To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,110
ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

لیکنه: شکېبا نادري

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

 

اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث وزېږوي او په خپل ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.

 د اومېندوارۍ پر مهال د ښځو په رویه، حالت، خوی او ان خبرو کې بېلابېل بدلونونه رامنځته کېږي، چې د کورنۍ نور غړي په ځانګړي توګه خاوند یې باید د خپلې مېرمنې دغه حالت وزغمي.

د اومېندوارۍ پر مهال د ځینو ښځو زړه غواړي چې ترخه خواړه وخوري، خو د خلکو په اند ترخه خواړه پر ماشوم منفي اغېزه کوي.

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوراک د ماشوم لپاره زیان لري او کنه؟

که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

څېړنو څرګنده کړې ده چې د ترخو خوړو خوراک د ماشوم لپاره هېڅ زیان نه لري، خو اومېندواره مېرمن له بېلابېلو ستونزو، لکه د معدې سوځېدل، د خوړو نه هضمېدل او دې ته ورته ستونزو سره مخ کولای شي، ځکه د اومېندوارې مېرمنې بدن د بدلون په حالت کې دی، نو باید د ترخو خوړو له خوراک سره پام وشي او لږ وخوړل شي. کېدای شي په لومړیو درېیو میاشتو کې د ترخو خوړو خوړل پر تاسو کومه منفي اغېزه ونه کړي، خو هغه اومېندوارې مېرمنې چې کانګې کوي د ترخو خوړو خوړل ورته ستونزمن دي، ځکه ترخه خواړه مو د یاد حالت د لا خرابېدلو لامل کېږي.

له درېیمې میاشتې وروسته د ماشوم د لویېدلو له امله اومېندواره مېرمن نه شي کولای په سمه توګه خوراک وکړي، ځکه د رحم لویېدل د معدې د کوچینوالي لامل کېږي، نو په داسې حال کې باید اومېندواره مېرمن داسې څه ونه خوري چې د معدې د درد او سوځېدو لامل یې شي یعنې د ترخو خوړو له خوراک څخه باید ډډه وکړي.

د معدې سوځېدل په ټولو انسانانو په ځانګړې توګه په اومېندوارو مېرمنو کې ډېر دي، ترخه خواړه د دې لامل کېږي چې د معدې سوځېدل مو څو برابره شي، نو که غواړئ چې د معدې د سوځېدو مخنیوی مو وکړئ له ترخو، غوړو، سره شویو خوړو، قهوې، اسیدي او ګازداره څښاکونو او خوږو شیانو له خوړلو څخه ځان لري وساتئ.

سربېره پر دې د معدې ډېر ډکول مو هم د معدې د سوځېدو لامل کېږي، خو د دغه حالت د مخنیوي لپاره اومېندواره مېرمن باید ډېرې اوبه وڅښي.

د اومېندوارې مېرمنې د معدې د سوځېدو د مخنیوي بله اسانه لار دا ده چې د خوب پر مهال باید له لوړ بالښت څخه ګټه واخلي.

د اومېندوارې مېرمنې د ډوډۍ او خوب تر منځ باید دوه ساعته واټن وي، تر څو ډوډۍ یې ښه هضم شي او د معدې له سوځېدو خلاصه شي.

په پای کې بیا هم ویلای شو چې د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره هېڅ ستونزه نه لري، خو کولای شي اومېندواره مېرمن له پورتنیو ستونزو سره مخ کړي.

Related Articles

آمونیم نایټرایټ څه دي او کله خطرناک کېدای شي؟

لیکنه: نګین کرګر آمونیم نایټرایټ یو جامد سپین رنګې په اوبو کې منحل مواد دي. دا سملاسي نه سوځي خو که چیرته د نورو سوند موادو یا اوراخیستونکو موادو سره نږدې وي نو اور اخلي او د اور اخیستلو په وخت کې دا مواد زهري نایټروجن لرونکي ګازونه خپروي. آمونیم نایټرایټ د آمونیا او نایټریک تیزابو څخه جوړیږي، چې د کیمیاوي سرې، انټیبیوټیک او خیمرمایه، د خوندي چاو...

حکایت: د کلیمو ځواک

ژباړه: شکېبا نادري حکایت: د کلیمو ځواک یوه ورځ څو چونګښې(بقې) له ځنګل څخه تېرېدلې، ناڅاپه دوې چونګښې په یوې کندې کې ولوېدلې، نورې چونګښې د کندې شاوخوا راټولې شوې، کله یې چې ولیدل کنده ډېره ژوره ده، نو په کنده کې لوېدلو چونګښو ته یې وویل بله لار نشته تاسو به ډېر ژر ومرئ. لوېدلې چونګښې د دوی د خبرو په کیسې کې نه شوې او خپله ټوله هڅه یې وکړه چې له...

د تراژيدۍ پېژندنه

په قاموسونو کې په لږ لفظي توپیر سره د تراژیدۍ کلمه په یوه معنی کارېدلې،تراژیدي یعنې دردناکه صحنه،دردناکه ننداره یا دردناکه تمثیل. غم او ناورین ته هم ویل کېږي.    ارستو د بوطیقا په اثر کې د تراژیدۍ په اړه داسې تعریف وړاندې کړی دی:((تراژیدي د یوه داسې سنجیده عمل نقل او عکس دی چې عظمت او مناسب طوالت لري،په خپل ځان کې په خپله پوره وي،دنقل لپاره به کې...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...