To start downloading books

Please sign in or create an account.

Hikmatullah Yousafzai 3 years ago 1,405
مافیا څه ته وایي؟ مافیا یعنې څه؟

مافیا څه ته وایي؟ مافیا یعنې څه؟

مافیا یعنې څه؟
مافیا (MAFIA) د مخففاتو څخه جوړه د پنځه تورو لرونکې انګلیسې کلمه ده، چې هریو توری د لاندې کلمو لومړني توري جوړوي:
M- Morte
A-Alla
F- Francia
I- Italia
A- Anelia
چې پوره معنی یې (مرګ په فرانسه او زنده باد ایټالیا) دی، د مافیا حقیقي نوم (کوزا نوسترا) دی، چې زموږ څیز معنی ورکوي، همدارنګه ځینې پوهان وایي، چې مافیا د عربي کلمې (ماهیاس) څخه اخستل شوې ده، چې (د بد رفتارۍ له لارې مبارزه کولو ) مفهوم ترې اخیستل کېږي. په اصطلاح کې مافیا په هغه ډله اشخاصو اطلاق کېږي، چې غیر قانوني او غیر مشروع طریقو سره په مختلفو رنګونو او څېرو د مختلفو اهدافو د لاسته راوړنې لپاره په ملې او نړیواله کچه فعالیت کوي. لومړنۍ مافیایي ډلو په منځنیو پیړو کې ظهور وکړ، بیا ورسته ایټالیا او په ۱۹۳۱ میلادي کلونو کې په امریکا کې د مافیا د کورنیو په څېر رامنځ ته شوو، نن ورځ په اکثره هیوادونو کې شتون لري، چې زموږ ګران هېواد کې د مافیا کلمه د کرزي د لومړۍ دورې په لومړيو کې خلکو په مختلفو حالاتو کې استعماله کړه, دا چې د پخوا څخه تر نن ورځې پورې څو ډوله مافیا د نړۍ په هېوادونو کې حاکمه ده, په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
لومړی ـ سره مافیا: دا ډول مافیا د نړۍ په اکثره هېوادونو کې د کمپنیو په شکل وجود لري مهمه موخه په اړونده هېوادونو کې د مهمو اشخاصو وژل دي، چې په دې کې مختلف اشخاص د بېلابېلو هېوادونو څخه چې په دولتونو کې هم دندې لري د دې ډول مافیا غړیتوب لري، ځکه ورته سره مافیا وایي چې دوی سر او کار د وینو تویلو په مقابل کې پیسو لاسته راوړل دي.
دویم ـ توره مافیا: دا ډول مافیا تر ډېره په هېواد کې د تورې څپې په شکل فعالیت کوي، تر ټولو مهمه موخه یې د مختلفو غیر قانوني کړنو( د انسانانو, توکیو,ماشومانو, مخدره موادو او پیسو قاچاق) دی, په دې کې د هېواد په کچه ټول هغه افراد شامل دي, چې د دولت او ملت سره يې د مختلفو عواملو په اساس حسد او کېنه اخیستې وي او غواړي چې له دې لارې خپل غچ واخلي, ځکه ورته توره مافیا وایي, چې دوی اکثره وختونه خپل ټول کارونه په توره شپه کې په تخریبې ډول ترسره کوي.
درېیم ـ خړه مافیا: دا ډول مافیا د هېواد د دولتې ادارو په فعالیتونو باندې حاکمه وي, دوی د پیسو په مقابل کې په دولتي کارکوونکو باندې هغه کارونه ترسره کوي, چې عادي اشخاصو ته یې نه ترسره کوي, چې دا پیسې د سنو بال په شکل د کارمند د اخیستل شوي مقدار څخه بیا تر اصلي شخصه پورې څو چنده زیاتې شوې وي, ځکه دېته خړه مافیا وایي چې دا په اصل کې د هغه کاغذ د خړ پړ کولو څخه اخیستل شوې دي, چې د دولت کارمند یې مراجعه کوونکی په دې خاطر د خاور په دوړو سره خړه وي، چې څوک پرې پوه نشي.
څلورم ـ سپینه مافیا: دا ‌ډول مافیا کوشش کوي، چې د دولت په ټولو مهمو اداراتو کې د خپل ګروپ اشخاص په داسې ډول ځای پرځای کړي, چې په راتلونکي کې ترې د لویو اهدافو د تحقق په موخه استفاده وکړي, د دې ډول مافیا غړي ډېر داسې ښه کارونه په نمایشي او حقیقي ډول ترسره کوي, چې هم د ملت او هم د دولت د رهبرانو په زړونو کې ځای پیدا کړي, چې اعتماد پرې وکړي، ځکه ورته سپینه مافیا وایي, چې دوي خپلې کړنې داسې برابرې کړي, چې تر خپل ځانونه د سپین کاغذ په څېر خلکو ته معرفې کړي, چې ګواکې موږ هیڅ نوعه تور (غیر قانوني) فعالیت نه دی ترسره کړی, پداسې حال کې چې د پردې ترشاه داسې فعالیتونه ترسره کوي, چې د تور وجدان لپاره هم تور ښکاري.

Related Articles

افسانه(قسم او دوزخ)# ليک محمد الياس الياس ملاکنڈ

(قسم او دوزخ) هسي خو د‌ امير عالم پلار سيد عالم حاجي صيب د‌ شکل نه ډير ښه انسان ښکاريدو - ټوله ورځ به په جمات کښې ناست وو مونځونه او نفلونه به يې کوله او د اللّٰه نه به يې سوال او زاري کوله چي خدايه ما اوبخښے. او په ژړا به شو    يوه ورځ تري د‌ بر کلي فقير ګل تپوس اوکړو چي بابا ته اکثر په دعا کښې په ژړا شے چي دا ولي؟   سيد عالم حاجي صيب ورته او...

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارونو د ترسره کولو فکري او ذهني استعداد راونغاړي. مهارتونه په ژوند او کار کې د خلکو د تجربو له لارې انک...

په خوځښتونو کې ځواک کتاب لنډیز

په خوځښتونو کې ځواک- ټولنیز خوځښتونه ،او لانجمن سیاستلیکوال:سیډني جي ټارومعرفي کوونکی: احمدالله ارچیوالواشنګټن ډي سي- امریکاد ۲۰۲۳ کال د اګست دوویشتمه دا کتاب د لویدیځې نړۍ د معاصرو ټولنیزو خوځښتونو تاریخ او د جګړو، استعمار او نفوذ له لارې په وروسته پاتې نړۍ کې د دغه تحریکونو اغېزې مطالعه کوي، او پدغه اړه یوه داسې  تیوري، چې د ټولنیزو خوځښتونو دور...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....