shrinkflation

A
Abdullah
Author
Jun 14, 2022
3 years ago
1,286 views
shrinkflation

Shrinkflation

آیا زمونږ په هېواد کې هم دغه ډول انفلاسیون شتون لري؟

د لوی اقتصاد په برخه کې Shrinkflation اصطلاح یوه جالبه اصطلاح ده، د اقتصاد پوهانو په نظر باندې دا هغه پروسه ده چې په کې د یو جنس په سایز(اندازه) او وزن کې کموالی د تولیدونکو لخوا رامنځته کیږي. په داسې حال کې چې قیمتونه په خپل حال پاتې وي او یا هم په کې په کمه اندازه زیاتوالی رامنځته کیږي.

په بعضې حالتونو کې دا اصطلاح د اجناسو په کیفیت او یا د یو جنس د ترکیب شویو موادو په کیفیت کې ښکتوالي ته هم استعمالیږي چې په مقابل کې يي قیمتونه ثابت پاتې وي او کوم تغیر په زیاته کچه په کې نه رامنځته کیږي.

نوموړې اصطلاح د لومړي ځل لپاره د برتانوي اقتصاد پوه (Pippa Malmgren) په واسطه په ۲۰۰۹ کال کې رامنځته شوه. دغه پدیده تر زیاته پورې د غذا او نوشابه جاتو په برخه کې عامه ده او په ډېره زیاته کچه د مختلفو کمپینو لخوا ترې ګټه اخیستل کیږي، ځکه زیاتره تولیدونکي  دا ګڼي چې د یو جنس په مقدار، اندازه او وزن کې په لږه کچه کموالی تر ډېره د مصرف کوونکو لخوا په پام کې نه نیول کیږي چې په پای کې دغه کړنه د تولیدونکو سره مرسته کوي ترڅو د دوي په ګټه کې زیاتوالی راشي.

دغه ډول د انفلاسیون د پټې وزګارتیا په څېر یو پټ انفلاسیون دي یعني په زیاته کچه باندې د خلکو پام نه ورته اوړي، ځکه دغه ډول انفلاسیون تر ډېره په ضروري اجناسو کې چې تقاضا ورته کامله ارتجاعي تقاضا (perfectly inelastic demand) وجود لري لیدل کیږي.

 

د Shrinkflation د رامنځته کيدو علتونه:

1- د تولید لوړ مصارف

د تولید د عملیې د مصارفو زیاتوالی د Shrinkflation د رامنځته کېدلو یو لوی عامل بلل کیږی، په دې معنی چې د جنس د تولید لپاره د خامو موادو، انرژۍ، کارګرې قوې، او ځينو نور ضروري توکو په قیمتونو کې زیاتوالی د تولید شوي توکي او تولید د عملیې د مصارفو د زیاتوالی لامل ګرځي چې په پایله کې يي د تولیدونکو د ګټې اندازه راکموي.

نو په دې توګه تولیدونکې هڅه کوي ترڅو د اجناسو په اندازه یا وزن کې کموالي راولي چې دغه حالت بیا کولي شي بیرته د تولیدونکی ګټه تر یوه حده پورې وساتي کړي.

 

2- په بازار کې د لوړ رقابت شتون

په بازار کې د شدید رقابت شتون بل هغه عامل دې  Shrinkflation د رامنځته کېدلو لامل ګرځي. دا چې نن ورځ د اکثرو یو شانته اجناسو کمپنۍ ګانې په نړۍ کې په زیاته کچه وجود لري نو په دې اساس ده چې مشتریان د یو جنس د اخیستلو لپاره د نورو کمپنیو د اجناسو څخه د تعویض په شکل استفاده کولی شي، ځکه که د یوې کمپنۍ د جنس په قیمت کې زیاتوالی راځي نو په دې اساس بله کمپنۍ کوښښ کوي چې قیمت په خپل حالت وساتي او ددغه پټ انفلاسیوني حالت څخه استفاده وکړي.

 

په حقیقي نړۍ کې د Shrinkflation ځينې بیلګې:

1-  کوکا کولاCoca Cola : په ۲۰۱۴، کال کې د کوکا کولا کمپنۍ د خپلو نوشابو د بوتلونو د هر بوتل په اندازه د ۲ لیتره څخه ۱،۷۵ لیتر ته راښکته کړه.

2- توبلېرون (Toblerone): په ۲۰۱۰ کال کې د کرافټ کمپنۍ د ټوبلرون کاکاوي چاکلېتو  وزن د ۲۰۰ ګرامو څخه ۱۷۰ ګرامو ته راټيټ کړ.

3-  ټيټلې Tetley: په ۲۰۱۰ کال کې د ټيټلې کمپنۍ په یو قوطي کې د چایو د کوچنیو کڅوړو یا پاکټونو شمېر له ۱۰۰ څخه ۸۸ ته راښکته کړ.

خلاصه: 

د Shrinkflation پدیده په ننۍ رقابتي نړۍ کې د تولیدونکو تر منځ یوه عامه کړنه ده، چې تولیدونکي هڅه کوي ترڅو د خپلو اجناسو لپاره رقابتی قیمتونه ثابت وساتي او خپله ګټه لاسته راوړي. د نړۍ په زیاترو هېوادونو په خاص ډول په اروپا او شمالي امریکا کې زیاتره لوی تولیدونکي په دغه کړنه ډېر تمرکز کوي چې خپل مشتریان په خپل حال وساتي ترڅو چې يي په ګټه کې کموالی رامنځته نشي، همدارنګه اوس مهال مونږ په خپل هېواد کې هم د دغې ډول انفلاسیوني حالت شاهدان یو چې ښه مثال يي د ډوډی په وزن کې کموالی دي په داسې حال کې چې د ډوي قمیتونه په همغه ثابت حالت کې پاتې دي او که چيرته يي په قمیتونو کې زیاتوالی هم رامنځته کیږي نو بیا هم د ډوډي خرڅوونکي کوښښ کوي ترڅو ددغه ډول انفلاسیون څخه استفاده وکړي.

Related Articles

Jan 10, 2022
2,443 views

ولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي، چې "فلانی" په خوب کې ګرځي او یا هم داسې څوک به پېژنئ، چې کله ویده وي نو په خوب کې پاڅېږي او ګرځي. ځينو خلکو ته دا چاره هسې ټوکې ښکاري او په فاعل یې ملنډې وهی؛ مګر اصلا دا یوه روغتیایي ستونزه ده، چې...

Jan 22, 2021
2,019 views

زیان های رفاقت اخوانی

زیان های رفاقت اخوانی مصطفی عمرزی یک نوع خاص برداشت دینی- مذهبی که گویا مرز های مشترک را نمی شناخته، در واقع در عقب ایدیالوژی هایی پنهان مانده که بیش از هزار سال، قدامت دارند.  بعضی از روحانیون مرتجع که کمترین شناخت یا علاقه ای هم به منافع ما ملی...

Jul 19, 2022
1,708 views

ښه ده چې پر دې خبرو پوه اوسو!

• بخښنه غوښتل د کمزورۍ په معنا نه ده.• نورو ته داسې خبرې مه کوئ، چې پوهېږئ اورېدل یې هغه ځوروي. • قیمتي/ښکلی لباس د غوره والي نښه مه بولئ.• هر څوک تر هر څه وړاندې انسان دی. همدا ځانګړنه یې احترام پر موږ لازموي. باید هېڅ ډول ضرر ور و نه رسوو. • زمونږه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,762 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,048 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...