To start downloading books

Please sign in or create an account.

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

وروستۍ څو لسیزې د ټيکنالوژۍ، صنعت او نورو برخو د پرمختګ او اوج لسیزې بلل کېږي. د نورو ټولو پرمختګونو ترڅنګ په فضايي برخه کې هم بې ساري اسانتیاوې او پرمختګونه ترسترګو شوي دي.

پخوا به فضايي سفرونو یوازې او یوازې څېړنیزه بڼه درلوده؛ مګر اوس داسې برېښي چې فضا ته سیاحتي او چکري سفرونه هم پیل شوي او لرې نه ده، چې دا سفرونه لا ډېر شي. 

تاسو به په دې لیکنه ددې لړۍ د پیل سفر په اړه پوه شئ. 

 

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر 

په وروستيو کې یوه خصوصي امریکايي شرکت (سپیس ایکس) اعلان کړی و، چې فضا ته به یو سیاحتي سفر پیلوي. بالآخره دا چاره ترسره شوه او یاد شرکت فضا ته د څلورو تنو په لېږلو بریالی شو. په دې سفر کې فضايي کيپسول د "فالکون ۹" راکیټ په مرسته فضا ته واستول شو. په دې سفر کې څلورو تنو برخه لرله او له درې ورځني سفر وروسته بېرته د ځمکې کرې ته راستانه شول. هېره دې نه وي، چې دا څلورتنه ټول ملکي وګړي وو.

 

څه وشول؟

د تېرې چهارشنبې په ورځ د سپیس ایکس شرکت خپله فضايي بېړۍ فضا ته واستوله. څلورو سیاحتي سفرکوونکو په فضا کې درې ورځې شپې تېرې کړې او د یکشبنې په شپه بېرته د اطلس اقیانوس، د فلوریډا په سواحلو کې ځمکې ته را وګرځېدل. رسنیو ددې سفر څلورو تنو نومونه په دې ډول ښودلي:

  • جرد ایزاکمن
  • هیلی ارسینوکس
  • شان پراکتور
  • کریس سیمبروسک

 

اټکل څه دی؟

شنونکي پر دې باور دي، چې کېدای شي له دې وروسته ګڼې لويې کمپنۍ په دې برخه کې پانګونه وکړي او په دې توګه به ډېر انسانان لېوالتیا پیدا کړي چې فضا ته په سیاحت لاړ شي. 

دوی زیاتوي، چې اوس دا سفرونو خورا قیمتي تمامېږي؛ نو ممکن یوازې شتمن خلک له دې سفرونو خوند واخلي. خو د ټيکنالوژۍ او صنعت په برخه کې چټک پرمختګ ښیي، چې شاید دا سفرونه ارزانه شي او ډېر خلک به وکولای شي، چې فضا ته ولاړ شي.

Related Articles

د ځانوژنې ارواپوهنه

لیکوال - ډاکټر رامین علوی نژاد ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی  ځانوژنه پر دې پوهېدل خورا سخت کار دی، چې ولې یو ملګری، د کورنۍ غړی او یا کوم بل مشهور کس ځانوژنه کوي. آن ښايي د خطر هېڅ کومه روښانه نښه/علامه هم نه وي، چې درک یې کړو.  په اکثریتو پېښو کې ګڼ شمېر لاملونه یو ځای شوې وي تر څو انسان ځانوژنې ته وهڅېږي‌. د ځانوژنې په ارواپوهنه کې دا موضوع پ...

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به هم لیدلي وي، چې د ځينو خلکو د سترګو شاوخوا تورې حلقې پیدا شوې وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا حلقې ولې پیدا کېږي!؟ لاملونه یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه یې څنګه کولای شو!؟ موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې، تر څو همدا پوښتنې مو ځواب کړو.   د سترګو شاوخوا حلقې سیوري ته ورته دا حلقې د بېلابېلو عواملو له کبله پیدا کېږي او د پوستکي رنګ...

د پوستکي دانې ناروغي وپېژنئ!

 د لمپي سکين ناروغي Lumpy Skin Diseaseد پوستکي دانی ناروغي  د يو څه وخت راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې ناسم مالومات خپرېږي؛ غواړو چې هيوادوالو سره سم مالومات شريک کړو.  ياده ناروغي څه کم سل کاله تاريخچه لري او تر اوسه پورې هيڅ قسمه کيس په انسانانو کې ندی ثبت شوی؛ نو لحاظه د حيوان/غواګانو د تولید او تيار شوي محصولاتو نه استفاده کولی شو. دا ناروغي په ل...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...