د "ماديدي" ملي پارک؛ چېرته چې ۱۲۵۴ ډوله الوتونکي مرغان ژوند کوي

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
2,380 views
د "ماديدي" ملي پارک؛ چېرته چې ۱۲۵۴ ډوله الوتونکي مرغان ژوند کوي

 د ماديدي ملي پارک د ځمکې پر سر یو له هغو سیمو څخه ده، چې د انساني تمدن له ساحې لرې پاتې ده.

 دا سیمه له طبیعي رنګارنګۍ، ښکلا او عظمت څخه ډکه ده. که تاسو په ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوئ نو حتماً به د داسې آرامې سیمې په لټه کې یئ، چېرته چې ستاسو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه وي. ممکن تاسو د  ځنګل او غرونه ليدو ته ډېر لېوال اوسئ.
 ډېری خلک علاقه لري، چې د غرونو لمنو ته ورشي، پلی مزل وکړي او یا هم د سیند له غاړو خوند واخلي. 
 یو له همداسې سیمو څخه د "ماديدي" ملي پارک دی، خو تر اوسه داسې تضمین نشته چې تاسو دې په یاده سیمه کې په بشپړ ډول خوندي اوسئ.

 موقعيت
 د ماديدي ملي پارک په بوليوي هېواد کې موقعيت لري. دا پارک په "۱۹۹۵م" کال کې تأسيس شوی دی، چې "۱۸۹۵۸" کيلو متر مربع مساحت لري.
 دا چې یاده سیمه د بشر له لاسوهنو لرې پاتې ده، له همدې ګڼ شمېر پوهان او څېړونکي غواړي، چې یادې سیمې د څېړنو لپاره ورشي تر څو د حېواناتو او نباتاتو بېلابېل ډولونو معلوم او څېړنې پرې ترسره کړي.
 که څه هم یاده سیمه د طبیعي مناظرو له کبله بې مثاله ده، خو بیا هم یوه ننګونه شته چې تاسو ددې سیمې له ليدو خوند نه شې اخیستی.
 ددې پارک تقریبا هر څه يو ډول زهري دي او همدا چاره ددې سبب کېږي، چې انسان فلج کړي او یا یې ووژني. له دې کبله یوازې د پارک له ځينو برخو ليدل قانوني دي. څېړونکي وايي چې تقریباً ۱۲۵۴ ډوله مرغان او ۴۹۶ ډوله کبان په یاد پارک کې موندل کېږي.

Related Articles

Mar 01, 2024
1,638 views

د خنزیر حلاله غوښه په اړه

د اروپا په شمول تقريبا په ټولو غير مسلم هيوادونو کي د خنزير غوښتنه هم خوړل کيږي او ورسره د خلکو خوښيږي او په دغو هيوادونو کي بي شميره د نوموړي ځناور د ساتنې فارمونه شتون لری.‌ يواځي په فرانسه کي 42000 څخه زيات فارمونه موجود ديخنزير د ټولو ځناورو په پ...

Mar 19, 2023
2,478 views

قران شریف کی څو بهترینی دعاګاني

په قران شریف کی څو بهترینی دعاګاني: 💖 که چیری صالح اولاد غواړې :🌹رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِرَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه ویره...

Feb 21, 2024
1,627 views

شعبان میاشت فضلیت

دوکتور عبدالمجيد مكيژباړه حبيب سرور مکي بسم الله الرحمن الرحيم شَعْبانُ : دهجري قمري کال اتمه مياشت ده  چې درجب او رمضان منځ کې واقع ده شعبان معنى تيټ او پرک کيدل دغه مياشت کې عربي قبائل جنګونو لپاره تيت او پرک کيدل ځکه ذالقعده، ذالحجه، محرم الحرام...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,685 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...