د بالزاک لنډ ژوند لیک
1,300
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-10-21 22:34:12
لیکنه ـ ریاض مقامزی
د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "بالزاک" د ځانګړي مقام خاوند. نوموړی په اروپايي ادب کې د ریالېزم ادبي مکتب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې یې پر ژوند او فن پوه شئ.
بالزاک
په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ اېښودونکو له ډلې یو هم بالزاک دی. د نوموړي بشپړ نوم (اونوره دو بالزاک) دی. دی په نړېواله کچه يو پېژندل شوی شخصیت دی. د خپل قلمي قوت اظهار داسې کوي: ((هغه څه چې ناپيليون د تورې پرمټ لاسته راوړل زه يې د قلم پر مټ ترلاسه کوم.))
بالزاک په (۱۷۹۹ز) کال کې د فرانسې په ((تور)) ښارګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. پلار يې د ښار مرستيال ښاروال و. بالزاک له څلور کلنۍ څخه په روزنتونونو کې روزل کېده. ځکه چې د والدينو اړيکې يې پخپلو کې ښې نه وې. د نوموړي مور له پلار څخه يې ۳۲ کاله کشره وه.
بالزاک يو څه زده کړې په ښوونځيو کې وکړې، بيا يې په يوه کالج کې دينې زده کړې هم پای ته ورسولې. وروسته يې په فرانسه کې د حقوقو پوهنځی ولوست او نږدې درې کاله يې د وکالت دنده هم پرمخ يوړه. وروسته يې د خپلو والدينو د خوښې خلاف ادبياتو ته مخه کړه. له ورځپاڼو سره يې دنده واخیسته. په دې توګه دا ستر ليکوال خپل اصلي مسير ته برابر شو او په نړېواله کچه وپېژندل شو. دده په اړه جالبه دا ده، چې د شپې په یوه بجه به پاڅېده او سپینې جامې به یې پر تن کولې. هغه پر دې باور و، چې د لیکلو پر مهال باید داسې کالي واغوندو چې هېڅ داغ و نه لري.
شاوخوا نوي آثار یې لیکلي. ورکې هیلې، ستا د تره لور، باباګوریو، نوم ورکی شهکار او ځينې نور یې مهم آثار دي.
له ګڼو ادبي لاسته راوړنو وروسته بالزاک په ((۱۸۵۰ز)) کال کې ومړ. په دې وخت کې یې عمر يوپنځوس کاله و.
د بالزاک "Balzac"مهمې ویناوې
- له ښځې پرته کور د هدیرې په څېر دی.
- دا لوږه ده، چې لېوان له ځنګله راوباسي.
- مینه د احساساتو شاعري ده.
- د هرې سترې شتمنۍ تر شا یو پټ جرم وي.
- نابغه هغه څوک دی، چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي.
- انسان له ناهیلۍ مري.
- لوی استعداد له لویې ارادې پرته ناشونی دی.
- هېڅ وخت نه شئ کولای چې د مور تر مینې رښتینې مینه پیدا کړئ.