To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
پاک داغونه

پاک داغونه

اکمل اعلام Akmal Elam

اکمل اعلام په ۱۳۶۶ کال کې په کابل کې زیږیدلی خو پلرنی ټاټوبی یې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د کان کلی دی. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د مهاجرت په دوران کې له هیواده بهر سره ته رسولي. د دې ترڅنګ یې په ګڼ شمیر لنډ مهاله برنامو او کورسونو کې په پاکستان، عربی اماراتو او هندوستان کې ګډون کړی. د انجینرۍ په کچه د عالي تحصیلاتو تر څنګ، یو شمیر تصدیقونه (MCSE، MCITP، CCNA، CCNP، مالي محاسبې، ګرافیک او انیمیشن، د کمپیوټر په وسیله انجنیري ډیزاین، درې اړخیزه ماډلینګ) لري. ښاغلی اکمل د اعلام نړیوالو شرکتونو د ګروپ عمومي رییس دی چې په افغانستان، هندوستان، ایران او ارمنستان کې فعالیت کوي. نوموړی یو ځوان استعداد دی چې د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ په برخه کې شپاړس کاله پرله پسې تجربه لري او د نړۍ له مخکښو ادارو سره یې په تخنیکي او اداري لوړو بستونو کې کار کړی. ښاغلی اعلام یو غښتلی سوداګر او یو باتجربه ډلمشر دی او په هیواد کې دننه او بهر یې ګڼ شمیر د معلوماتي ټکنالوژۍ تطبیقي او زیربنایي پروژې رهبري او په بریالیتوب سره بشپړې کړي چې د دولتونو، نړیوالو سازمانونو او لویو شرکتونو پورې یې اړه درلوده. اکمل اعلام په فارسي، پښتو، انګلیسي، عربي، اردو/هندي، تاجیکي (روسی لیک) او سویډني ژبو په لیکلو، لوستلو او ویلو پوره مهارت لري. ښاغلی اعلام یو لیکوال دی او ګڼ شمیر مقالې او طرحې یې لیکلي. د پښتو او اردو ژبو شاعر دی او نشر شوي کتابونه لري. Name in Latin: Akmal Elam

Views: 2K
Downloads: 156
Language: Pukhto/Pashto
Category: Poetry
File Type: Pdf
File Size: 4.49 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Quotes

There is no friend as loyal as a book.

Let him who would enjoy a good future waste none of his present.

About the time we can make the ends meet, somebody moves the ends.

Get busy living or get busy dying.

Success is just a war of attrition. Sure, there’s an element of talent you should probably possess. But if you just stick around long enough, eventually something is going to happen.

I have not failed. I’ve just found 10,000 ways that won’t work.

The only place where success comes before work is in the dictionary.

The individual investor should act consistently as an investor and not as a speculator.