د رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه.
1. لمړی د ضرورت وړ مقدار روميان د بازار څخه واخلی، د کوچنی فامیل لپاره پنځه منه او د غټ فامیل لپاره 10 منه سره روميان.
2. لمړی روميان بايد په پاکو اوبو ښه ووينځل شي، او بيا د منځ څخه دوه نیمه شي.
3. ټول روميان د کوفتی د ماشین څخه وويستل شي.
4. ټول کوفته شوي روميان د په يو غټ دیګ کې واچول شي او اور ورته بل شي ترڅو ښه وخټيږي او او اوبه یې وچې شي، نور روب جوړ دی.
5. په ديګ کې کولای شي يو دوه د شملو قاشغه غوړي او لږ د ديګ مساله هم واچول شي، د ديګ مساله حتمي او ضروري ندی.
6. د ده لپاره چې د رومي بانجان جوړ شوی روب ښه او زيات وخت لپاره وساتل شي نو ضروري دی چې د شيشو مرتبانونو کې همغه ګرم جوړ شوی روب واچول شي.
7. مخکی دده څخه چې روب په مرتبانونو کې واچول شي لاندی حفظ الصحه ټکو ته بايد پوره توجه وکړو.
1. شيشه يې بوتلې د ټول په جوشو اوبو کې ووينځل شي.
2. د شيشه يې بوتلې سرپوښ د باید په جوشو اوبو کې د نيم ساعت لپاره ښه وجوشول شي.
3. که شيشه يې بوتلو ته د لا تعقيم لپاره د اوبو بخار ورکړی شي ډير به ښه وي.
4. دا هر څه چې تيار شوه، په پاکو تعقيم شوی کاشغو سره بايد هغه ګرم د روميانو روب په مرتبانونو کې واچول شي، او ښه ډکه د شي او بیا په پاکو لاسونو سره ښه کلک وتړل شي.
5. ټول مرتبانونو د يو ساعت لپاره سرچپه کيښودل شي او يو پټو او يا کمپله ورباندې واچول شي ترڅو څوړ شي.
6. نور نو روب تیار دی او يو کال لپاره هيڅ نه خرابيږي، که يخچال کې کيښودل شي دا به ډير ښه وي او که يخچال نه وي نو لږ يخ سوري کې که کيښودل هم مشکل نه جوړوي.
نوټ: د يو من رومي بانجانو څخه پنځه شيشه يې بوتلې په اندازه روب جوړیږي.
ليکنه: درویش
رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه
Related Articles
د اوکراین او روس شخړه
دا ډیر وخت اوکراین د خبرونو سرټکی ګرځيدلی دی خو تاسې ته ممکن لا هم معلومات نه وي چې د روس او اوکراین شخړه په څه ده؟ په دې لیکنه کې مو ځواب موندلی شی. روس د اسیا د لویې وچې شمالي هیواد دی، یوه برخه یې اروپا ته غځيدلې ده. اوکراین اروپا کې د روس سویل...
پنځه تباه کوونکي عادتونه
لیکنه ـ ریاض مقامزی که دا عادتونه لرئ، همدا نن ترې لاس واخلئ؛ که نه ډېرې بدې پایلې به وګورئ. • خلک به څه ووایي؟ که تاسو هم تل خپل پلانونه له دې امله نه عملي کوئ، چې خلک به څه ووایي؛ نو ډېر ژر به له ناکامیو سره مخ شئ. موږ ته د ژوند کولو یو چانس...
په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې
ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دق...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...