د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 27, 2022
3 years ago
2,195 views
د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی 

شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې پر مهمو روغتیايي ګټو يې وغږېږو. 

لومړی| سرطان ضد
شفتالو د آنتی اکسیدان او ويټامين سي C یوه ښه منبع ده. له همدې امله کولای شي چې د آزادو راډیکالونو د جوړېدو پر وړاندې مبارزه او مقاومت وکړي. دا هغه راډیکالونه دي چې د سرطاني غدو/حجرو د جوړېدو سبب ګرځي؛ خو د شفتالو خوړل کولای شي تر یوه بریده يې مخنیوی وکړي. همدرانګه هغو وګړو ته هم د شفتالو خوړل ګټه لري چې له وړاندې پر دې وژونکې ناروغۍ (سرطان) اخته وي. 

دویم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي! 
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، شفتالو د ويټامين سي یوه ښه منبع ده.‌ دا ماده کولای شي چې د انسان دفاعي ځواک ته پیاوړتیا ورکړي او د ناروغیو په مقابل کې د مبارزې وړتيا يې لوړه کړي؛ نو که تاسو هم غواړئ پیاوړی ایمني سیسټم ولرئ شفتالو ته حتماً پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. 

درېيم| د معدې روغتیا
که د معدې ناروغي لرئ او د یوې مناسبې حللارې په لټه کې یئ موږ تاسو ته د شفتالو د خوړلو توصیه کوو. دا چې شفتالو د خوړو په ښه هضم کې مرسته کوي؛ نو کولای شي د معدې درد، سوځېدل او هغه زړه بدوالی هم ختم کړي چې د معدې له امله پیدا کېږي. که د معدې درد لرئ، تر خوړو وړاندې حتما یو شفتالو خورئ.
 
څلورم| قبضیت ختموي! 
د پورته یادوو شوو ګټو ترڅنګ د شفتالو خوړل هغو کسانو ته هم توصیه کېږي چې قبضیت لري. دا ځکه چې دا مېوه کولای شي د خوړو د ښه هضم تر څنګ د کولمو د فعالیت په ښه والي او د اضافي موادو په دفع کې انعطاف رامنځته کړي.

پنځم| د پوستکي ښکلا
په شفتالو کې موجود ویټامینونه او مغذي مواد ددې سبب ګرځي چې د انسان بدن له داغونو، سپوروالي او زړېدو/غونجېدو مخه ونيسي؛ نو که غواړئ د مخ او بدن پوستکی مو تازه او سالم پاتې شي حتماً شفتالو خورئ.

په یاد ولرئ!
دا ټولې ګټې په دې معنا نه دي، چې تاسو دې بېخي ډېر شفتالو وخورئ. دا هم مه هېروئ چې د مېوو په خوراک کې افراط کولای شي د ګټې پر ځای تاوان ډېر ورسوي او د ناروغۍ سبب مو شي. همدارنګه هر ډول مېوې باید تر خوړو وړاندې پاک ومینځئ او بیا یې نوش جان کړئ. 

Related Articles

Aug 10, 2020
4,695 views

د هیواد په پرمختګ کی د ټکنالوژی اغیزه

انسانان د تاریخ په اوږدو کی کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کی دی. په علمی او څیړنیزه برخه کی معلوماتی ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوی او سهولتونه رامنځ ته کړی چی انسانانو سره یی د علمی ځواک په ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړی. د شلمی پیړی له نیم...

Apr 22, 2022
2,354 views

د الوبالو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی الوبالو یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. دا مېوه د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې پيدا کېږي. خلک یې د خوند ترڅنګ د زیاتو روغتيايي ګټو لپاره هم خوري. تاسو به په دې لیکنه کې ددې مېوې پر غذا...

Dec 29, 2020
6,568 views

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

حافظه زموږ د ژوند مهمه برخه او ځانگړنه ده. درس څخه نیولی د سودا اخیستلو لېست پورې، هر انسان د ژوند هره برخه کې غوره او پیاوړې حافظې ته اړتیا لري. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه پیاوړې کړو. دلته به په څو هغه لارو چارو وغږیږو چي په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,758 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,044 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...