To start downloading books

Please sign in or create an account.

بې منزله مزل

بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان دي.  

د حکايت درس

شاید تاسو دا یو عادي حکايت وګڼئ او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نده. دا کیسه ګۍ یو ډېر مهم پیغام لري.

اول تاسو ووایئ، په ژوند کې ستاسو هدف څه دی؟

شاید اکثریت پر دې ځواب پوه نه شو. وایو به همدا ژوند دی، روان دی او آخر به مرو؛ خو دا ډېر غیر معقول او نامناسب ځواب دی.

ژوند پرته له موخو هېڅ دی. که موږ او تاسو مشخصې موخې و نه لرو، هېڅکله به بریا ته و نه رسېږو. ځکه چې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي؛ نو هغوی چې موخې و نه لري څنګه به بریا ترلاسه کړي؟

کوښښ وکړئ په ژوند کې مشخص اهداف ولرئ او د هغه لپاره کار وکړئ. دا تګلاره ډېرې ګټي لري. مثلا تاسو غواړئ کابل ته ولاړ شئ. هدف مشخص شو. له دې وروسته که تاسو هر یو ګام اخلئ یو ډول انرژي او انګېزه ترلاسه کوئ او فکر کوئ، چې خپل هدف ته نږدې کېږئ. همدا بېلګه په ټول ژوند کې د تطبیق وړ ده. مشخصې موخې تاسو ته د کار، پرمختګ او بریا انرژي درکوي. د خپل هدف پر لورې هر ګام نږدې کېدل یو ډول خوند لري چې له بل هېڅ خوند سره نه شي پرتله کېدای.

همدا نن او همدا اوس فکر وکړئ او څو مشخص اهداف وټاکئ. ورپسې همدې مشخصو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې وسنجوئ او پیل وکړئ. باور وکړئ ډېر ژر به خپل هدف ترلاسه کړئ؛ خو زړه نا زړه توب، وېره او د کمزورۍ احساس مو لرې کړئ. تاسو پیاوړي یئ، ډېر پیاوړي! یو مشخص هدف، منظم پلان او پیل، ستاسو بریا تضمينوي. بسم الله کړئ!

ریاض مقامزی

Related Articles

د تګ راتګ عامه لارو اصول

د تګ راتګ عامه لارو اصول عمران اختر یو فوټ پاټ ، چې د سړک غاړې یا فرش په نوم هم پیژندل کیږي ، د پیاده تلونکو لپاره ټاکل شوې لاره یا پیاده لاره ده چې په خوندي ډول پکې تګ راتګ وکړي او د موټرو ترافیک څخه جلا شي. دا معمولا د سړک یا کوڅې په څنګ کې موقعیت لري او د خلکو لپاره د تګ راتګ، او همدارنګه د قدم وهلو اسانه لار پخاطر ډیزاین شوې وي. فوټ پاټونه عم...

څو جملې څو کتابه (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی د کتابتون ویبسايټ اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د خپلو لوستونکو د فکري ودې او پرمختګ لپاره لیکنې چمتو کړي. ددې هڅې په جریان کې کتابتون د معلوماتي لیکنو بېلابېلې لړۍ پیل کړي دي. دا د "څو جملې څو کتابه" لړۍ دویمه لیکنه ده. د لیکنو په دې لړۍ کې ډېرې معلوماتي خبرې نه وي، بلکې یوازې څو جملې وي او لوستونکي د همدې جملو په بار ـ بار لو...

سیرومونه او استعمال یی

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥موضوع: سیرومونه نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات ۱. سیریوم رینګر Ringerترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دیاستعمال:اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیهاختیاط او پاملرنه:که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.د سودیم بای کاربونی...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...