مینه څه ده؟

Obaid
Obaid
Author
1 min read
754
مینه څه ده؟

مينه څه ته وايي ؟ مينه يو طبيعي پديده ده ، چې انسان یې دخپل انساني او محيطي ماحول سره د فکري او فزيکي متواتر تماس او رابطې ، عمل او عکس العمل ، راشه درشه ، تعامل او دروحي او جسمي تغذيې د ارضا په اساس د هغه د زېږېدو سره شروع کيږي او تر مرگه پورې دوام کوي . . د ماشوم په زېږیدو اول دا رابطه او تماس فقط دمور او دهغی دغېږې او تيو سره وي ، ځکه هلته ورته سكون وي او دهغی نه تغذیه کيږي ، خو د زمان په تېریدو او دماشوم په لویيډو د پلار ، وروڼو ، نورو خپلوانو ، کلیوالو ، ښاریانو ، وطنوالو او بالاخره نظر په تماس او فکري_جسمي ودې د ټول بشريت سره دا مینه رشد کوي .مگر د ډيروالي او کموالي مقياس يې دانسان د تماس او رابطي په زياتوالي او لږوالي پورې تعلق لري . طبعاا د انسان تر ټولو زیات تماس او رابطه اول د مور او دمور داوسېدو د ځای یعنی کور سره وي ، نو مینه او علاقه ئی هم دمور سره ترنورو ډېره وي او بيا بالترتيب دپلار ، کورنۍ ، خپلوانو ، آشنایانو ، کلیوالو ، وطنوالو او انسانو سره . دغه دئ د مینې او د هغی د پالنې راز ماهیت او درجه بندي . اوس که څوک ووايي چې زه دمور په کیسه کې نه يم او ماته بشریت اولویت لري ، يا زه اول جهان جوړوم او بيا خپل کور . داسې اشخاص یا دروغ وايي او يا د عقل د زوال سره مخامخ دي ، چې په دواړو صورتونو کې دحقیقت خلاف د سيند د طبيعي مسير د حقيقت نه انکار او دبدلولو دپاره بې ځايه زورونه وهي ، چې بې له غرقېدو او ناکامۍ بل څه متاع نه ترې حاصليږي د ، ب ، هیښ . هره مفکوره ، نظریه ، تفکر ، عقیده او اډيالوژي چې د افراط پولې ته تقرب کوي د انسان او ټولنې دپاره په مصیبت بدليږي او ټولنه د هلاکت لور ته سوق كوي 

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
نژاد پرستی در ادبیات فارسی
Pashto
May 18, 2021
2,835 views

نژاد پرستی در ادبیات فارسی

نژاد پرستی در ادبیات فارسی (از هدایت و علوی تا درویشیان و بادکوبه یی) یوسف عزیزی بنی طُرُف فرج سرکوهی، پستی نوشته است در بارهء سخنان هنرمند بوشهری، سعید شنبه زاده و منکر نژادپرستی اتنیکی در ایران شده؛ اما پس از نقدها و کامنت های بسیار پذیرفت که اش...

Written by Mustafa Omarzai Read more
په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه
Pashto
Nov 20, 2020
3,898 views

په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه

د ډوډۍ خوړلو کتلور په مختلفو ټولنو کې لږ او ډېر توپير لري. د خوراک په وخت کې ځینې کارونه کېدای شي په یوه ټولنه کې ښه او په بل کې بد وي. د فرهنګونو رنګارنګي په جامو او رفتار کې پای ته نه رسېږي بلکې ګڼ نور رواجونه هم یوه ټولنه له بلې جلا کوي. یو له هغو...

Written by Riaz Muqamzai Read more
جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین
Pashto
Jan 22, 2024
1,668 views

جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین

د جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین لیکنه:  انجینر سید سمیع الله نصرت خړې اوبه عبارت د هغه فضله اوبو څخه دی چې،د لاس مینځلو شاور او نورو څخه په لاس راځی یا په بل عبارت هغه اوبه ،چې غوړ ونه لری د خړو اوبو په نوم یادیږی.د خړو اوبو فلټ...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,425 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,899 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article