هومر څوک و!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 25, 2022
3 years ago
1,722 views
هومر څوک و!؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

هومر یا هومِر (Homer) له میلاد څخه شاوخوا ۸۵۰ کاله پخوا ژوند کاوه. نوموړی د يونان لومړنی حماسه ویونکی بلل کېږي. له بده مرغه په اړه یې ډېر او دقیق معلومات نشته؛ خو بیا هم دا مهمې نقطې د یادولو وړ دي.

• ځینې مورخين یې د زېږېدو وخت له عیسی ع څخه ۱۰۰ کاله وړاندې بولي.

• ویل کېږي هومر ړوند و؛ ځینې نور بیا وايي چې یوازې د عمر په وروستیو کې یې خپل دید له لاسه ورکړی و.

• په یونان کې تر ډېره د هومر اثارو ته د مذهب تر کچې درناوی کېده.

• مشهور مورخ هېرودیتس پر دې باور و، چې نوموړی اصلاً آسيايی نژاده و.

• د زېږېدو دقیق ځای یې هم نه دی معلوم؛ د یونان مختلفو سیمو اوسېدونکي دعوه لري، چې نوموړی د هغوی په ښار کې زېږېدلی.

• د هومر تر ټولو مشهور آثار ايلياد او اودیسه نومېږي، چې تر ډېره د هغه وخت د خلکو افکار او عقاید معلومولای شو.

• د هومر یاد آثار د تاریخي شهرت له وجې ګڼو ژبو ته ژباړل شوي دي.  

• هېره دې نه وي، چې یاد اثار د هومر د اوسېدو په زمانه کې نه دي لیکل شوي، وروسته د بېلابېلو خلکو له خولې راټولې او منظمې شوې دي.

Related Articles

Oct 11, 2023
1,273 views

ولی لوبی بایلو؟

دوستانو لطفا ليکنه ترپايه وواياستدا خبری او معلومات زه له ځانه نه شريکوم. دا معلومات ما د ډيرو لوبو له کتلو وروسته او د مهمو کرکټرانو له خبرو اوريدو وروسته درسره شريکوم.هيله ده ليکنه ترپايه وواياست او شريکه يې کړی ترڅو کرکيټ بورډ ته ورسيږي شايد دا مع...

Feb 17, 2022
1,654 views

د حیدر د ژغورنې هڅې

د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی. په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پات...

Oct 16, 2021
1,637 views

د طبي تشخیص تاریخچه

طبي تشخیص تاریخچه د طبي تشخیص تاریخچه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې د امهوتب په دوران کې او په یونان کې د هایپوکراټ په دور کې په ډېرۍ تیزۍ او چټکۍ سره رامنځته شوه.تشخیص ته رسېدل په تیوریګانو ولاړ وو او دا ټولې تیوریانې په شلمه پېړۍ کې ولیکل شوې....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...