To start downloading books

Please sign in or create an account.

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره کېدې؛ خو دا چې پاچا په قهر و، چا د خبرو جرأت نه کاوه. بالآخره یوه سپین ږيري چوپتیا ماته کړه. پاچا ته یې وویل: "پاچا سلامت! د سړک پر ځای خپلې پښې پوخ کړئ او چرمي بوټان جوړ کړئ. بیا به په هر سړک/لاره بېغمه مزل کوئ."  

درسونه

حکایتونه هېڅکله عادي کیسې مه ګڼئ. هر حکایت ځانته خپله معنا او خاص درسونه لري. که په حکایتونو کې پر پرتو معناوو پوه شئ، نو پخپل ژوند کې به ډېر پرمختګ وکړئ او پخپل ژوند کې به تل ښې پرېکړې کوئ. ددې حکایت د درسونو لنډيز په دې ډول دی:

  • هېڅکله د غوسې او احساساتو پر مهال پرېکړه مه کوئ. که مو وکړه، شاید د ګټې پر ځای مو تاوان ډېر وي.
  • ستونزې هم ګټه لري. انسان پکې تفکر ته هڅېږي او د ژوند تېرولو نوې لاره زده کوي. نو ستونزو ته د یوه ښه تحلیل کوونکي او زدکوونکي په نظر ګورئ.  
  • ژوند هېڅکله یوازې د خپل فکر له زاویې مه تحلیلوئ. ستاسو څخه د ټيټې طبقې د ژوند کړاوونه او سختې هم تصور کړئ، شاید پخپل حالت شکر وباسئ.
  • که هر کار کوئ، له نږدې او باوري ملګرو سره مشوره وکړئ. شاید له ستاسو څخه مو نور ملګري ډېر وپوهېږي او ښې مشورې درکړي.
  • تل اخلاقي جرأت ولرئ. دا کار مو هم پخپله ګټه ده او هم د نورو په خیر.
  • د ستونزو پر مهال یوازې یو اړخ ته په کتو پرېکړه مه کوئ. د ستونزې هر اړخ وسنجوئ. شاید د ستونزې د حل ډېرې اسانې لارې ومومئ.
  • ډېر/سخت کار مه کوئ، بلکې په فکر سره یې وکړئ. پښتانه وايي "هغه غوټه چې په لاس پرانستل کېږي په خولې/غاښونو مه پرانيزه."
Related Articles

داسې جملې چې یو کتاب خبرې لري

حتما به داسې پېښ شوي، چې د چا له خبرو متأثر شوي یئ او دا کړنه په ټولنیز ژوند کې بېخي عادي ده. هر څوک د یو چا له خبرو اغېزمن کېږي او خوند ورکوي. پوهېږئ علت یې څه دی؟ یوازې همدا چې د هغه خبرې بې پيغامه او بې څه نه وي، نو موږ هم په دې لیکنه د امریکايي فیلسوف او لیکوال امرسن (Relaph Waldo Emerson) هغه جملې تاسو ته وړاندې کوو، چې ممکن ژوند او فکر مو بد...

له خفګان څخه د خلاصون پنځه آسانه لارې چارې

ليکنه - رياض مقامزی له خفګان څخه د خلاصون لپاره ارواپوهان دغه کړنې توصیه کوي؛ نو که تاسو هم له دې ستونزې څخه کړېږئ، دا کارونه مو ستونزه ختمولای شي.   • ځان بوخت وساتئ! که له خفګان څخه کړېږئ؛ نو د مهارولو تر ټولو غوره طريقه يې همدا ده، چې مصروف شئ؛ خو باید مثبته بوختيا پيدا کړئ. مثلاً ورزش کول، کتاب لوستل، مفيدې تلويزيوني/رادیویي خپرونې ليدل/او...

عدلي طب وپېژنئ

ژباړه ـ وړانـــګه اکـــبر عدلي طب:د طب یوه برخه ده داسې چې د طب علم او قواعد د قانون او عدالت په موخه کارول کېږي.د forensicنوم د لاتینې کلمې څخه اخیستل شوی دی دا لاتینه کلمهforensis ده چې د محکمې مانا لري. په روم کې forensic هغه ځای ته ویل کېده چې خلک به د جرګو او قانون پورې اړوند مسایلو د حل لپاره سره راغونډېدل.عدلي طب ته د قانون طب هم ویل کېږي....

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...