What is canal cross drainage works? د کانال کراس دراینج

I
Irfanullah Hassan (Arfan)
Author
Apr 02, 2023
2 years ago
1,311 views
What is canal cross drainage works? د کانال کراس دراینج

 

  • ترناب
  • سیفون
  • کانال سیفون
  • بړوف

 

Cross Drainage works of Canal?
  ● هر کله چې د کانال په مسير کې یوه بله مجرا واقع شي  په دغه حالت کې په همدې مسير کې چې کانال له کوم حالت سره مخ کېږي او کوم ساختمانونه ورته جوړېږي (Cross Drainage Works) ورته ویل کېږي.
  ● هر کله چې یو کانال له یوې مجرا/خوړ څخه تیرېږي نو څلورو حالتونو سره مخ کېدای شي.
1)  دکانال بیډ لېول د طبعي مجرا/خوړ څخه جیګ وي. .
2)  د طبعي مجرا/خوړ HFL د کانال بیډ لېول ته ورسېږي.
3) دکانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ونه رسېږي.
4) دکانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ورسېږي.
☆Bed Level
بېډ لېول:
په یو مجرا کې د اوبو لاندينې سطحې ته بېډ لېول ویل کېږي.
☆HFL(High Flood Level)
های فلډ لېول:
په مجرا کې تر ټولو زیات جریان ته ویل کېږي چې دغه جريان د زیاتو اورښتونو او سیلابونو په وخت کې په مجرا کې صورت نیسي.

  ● هر کله چې د کانال بیډ لېول د طبيعي مجرا/خوړ HFL څخه جیګ واقع شي په دغه حالت کې , د کانال د تیرولو لپاره چې کوم ساختمان باید جوړ شي عبارت ده له (Aqueduct) ترناب څخه .

    ● هر کله چې د طبعي مجرا/خوړ HFL د کانال بیډ لېول ته ورسېږي,په دغه حالت کې د کانال د تیرولو لپاره چې کوم ساختمان جوړېږي عبارت ده له(Syphone Aqudect) سیفون ترناب څخه.
  ● هر کله ګې د کانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ونه رسېږي په دغه حالت کې چې کانال د تېرېدلو لپاره کوم ساختمان جوړېږي عبارت ده له سوپر پسېج (Super Passage) څخه.
  ● هر کله چې د کانال HFL د طبعي مجرا/خوړ بیډ لېول ته ورسېږي په دغه حالت کې د کانال د تېرېدو لپاره چې کوم ساختمان جوړېږي عبارت دې له کانال سیفون/بړوق (Canal Syphone)څخه.

راټلونه: انجنیر عرفان الله حسن

Related Articles

Jun 26, 2023
1,224 views

عرفې مبارکه ورځ

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجي شي!۱- کوښښ وکړی روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!د تکبير...

Jan 22, 2022
2,237 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

Jan 03, 2021
5,456 views

د انګلېسي ژبې د چټکې زده کړې تګلاره! 

لیکنه ـ ریاض مقامزی اوسنۍ نړۍ د سرعت نړۍ ده. ټول غواړي، چې ژر ـ ژر خواړه پاخه کړي، کار ته لاړ شي، شتمن شي او همداسې ژر خپلو موخو ته ورسي. دا غوښتنه بېخي طبیعي ده، په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره د دنيا له یوه کونجه له بلې برخې س...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,798 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,076 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...