To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,346
د غاښونو د چیچلو لاملونه

د غاښونو د چیچلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري، د غاښونو د چیچلو لاملونه

 

 

هره ناروغي بېلابېل لاملونه لري، کله چې یو انسان ناروغیږي لومړی د هغې ناروغۍ نښې یې په بدن کې معلومېږي لکه، د شکر ناروغي چې تر ټولو ښکاره نښه یې د ناروغ ډنګرېدل دي. موږ په نننۍ لیکنې کې د یوې داسې ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کوو چې تر اوسه یې خلک په اړه دومره معلومات نه لري، ان تر دې چې خلک دې ناروغۍ ته د ناروغۍ په سترګه نه ګوري او پر وړاندې یې ډېره بې پروایي کوي،

دا هغه ناروغي ده چې ډېره په ماشومانو کې لیدل کېږي، خو په لویانو کې هم شته.

د غاښونو چیچل یوه غیر ارادي کړنه ده، چې د غاښونو د ماتېدو، لنډېدو او سوري کېدو لامل کېږي، اوس کېدای شي تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې ولې ځینې خلک د خوب پر مهال غاښونه چیچي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو چې د غاښونو چیچل بېلابېل لاملونه لري چې هر یو به په ترتیب سره بیان کړو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱-  اندېښنه کول

اندېښنه کول جوړ انسان ناروغوي، ژوند یې لنډوي، زړوي یې او په سلګونو نور زیانونه لري د دې ټولو زیانونو تر څنګ یې بل زیان دا دی چې د غاښونو د چیچلو لامل کېږي، دا کړنه ډېری وخت د خوب پر مهال تر سره کېږي، د خوب پر مهال د دې کړنې کنټرول ستونزمن کار دی، ځکه انسان نه پوهېږي چې غاښونه چیچي.   

 

۲- سټرس

کله چې یو انسان تر ډېر فشار لاندي وي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدلای شي چې له دې ناروغیو څخه یوه هم د غاښونو چیچل دي، شه ده چې له سټرس څخه ځانونه لرې وساتئ.

 

۳- غوسه 

له حد نه زیاته غوسه هم د دې لامل کېږي چې یو انسان د خوب پر مهال خپل غاښونه وچیچي، نو هڅه وکړئ چې ځان له ډېر غوسه کېدلو څخه وژغورئ او د غوسې پر وخت خپله غوسه کنټرول کړئ.

 

۴- د درملو خوړل 

د درملو خوړل تل د انسان لپاره د ګټې ترڅنګ ګڼ شمېر زیانونه هم لري لکه د معدې درد هغه کسان چې د هرې عادي ناروغۍ پر مهال درمل خوري ډېر د معدې په درد اخته کېږي،  له همدې ښکاري چې درمل خوړل د دې زیانونو سره سره د غاښونو د چیچلو لامل هم کېږي هغه درمل چې د غاښونو د چیچلو لامل کېږي لکه، د اروایي ناروغیو درمل، د زړه د ناروغیو درمل او داسې نور... نو موږ باید د ډاکټر له مشورې پرته د  درملو له خوړو څخه ډډه وکړو.

 

 ۵- بې خوبي او ستړیا

دا هغه دوه نور لاملونه دي چې په انسانانو کې د غاښونو د چیچلو او خرابېدو لامل کېږي، نو موږ باید له ډېرې ستړیا او بې خوبه کېدلو څخه ځانونه وساتو.

 

څنګه کولای شو د دې ناروغۍ مخنیوی وکړو؟

د دې ناروغۍ تر ټولو اسانه او غوره درملنه دا ده، هغه کسان چې غاښ چیچي باید خپل خوب منظم کړي او د دې ترڅنګ باید سپورټ وکړي، سپورټ د هرې ناروغۍ لپاره تر ټولو ښه درملنه ده.

 

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د یادې ورځې په اړه لا ډېر پوه شئ.   سواد څه ته وايي؟ دا کلمه تقریبا د...

ډیلیت شیان چیزته ځی؟

کله مو په دې اړه فکر کړئ دی چې تاسې له کمپیوټر, موبایل یا کوم بل الکترونيکي ماشین څخه يؤ فایل ډېلېټ کړئ، هغه فایل چېرې ځي؟ اصلي کیسه داسې ده چې د فایلونو خرابول (Deletion) دوه ډوله دی.لومړی: کله چې فایل له هارډېسک څخه ډېلېټ سي او Recycle Bin ته ولاړ سي. دوهم: کله چې فایل د تل لپاره ډېلېټ سي، په کیبورډ کې یې لنډیز Shift+Delete دی (Hard Delete)، په...

بریا په "جدیت"  کي ده

بریا په "جدیت"  کي ده بریا کار غواړي، حرکت غواړي، چا چي د عمل پر ځای یوازي پر خیالونو تکیه کړې ده، هغوی همداسي ناکام پاته دي.-زموږ محبوب نبي صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت ته دونده جدي وو، چي خواری او زخمونه ئې و ګالل، سفرونه ئې وکړل، ملګري ئې شهیدان سول، خو بیا ئې هم د اسلام دعوت پرې نه ښودی. و موږ ته ئې دا درس پرېښود، چي بریا په دې کي ده، چي یو...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...