمنه مو ډېره غوسه ده هڅه وکړئ، چې څه ورته ونه وایئ مناسب وخت ته په تمه شئ، ځکه د غوسې په حالت کې انسان په خپلو کړونو او خبرو نه پوهېږي او هغوی وخت او ارامتیا ته اړتیا لري.

 

 ۵. له بل چاسره مشوره وکړئ!

 په پښتو کې یو مشهور متل دی وایي: "کار چې په صلاح شي، بې بلا شي." دلته هم همدا خبره ده ځیني وخت له انسان څخه لاره ورکه شي حیران شي چې څه وکړي د ستونزو لپاره حللارې نه لري په داسې حال کې باید له خپلو داسې ملګرو سره مشوره وکړي، چې ورباندې باور لري او ستاسې د ګډ ژوند په اړه څه ناڅه معلومات ولري.

د ګډ ژوند  بنسټ په نکاح اېښودل کېږي هر وخت به هر ډول ستونزې را منځته شي، خو دا اړیکه دومره کمزورې نه ده چې په کوچنیو ستونزو له منځه لاړه شي، جنګونه به کېږي، خپګان به رامنځته کېږي، خو بېرته به د پخوا په څېر له خوښیو نه ډک ژوند پیلېږي، ځکه نکاح هغه عقد دی چې د الله له لوري پر بندګانو امر شوی. خو بیا هم جنګ او خپګان په ګډ ژوند کې حتمي او لازمي راځي، موږ د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره په پورتنۍ لیکنه کې څو اړین ټکي ذکر کړل، کېدای شي چې د دې حللارو ترڅنګ لسګونه نورې حل لارې هم شته وي چې تاسې ورڅخه د خپل خاوند او یا مېرمنې د خپګان د له منځه وړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستلی شئ.

Related Articles

انسان د بدن مکمل معلومات

د انسان د بدن مکمل معلومات📝 ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه) ۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴ ۷: لویه شریان(Aorta)8: د وینې نورمال فشار:120/80 Mmhg9: د وینې في ایچ: 7.4 10: د نخاع په ستون کې د vertebrae شمیر: 33 11: په غاړه کې د رګونو شمیر: 7 12: په منځني غوږ کې د هډو...

ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits انجینر فرید عاطفځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونکې سطحه لري.معمولا داسې کانکریټ په استوګنیزه او سوداګریزه ودانیو کې کاریږي .په دې مقاله کې مونږ  ځلید...

د کور عایق کول  House insulation

د کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....