To start downloading books

Please sign in or create an account.

عامه اقتصاد

عامه اقتصاد

پوهاند دوکتور عبدالقيوم عارف

د سر خبرې عامه اقتصاد د هغه مضمون سرليک دی، چې د ډيپارټمنټ د شديدې اړتيا او د عصر و زمان د ايجاباتو په پام کې نيولو سره د مالي بانکي څانګې د وړانديز، د اقتصاد پوهنځي د علمي شورا په تصويب او د کابل پوهنتون د مشرتابه په منظورۍ په ۰۷۷۳ لمريز کال د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په درسي کريکولم کې شامل او د دغه پوهنځي د درېيم ټولګي د محصلانو لپاره عجالتاً په مالي او بانکي څانګه کې د هغه تدريس په يو سمستر کې پيل شوی دی. د مالي او بانکي چارو د څانګې په چوکاټ کې د عامه اقتصاد تر سرليک لاندې د مضمون موجوديت په دې برخه کې د درسي او يا مرستندوی درسي کتاب نه شتون او د هغه درسي موادو ته د محصلانو اړتيا د هغو عواملو له جملې څخه وو، چې ياد ډيپارټمنټ يې د عامه اقتصاد تر سرليک لاندې د درسي کتاب تأليف ته وهڅاوه. که څه هم د هغه په واقعي مفهوم سره د درسي کتاب ليکنه په سختو شرايطو کې د مناسبو منابعو، مأخذونو نه موجوديت، نه لاسرسی او په هېواد کې ګڼ شمېر نور مشکلات، ډېر ستونزمن او د ليکوال د امکاناتو له سطحې لوړ کار دی. سره له هغه په اوسنيو شرايطو کې له پراخو محدوديتونو سره سره مواقدام وکړ. اړينه بولم ترڅو د دغه درسي کتاب په تأليف کې د هېواد له ښاغلو پوهانو ښاغلي پوهاند دوکتور نذير احمد شهيدي، ښاغلي پوهاند عبدالله حقايقي او ښاغلي پوهاند محمد اشرف يادګاري له همکارۍ او مشورو څخه مننه او قدرداني وکړم. ددغه کتاب تأليف زما قدرمنې مېرمنې له هر اړخيزو همکاريو پرته ناممکن و، چې د زړه له کومې ترې مننه کوم. د کتاب د موادو او ارقامو تنظيم او ددغه کتاب د ځينو برخو اصلاح او ټايپ د ډيپارټمنټ د ځوانو استادانو هريو پوهيالي احسان الله نظري او آغلې پوهيالۍ ظريفه جلالي په هڅو ترسره شوی، چې واقعاً د قدر او مننې وړ دي. همداراز خپله دنده ګڼم د اقتصاد پوهنځي له ګرانو محصلينو هريو ښاغلي عبدالرحمن برحق او ښاغلي حبيب الله ملکپور څخه چې د کتاب د ټايپ په ځينو برخو کې يې ونډه اخيستې، مننه وکړم. دغه کتاب له شک پرته په خپل شکل او محتواء کې تېروتنې او نواقص لري. له درنو پوهانو، ګرانو محصلانو او نورو مينه والو او لوستونکو څخه غوښتنه کېږي ترڅو په خپلو عالمانه بزرګۍ سره زما معذرت ومني او ددغه أثر د محتوياتو په اصلاح او تکميل کې لارښوونه او همکاري وکړي. پوهاند دوکتور عبدالقيوم عارف

Price: Free
Views: 6K
Downloads: 695
Language: پښتو
Category: Economic related books
File Type: Pdf
File Size: 3.16 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

د مونټې کرسټو نواب

صفيه حليم

Free Popular

شپنه ادې

ډاکټر معمار حشمت الله اتمر

Free

یوه دنیا خبرې

ژباړه او ټولونه: رحمت شاه فراز

Free Popular

اسلامي ښوونه او روزنه پنځم ټولګی

اسلامي ښوونه او روزنه د پنځم ټولګي لپاره

Free

مسنون دم او رقیه

شیخ وحید عبدالسلام بالی

Free

اميد (ناول)

رحمت الله رحمت

Free Popular

۹۷- د قدر سورت تفسیر

احمد حسین عنایت

Free
Audio Books