To start downloading books

Please sign in or create an account.

د بودا مجسمه

د بودا مجسمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستیو کې راپورونه ورکول کېږي، چې ت.البانو په باميانو کې د "بودا مجسمې" شاوخوا کيندنې پیل کړي دي. خو شاید تاسو ته پوښتنې پیدا شوې وي، چې دا مجسمه کله جوړه شوې؟ څومره لرغونې ده؟ او کوم تاريخي ارزښت لري؟ په دې لیکنه مو دا پوښتنې ځوابېدای شي.  

د بودا مجسمه

د بودايي مذهب د بنسټ ايښودونکي (بودا) مجسمې د اسیا لویې وچې په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي. دا پدې معنا ده، چې یو وخت دا آيين په آسیا کې خپل اوج ته رسېدلی و؛ خو په را وروسته زمانو کې نورو ادیانو یې ځای ونیوه. د افغانستان مرکزي زون پورې اړوند په بامیانو ولایت کې هم د بودا دوه مجسمې موجودې وي؛ خو له بده مرغه په "۲۰۰۱ز" کال کې د ت.البانو لخوا ویجاړې شوې. د یوې مجسمې لوړوالی "۳۶" او د بلې "۵۳" متره ښودل شوی. ددې مجسمو په اړه بېلابېل روایتونه موجود دي؛ مګر اکثریت لرغون پېژندونکي پر دې باور دي چې دا مجسمې د "۳۰۰" او "۴۰۰" میلادي کلونو ترمنځ جوړې شوې وې. کله چې افغانستان قوي مرکزي حکومت درلود او سوله پکې وه ګڼ شمېر سیلانیان به افغانستان ته راتلل او د نورو سیمو ترڅنګ به ددې لرغونو مجسمو لیدلو ته هم ورتلل؛ خو اوس د مجسمو یوازې قالبونه پاتې دي.  

ددې مجسمو ویجاړېدنه

د بامیانو دا مجسمې د تاريخ په اوږدو کې تل د ويجاړيو شاهدې وې. افغانستان ته د اسلام په راتګ سره هم ځينې برخې ويجاړې شوې وي؛ خو بیا یې هم خپل برم ساتلی و. په وروسته وختونو کې بارانونو هم تر یوه بريده تخریب رامنځته کاوه؛ خو په "۲۰۰۱ز" کال کې تالبانو د چاودېدونکو توکو په مرسته دا مجسمې په بشپړ ډول ورانې کړې. کله چې ت.البانو ددې مجسمو د ورانو تکل وکړ. ورته وویل شول چې بايد ویجاړ نه شي؛ خو ددې ډلې مشر م.م.عمر ټينګار وکړ چې دلته اسلامي نظام دی او ددې بوتانو ویجاړول حتمي دي. ورته وویل شول دلته خو د محمود غزنوي او احمدشاه ابدالي په څېر پیاوړو مسلمانانو هم واکمني کړې ده. هغوی ندي وران کړي تاسو یې هم مه روانوئ. خو هغه پخپل دریځ ټينګ ودرېد او مجسمې یې ويجاړې کړې. په دې توګه افغانستان یو لرغونی او مهم تاریخي اثر له لاسه ورکړ.

Related Articles

د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ. د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکرې ناروغۍ د اصلي عواملو څخه یو هم سټريس (فشار) دی.  د ایليټ ډایلي د راپور پر اساس ځوانان تر سختې نارو...

د کمال خان بند اقتصادي ارزښت

لیکلړ۱. خلاصه......................................................................................... ۲۲. کلیدي کلمات .................................................................................۲۳. د موضوع معرفي ........................................................................ ۳۴. د موضوع اهمیت او تفصیل ...................................

ډاکټره عافیه صدیقی

واکمن چې غلام شي ولسونه لیلام شي! ډاکټره عافیه صدیقي چې په خټه پاکستانۍ ده مسلک یې طبابت وو،  لومړنی زده کړې یې په پاکستان کې او د عصبي جراحۍ لوړې زده کړې یې په امریکا کې وکړې ددې سره په څنګ کې یې اسلامپاله او مذهبي میرمن وه ،په 2003 میلادي کال کې په کراچۍ کې نادرکه شوه او په دې تور امریکې ته وسپارل شوه چې ګواکې په افغانستان کې په امریکایي عسکرو ب...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...