To start downloading books

Please sign in or create an account.

پريټي څوک ده؟

پريټي څوک ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د بالیووډ له مشهور ممثلینو څخه یوه هم پريټي ده. نوموړې په "۱۹۹۸ز" کال کې د فلمونو او تمثیل نړۍ ته مخ کړه او ډېر ژر یې ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړل. پريټي له فلمونو ورهاخوا د کریکټ په ډګر کې هم فعالیتونه کوي، چې د هند په غوره لیګ کې د "کینګز ایلیون پنجاب" لوبډلې مالکه ده.

په هر حال؛ په دې لیکنه کې به مو د پريټي په اړه ګڼې نورې پوښتنې هم ځواب شي. د لیکنې تر پایه له موږ سره اوسئ.

 

پريټي څوک ده؟

نوموړې د هند د فلم جوړولو تر ټولو لویې ادارې "بالیووډ"  یوه نوموتې اداکاره ده، چې بشپړ نوم یې پريټي زینټا "Preity G Zinta" دی. نوموړې د "۱۹۷۵ز" کال د جنورۍ پر "۳۱" نېټه د هند هیماچال پردېش "Himachal Pradesh" ایالت په شیملې "Shimla" سیمه کې وزېږېدله. 

پلار یې "Durganand Zinta" د پوځ افسر و؛ خو له بده مرغه کله چې پريټي "۱۳" کلنه وه، پلار یې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ووژل شو. ددې پېښې له کبله یې مور هم سخته ذهني ضربه ولیده او دوه کاله یې په روغتون کې تېر کړل. په دې جریان کې پريټي په یواځې ځان د خپلو وروڼو ساتنه کوله. همدا سختې ورځې ددې سبب شوې، چې پريټي د ذهني بلوغ مرحلې ته ورسېږي او وروسته یې په ژوند کې خورا بریاوې په برخه شوې.

لومړنۍ زده کړې یې د "عیسی او مریم" په ښوونځي کې وکړئ او وروسته یې لوړې زده کړې د انګلېسي ادبیاتو او جنایي ارواپوهنې په برخو کې پای ته ورسولې.

وروسته بیا په "۱۹۹۸" کال کې یې د فلمونو نړۍ ته مخه کړه او د خپل استعداد او ښکلا له وجهې یې ډېر ژر محبوبیت پیدا کړ. تر اوسه یې د "شاهرخ خان، سلمان خان، امیر خان، ریتیک روشن" په څېر له مشهورو هندي اداکارانو سره یې په فلمونو کې برخه اخیستې ده.

په "۲۰۱۶ز" کال کې یې له امریکايي تجار "Gene Goodenough" سره واده وکړ او تر اوسه ګډ ژوند وي. اوس ـ اوس یې دوه جوړه اولادونه پیدا شوي، چې یوه یې نجلۍ او بل یې هلک دی.

 

    ځينې نور جالب ټکي

  • پريټي اوسمهال "۴۶" کاله عمر لري؛ خو لا هم که څوک یې فکر به وکړي، چې ځوانه نجلۍ ده.
  • پريټي لومړی د تبلیغاتي موډلې په توګه دنده کوله.
  • ویل کېږي شاندار امرهي به "پريټي" خپله لور بلله او د هغه له مړینې وروسته ورته "۶۰۰" میلیونه روپۍ په میراث کې پاتې شوې؛ خو پريټي وا نخیستې او بېوزلو ته یې وبخښلې.
  • د نوموړې شخصي شتمني شاوخوا "۳۰" میلیونه ډالر اټکل شوې.
  • هغه له فلمي نړۍ ورهاخوا د باسکيټبال مسلکي لوبغاړې هم ده.
  • پريټي بي.بي.سي ته هم څو لیکنې او مقالې ليکلي، چې خلکو ستایلي دي. البته په مقالو کې د هغو فلمونو په اړه نظریات دي، چې "B-Town" تولید کړي.
  • د نوموړې قد "۱۶۲" سانتي متره او وزن یې "۵۲" کیلو ګرامه دی.
  • د پريټي د سترګو رنګ یې روښانه قهوه يي دی.
  • که څه هم نوموړې هندوه ده؛ خو ویلي یې دي، چې له مسلمانانو سره هم علاقه لري.
Related Articles

اخلاق او ادبیات

استاد شاعر پیرمحمد کاروان یو نیم ځل په بهیر کې وایي: وبخښئ، لږ شوخ غوندې غزل دی! د کاروان صاحب دغه غزلونه که زه بهیروالو  ته واوروم، زه به بخښنه ونه غواړم. دا ځکه چې زما او کاروان صاحب په اخلاقي نظرونو کې توپیر دی. لکه څنګه چې د دوو کسانو اخلاقي لیدلوري څه نا څه فرق لري، په مختلفو ټولنو او مختلفو زمانو کې هم له اخلاقي ارزښتونو بېله بېله معنا اخیستل...

کتاب څنګه ولیکو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه کتاب ولیکم؟   لیکل داسې یو بهیر دی چې وخت، مطالعه او علاقه ورسره ونه لرې، نو د دې کړنې ترسره کول به درته په یوې ستونزمنې کړنې بدل شي، ان په ځینو حالاتو کې کېدای شي په ماغزو کې مو ډېرې موضوع ګانې وي، خو د دې لپاره چې له لیکلو سره علاقه نه لرئ، نو نه غواړئ ولیکئ او که یې د لیکلو هڅه هم وکړئ نه شئ لیکلی. موږ په نننۍ لیکنې ک...

د هڅوونکي سهار پیل

لیکوال : وحید زهیرخوښي او بریالتیوب د هر چا حق دی. هر انسان ارام او ښکلی ژوند خوښوي، خو ټول ښکلی ژوند نه لري. ځينې خلک پیدایشي بختور وي. چېرې باعلمه، نېک نامه او سرمایه داره کورنۍ/ټولنه کې پیدا شي، د ژوند امکانات ورته تیار وي. که یو څه بادرکه وي، مخکې چې ښو بنسټونو کې تعلیم او تحصیل وکړي نو ژر د ښه ژوند خاوند شي خو هر چا لپاره دا مزل دومره اسان نه...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....