د انسان په ژوند کي هدف ټاکل اساس اصل دی

F
Farid ahmad mobariz
Author
Dec 10, 2022
3 years ago
2,904 views
د انسان په ژوند کي هدف ټاکل اساس اصل دی
د انسان په ژوند کي هدف ټاکل اساس اصل دی په دنيا کي تر (۹۵) فيصده زيات خلګ ناکام دي، د ډيرو ماهرينو د سروې څخه ثابته سوې ده، چي د ناکامي تر ټولو لوی سبب هغه د هدف نه ټاکل دي، کامياب خلګ په دې پوهيږي چي دوی د څه حاصلول غواړي، د کم څه جوړول او د کم څه کول غواړي، یعني هغوی پوهيږي چي د دوی منزل مقصود څه دی، برعکس د ناکامو خلګو نه کم مقصد وي او نه کم هدف، دوی ته ددې علم نه وي چي د څه کول غواړي، يا د دوی منزل مقصود څه دی، ظاهره خبره ده يو څوک چي په خپل منزل مقصود علم ونه لري هغوی به څنكه تر هغه ځايه ورسيږي، کله چي دوی په دې علم نه لري چي د څه حاصلول غواړي نو به څه حاصل کړي؟ هيڅ هم نه. په دنيا کي هيڅوک د هدف د معلومولو پرته نه دي کاميابه سوي، د کاميابي دپاره د واضح هدف معلومول ډير ضروري دي، هيڅوک تر هغه وخته کاميابي نه سي تر لاسه کولای، تر څو چي يو واضح هدف او په خپل منزل مقصود باندي علم ونه لري. دا يو حقيقت دی چي د هدف د معلومولو پرته ستاسو د کاميابۍ سفر نه سي شروع کيدلای، تر څو چي تاسو ته ددې علم نه وي چي تاسو چيري ولاړ، ناست او روان ياست نو کاميابي به څنګه تر لاسه کړی، په دنيا کي د هر کامياب انسان دپاره واضح هدف ضروري دی، دا هدف هر وخت د ده په زړه او دماغ کي اوسيږي او دی هم هر وخت د هغه په باره کي سوچ او فکر کوي، ځکه چي دا د ده د ژوند سبب دی، تاسو د خپل ځان څخه وپوښتی، چي ستاسو د ژوند مقصد څه دی؟ ستاسو منزل مقصود څه دی؟ تاسو په ژوند کي د څه کول، د څه جوړول او د څه حاصلول غواړی؟ که چيري تاسو ته ددې علم نه وي چي تاسو د څه حاصلول غواړی نو به څه حاصل کړی؟ هيڅ نه، ددې څخه لوی لیونی انسان به چيري وي، کم چي د خپل منزل په هکله علم نه لري او هلته د رسيدلو توقع لري. په دنيا کي به تر دې لويه معجزه کومه وي چي يو څوک د خپل منزل په هکله علم نه لري او نه يې د هغه په لور کم قدم پورته کړی وي، بيا دي هم تر خپله منزله ورسيږي، د انساني ذهن مقصد دا دی چي د هدف او نتيجې په هکله فکر او کار کوي، کم وخت چي تاسو د هدف تعين وکړی، نو ستاسو د ذهن تخليقي حصه خود بخود د هغه د حصول دپاره شپه او ورځ کار کول شروع کړي، د څه د وجهي چي بيا منزل ته د رسيدلو لاري واضحه او آسانه کيدلای سي، که چيري تاسو د واقعي کاميابي غوښتونکي ياست نو تاسو هم د نورو کاميابو خلګو په څير د ځان دپاره هدف معلوم کړی، د هدف ډير اقسام دي چي يو څو مهم يې په لاندي ډول درته ذکر کيږي: روحي هدفونه:ـ ۱: په پابندۍ سره د لمونځ کول. ۲: روژه نيول. ۳: حج کول یا عمره کول. ۴: د ترجمې سره د قرآن کريم لوستل. ۵: درس ويل. ۶: درس ورکول. ۷: د حديثو مطالعه کول. ۸: دين ته د خلګو رادعوتول. ۹: د ديني کتابونو مطالعه کول. ۱۰: د ديني عالمانو سره ملاقات کول. ۱۱: د ګناهونو څخه ځان ساتل. ۱۲: د حلال رزق كټل او خوړل. ۱۳: د مذهبي رسالو مطالعه کول. ۱۴: د خلګو خدمت کول او داسي نور... جسماني هدفونه:ـ ۱: روزانه ورزش کول. ۲: جائزه لوبه کول. ۳: وزن کمول. ۴: ښه مګر کم خوراک کول. ۵: سګريټ نه څکول او داسي نور... کاروباري هدفونه:ـ ۱: تجارت کول. ۲: مزدوري کول. ۳: بزګري کول. ۴: صنعت کاري کول. ۴: په خپله خوښي د يوه کار انتخابول او په خپله د يوه کاروبار شروع کول او داسي نور... مالي هدفونه:ـ ۱: په آمدن کي اضافوالی راوستل. ۲: د مصارفو کنټرولول. ۳: د کور او موټر رانیول. ۵: قرض اداء کول. ۶: ښو سيمو ته تلل. ۷: د قيمتي شیانو رانیول او داسي نور... ذهني هدفونه:ـ ۱: تعليم حاصلول. ۲: د نوي کسب او فن زده کول. ۳: په علمي محفلونو کي شرکت کول. ۴: د اهل علم سره ملاقات کول. ۵: د یوې ژبي زده کول.۶: د یوه مضمون ليکل او داسي نور... کورني هدفونه:ـ ۱: خپلو اولادو ته ښه تعليم او تربيه ورکول. ۲: د کورنۍ د غړو سره يو ځای اوسيدل. ۳: اولادونه د ځان سره مسجد ته بيول او داسي نور... د ترقي هدفونه:ـ ۱: روزانه د يوه نوي څه زده کول. ۲: وخت ښه استعمالول. ۳: د رسالو مطالعه کول. ۴: په هره مياشت کي د يوه کوچني کتاب مطالعه کول. ۵: په ځان کي د ښو عادتونو پيدا کول. ۶: د بدو عادتو څخه ځان ساتل. ۷: غصه کنټرولول او داسي نور... د دوستي هدفونه: ۱: د خپلو خپلوانو سره ناسته ولاړه. ۲: په هره مياشت کي د يوه نوي دوست پيدا کول. ۳: دوستانو ته ميلمستيا ورکول. د ټول عمر هدف: دا هغه هدف دی کم چي د مرګ څخه مخکي د هغه لاسته راوړنه غواړی، ددې دپاره د ډيرو نورو هدفونو ټاکل هم ضروري دي. د اوږدې مودې هدف: کم چي د ۱۰ څخه نيولې تر ۱۵ کلونو په موده کي يې تاسو حاصلول غواړی، هر څوک چي د اوږدې مودې دپاره هدف ټاکي هغه ډير کامياب انسان جوړيږي. د درميانه مودې هدف: کم چي په پنځو کلونو کي حاصليږي. کلنۍ هدف: کم چي په دولسو مياشتو کي حاصليږي. مياشتنۍ هدف: کم چي په ديرش ورځو کي حاصليږي. ورځنۍ هدف: کم چي تاسو په يوه ورځ کي حاصلول غواړی، د دغه تعلق د بنيادي هدف سره هم وي او مختلف هم. پورته ذکر سوي ټول هدفونه د اصل مقصد په لور تاسو ته حرکت درکولای سي، په اصل کي مهم روحي، جسماني، کاروباري او مالي هدفونه دي، تاسو په ټولو هدفونو باندي په يوه وخت کي هم کار شروع کولای سی، مګر په مهمو هدفونو کي په يوه وخت کي د يوه انتخاب وکړی او بيا د هغه د حصول دپاره ټول هغه څه چي ستاسو سره وي په کار واچوی، هيڅ مه پريږدی، ټول کوښښ د هغه په حصول کي صرف کړی، هر وخت د هغه په باره کي فکر کوی، د هغه د حصول دپاره روزانه څه نا څه ضرور وکړی، تل مستقل مزاج اوسيږی، کاميابي به ستاسو قدمونو ته راځي. کم وخت چي تاسو يو څو هدفونه ټاکی، نو د هر هدف سره وليکی: تاسو د نوموړي هدف حصول څنګه او د کمي لاري غواړی؟ فکر وکړی د نوموړي هدف د حصول څخه تاسو او ستاسو خاندان ته څه فايده رسيدلای سي، او که مو نوموړی هدف تر لاسه نه کړ، نو بيا تاسو او ستاسو خاندان ته کم نقصان رسيدلای سي؟ مثلاً: که تاسو مالي هدف تر لاسه کړ تاسو او ستاسو خاندان يوه بهترينه زندګي تيرولای سی، حج او عمره کولای سی، خيرات، زکات او صدقه ورکولای سی، په اولادو په يوه ښه اداره کي تعليم کولای سی، کور او موټر اخيستلای سی او يوه ښه تعليمي اداره، مدرسه او مکتب جوړولای سی او که چيري دغه مالي هدف تر لاسه نه کړی، نو د پورته ټولو نعمتونو څخه نه يوازي دا چي محرومه کيدلای سی، بلکي د ناجوړتيا په صورت کي نه د ځان او نه د خپل اهل وعيال صحي علاج هم نه سی کولای. لیکوال: فرید احمد (مبارز)

Related Articles

Apr 03, 2021
2,352 views

ژورنالیسم تقلبی - قسمت دوم

روزی چنانی که عرف است، به دفتر اتحادیه ی جدید رفتم که فکر کنم همچنان جواز نداشت. با ورود به تعمیر آن که در آپارتمان های «هوتل آریانا» در کوته ی سنگی واقع شده بود، متوجه شدم که مرحوم نجم الرحمن مواج در حال بی آب کردن «سه نقطه» است. او رویش را به من می...

Aug 16, 2024
1,875 views

په هیواد کې د زراعتي مځکو او ځنګلي منابعو څخه د ګټې اخیستنې د وضعیت تحلیل د پکتیکا ولایت د یوه مثال په بڼه

مقدمه په هیواد کې د شته زراعتي طبعي زیرمو او منابعو، په خاصه د مځکې لاندي اوبو، شاړو (لا مزرع) دښتو او طبعي ونو او بوټو څخه په لویه پیمانه ګټه اخیستل کیږي.  دغه منابع برسیره پردې چې د ولسونو د امرار معشیت وسیلې دي، په ملي سطحه د عایداتو د منابعو په...

Feb 19, 2022
2,119 views

په افغانستان کي د بې وزلۍ او لوږي علتونه

ليکنه: عبدالجبار وحدت   د نړیوال بانک د تازه راپورونو په اساس تر ۷۳۶ میلیونه پورې وګړي په مطلق فقر کې ژوند کوي ، چې هند تر ۲۴٪ مطلق فقیرو وګړو اوسیدو په لحاظ په لومړۍ درجه او شمالي امریکا د ۱٪ غریبو وګړو پّه اوسېدو سره په وروستي قطار کې ځای لري او ۶...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,475 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,088 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,852 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...