د وخت مدیریت

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 18, 2022
3 years ago
3,549 views
د وخت مدیریت

عبدالله رسا 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د وخت مدیریت هغه پروسه ده چې په هغه کې وخت داسې کنترول او پلانیږي چې څنګه په مشخصو کارونو مصرف شي. د وخت ښه مدیریت تاسو سره په کم وخت کې د زیاتو کارونو په تر سره کولو کې مرسته کوي. همدا شان د وخت ښه مدیریت د فشار په کمولو، د وخت په بچت، د فرصتونو او هدفونو په ترلاسی کې خورا مهم رول لري.

اوس راځو چې څنګه کولای شو چې وخت په ښه ډول مدیریت کړو:
۱: هدف مو سم انتخاب کړئ!
داسې هدف باید انتخاب کړئ چې د تر لاسه کولو او اندازه کولو وړ وي، د SMART طریقې څخه استفاده وکړئ! 
په د مطمیئن شئ چې کوم هدفونه تاسو انتخاب کوئ باید مشخص (S: specific), د اندازه کولو وړ (M: measurable)، د تر لاسه کولو وړ (A: attainable)، د مطرح کولو وړ (R: relevant), او بوقت (T: timely) وي.

۲: مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ.
هغه کارونو او فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړئ چې زیات مهم وي او ضرورت ورته زیات وي، مثلاً په خپلو ورځینیو کارونو باندې نظر واچوئ چې کوم:
_ کارونه مهم دي او زیات ضرورت ورته لیدل کیږي هغه اول تر سره کړئ!
_ کوم کارونه چې مهم دي خو ضرورت ورته نشته نو د داسې کارونو په اړه پریکړه وکړئ چې څه وخت باید تر سره شي.
_ کوم کارونه چې نه مهم وي او نه ورته ضرورت لیدل کیږي نو همدا کارونه یوې خوا ته کړئ او وروسته یې تر سره کړئ!

۳: د کارونو د بشپړ کولو لپاره وخت محدود کړئ.
د یو کار د بشپړ کولو لپاره د وخت محدود کول خورا مهم دي ځکه په دې سره هم وخت بچت کولای شئ او هم مو همدې کار ته تمرکز زیاتیږي.
مثلاً تاسو غواړئ یو کار بشپړ کړئ او ځان سره تصمیم ونیسئ چې زه به همدا کار په یوه ورځ کې بشپړ کوم نو په دې وخت کې ستاسو تمرکز یوازې همدې کار باندې زیاتیږي او غواړئ چې همدا کار په همدې ټاکلي وخت کې بشپړ کړئ.

۴: د کارونو په منځ کې وقفه واخلئ.
هر کله چې زیات کارونه بدون د کومې وقفې تر سره کوی نو سخته ده چې زیات تمرکز لرونکي او موټیویټ پاتې شئ.
د کارونو تر سره کولو په منځ ګې وقفه واخلئ، یوه سترګه خوب وکړئ، د خوښې کتاب، فلم، سریال وګورئ، د هغه شخص سره چې په لیدو یې خوشحاله کیږی لیده، کاته، پلی مزل وکړئ!

۵: غیر ضروري کارونه مو له لېست څخه لیري کړئ.
دا ډېره مهمه ده چې غیر ضروري کارونه مو له “To do” لېسټ څخه لیرې کړئ.
هغه کارونه مشخص کړئ چې ضروري دي او ستاسو د وخت نیولو مستحق دي.
د غیر ضروري کارونو په لیري کولو سره به مو هم وخت بچت کړی وي او هم به مو ضروري کارونو ته لومړیتوب ورکړی وي.

۶: خپل ځان ترتیب کړئ.
سالنامه کې مو زیات وخت مدیریت کړئ، او په د فکر وکړئ چې کومه ورځ مو د مشخصو او مهمو کارونو تر سره کولو لپاره بهتره ده.

۷: پلان پر مخ بوځئ.
هره ورځ د په د فکر سره پیل کړئ چې کوم کار ضروري دی چې باید تر سره شي.
ځان داسې عادت کړئ چې د هرې کاري ورځې په پای کې د راتلونکې کاري ورځې لپاره “To do” لېست جوړ کړئ. 
په “To do” لېست کې هغه کارونه چې مهم دي او زیات ضرورت ورته لیدل کیږي لومړۍ ولیکئ!
په دې طریقې سره به تاسو راتلونکی سهار په پوره انرژۍ او کامیابۍ سره پیل کړئ.

Related Articles

May 01, 2022
1,468 views

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدل...

Jun 10, 2023
2,128 views

څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟

څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟یو لوښی راواخلی اوله اوبو یی ډک کړی وروسته یوه اندازه سمنټ راواخلی اوپه لوښی کي یی واچوی که سمنټ په لوښی کي حباب(ډومبکی)واچول اویا موکه ذکرشوی لوښی سره وښوراوه ځک یی وکړ تاسو پوهه سي چي سمنټ تازه او د اطمینان وړ دی.ا...

Aug 12, 2020
3,273 views

د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,692 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,000 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...