د غوزانو (چهارمغز) خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 05, 2020
5 years ago
2,588 views
د غوزانو (چهارمغز)  خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د (۵۶) ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي.
 روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی ته په کار ده، چې په خپل غذايي رژيم کې چهارمغزو ته ځانګړی ځای ورکړي.
 رويټرز خبرې آژانس د امریکا متحده ایالاتونو "یيل" پوهنتون د څېړونکو له قوله وايي، چې د ورځې (۵۶) ګرامه یا هم (۱۴) چهارمغزو خوړل د شکر ضد تر ټولو ښه وقایه ده. 

 څېړونکو په دې څېړنه کې د شکر ناروغانو ته همدغه اندازه چهارمغز ورکول، چې وروسته له شپږو میاشتو د ناروغانو روغتيايي حالت کنټرول وو.
 حېرانوونکې دا وه، چې چهارمغزو د غوړو اسیدونو او ويټامينونو  سره ـ سره د ناروغانو وزن نه و زیات کړی.
 ډاکټران د وزن نه زیاتېدو لامل دا بولي، چې چهارمغز د مړښت احساس ورکوي او انسان له ډېر خوراک لرې ساتي.
 یاده څېړنه چې په (۳۱) نارینه او (۸۱) ښځو ترسره شوې ده، ښې پايلې درلودې او د "ییل" پوهنتون څېړونکي وايې که غواړئ پر شکر د اخته کېدو ګواښ کم کړئ نو په مناسبه اندازه چهارمغز وخورئ.

Related Articles

Feb 04, 2023
1,927 views

غټ سترګې نجلۍ

غټ  سترګې نجلۍ لنډه کیسه لیکواله: شکېبا نادري   هره خوا خوښۍ خورې وې، نجلۍ هم له دې چې د ورېندارې له پېغورونو خلاصه شوه، د نوي ژوند لپاره یې په زړه کې نویو هیلو غوټې وهلې. هلک چې د نجلۍ غټو او د غشو په څېر بڼو ته وکتل، له ځان سره یې غلي وویل: "شک...

Dec 15, 2022
1,443 views

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې! د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.طبیب د الوتکي مسؤلینو...

Nov 17, 2020
3,183 views

سويس وپېژنئ!

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,701 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,009 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...