To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,164
د دروغجنو کسانو نښې

د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې 

په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپېژنو. د انسانانو یوه ځانګړنه دا هم ده چې د وخت او حالوتو سره سم بدلون کوي مثلاً، هغه انسانان چې په ژوند کې ډېر رټل شوي وي، ظلم پرې شوی وي د وخت په تېرېدو سره به ترې یو ظالم او بې رحمه کس جوړ شي. دا بدلون هم د دې لامل کېږي چې د انسانانو پېژندل نور هم ستونزمن شي، ځینې انسانان د دې لپاره چې خپلو موخو ته ورسېږي دروغو ته مخه کوي، په هر وخت او هر ځای کې د دې لپاره چې څوک پرې نیوکه ونه کړي، د نوې دندې د اخیستلو او داسې نورو کړنو لپاره دروغ وایي. موږ په دې لیکنه کې د دروغجنو کسانو د نښو په اړه معلومات در کوو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ! ۱. ګونګې او ګډوډې خبرې کول کله چې یو کس خبرې کولې، خو نه يې غوښتل چې په واضح توګه خبرې وکړي، ګډوډې خبرې یې کولې او د خبرو له جزیاتو یې ځان خلاصاوه، پوه شئ چې دا کس دورغ وایي د دې لپاره چې مخاطب یې په دورغ پوه نه شي د خبرو له جزیاتو ډډه کوي. ۲. د خبرو په منځ کې فکر کول دا سمه ده چې له خبرو کولو مخکې باید په خپلې هرې خبرې غور وکړو، هسې نه چې داسې خبرې وکړو چې یا ځان خپه کړو او یا نور، خو هغه کسان چې دروغ وایي د خبرو په منځ کې په خپلې هرې خبرې فکر کوي، نو کله چې یو کس رښتیا وایي دې ته څه اړتیا ده چې هره خبره لومړی له ځان سره جوړه کړي بیا یې مقابل لوري ته ووایي په دې حالت کې هم کېدای شي چې خبرې کوونکی دروغ ووایي. ۳. پوښتنې کول هغه کسان چې دورغ وایي له پوښتنو ډېر وېرېږي، ځکه دوی په ځان باور نه لري چې د مقابل لوري پوښتنې ته د قناعت وړ ځواب ورکولای شي او که نه، نو کله چې د یو کس په خبرو او رښتنولی شکمن شوئ پوښتنې ترې وکړئ، د خبرو په اړه ترې جزیات وغواړئ. ۴. په وېښتانو او شونډو لوبې کول دروغجن کس د دې لپاره چې څوک پرې پوه نه شي د خبرو پر وخت په خپلو وېښتانو، لاسونو او شونډو لوبې کوي. د دروغجن کس تر ټولو ښکاره او اسانه نښې همدا دي. د دې تر څنګ د دروغجن کس ځینې نورې نښې هم شته لکه، د سترګو حرکات، د مقابل لوري د پوښتنې تکرار، د خبرو هېرېدل او داسې نور. که یو کس هر څومره هڅه وکړي چې په دورغ ویلو سره ځان ته یو ښکلی ژوند جوړ کړي، کوم مقام لاسته راوړي دا ټولې هڅې یې بې ځایه دي، موږ په پښتو کې یو مشهور متل لرو وایي د دروغو مزل لنډ دی که هر څومره د دروغو د پټولو هڅه وکړو یوه ورځ هرومرو معلومېږي چې موږ دورغ ویل نو هر انسان ته لازمه ده چې له دروغ ویلو ځان وساتي، ځکه چې په اسلام کې هم په دې ډېر ټینګار شوی چې موږ باید له دروغو ځان وساتو چې هم مو دنیا او هم مو اخرت جوړ شي.

Related Articles

څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟   ټول انسانان په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو پیاوړی کسان هغه دي، چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي، له لوېدلو څخه وروسته بیا راپورته شي او د خپلې موخې لپاره وجنګېږي، هېڅکله خپلو هیلو ته له رسېدلو څخه پر شا نه شي. ژوند دومره هم سخت نه دی لکه ځینې خلک چې ورته فکر کوي موږ په ډېرو اسانه کړ...

د خیبر لرغونې ـ تاریخي لاره او دره

((دخیبر دره خو لار دتلو راتلوده په کابل اوپیښور کې افغان یودی)) دپښتنو په تاریخ کې دخیبر تاریخي دره چې په انګریزي کې ورته ( Khyber pass ) وایی دهندوکش دغرونویوه لړۍ ده چې د افغا نستان او پښتونخوا تر مینځ پرته ده .دغه تاریخي دره د(۱۸۷۹) زیږدیز/میلادي کاله پورې دافغانستان دخاورې یوه برخه وه ، خو له بده مرغه دافغانستان د واکمن ا میر شیر علي خان دزوی...

کجکي ډيم

د کجکي ډيم په هکله معلومات1: د کجکي بند د ظاهر شاه په دوران کښي په 1953 کال کښي جوړ شوی دی2: کجکي ته د 46588 کیلو متره مربع ساحي څخه د باران او واوري اوبه راځي3: د کجکي بند د 1715 ميليون متره مکعب اوبو د ذخيره کولو لپاره ډيزاين شوى وو چي اوس يى د ظرفيت اندازه 1134ميليون متره مکعب ته راکښته شوي ده  5: د کجکي بند د 150 میګاه واټه برق د تولید ظرفیت لر...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....