د لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل:
قرباني يو داسې مشروع عمل دی چې په قران کريم او حديث او اجماع سره ثابت دی او پر دې باندي د ټولو علماوو اتفاق دی.
د لوی اختر په ورځو کې دالله (ج )د تقرب (نږديوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروي حلالولو ته قربانې وائې.
د قربانۍ حکم:
قربانې يو مالي عبادت دی او حکم يې واجب دی الله (ج) دقران کريم په سوره(الکوثر)کې فرمايلي (فصل لربك وانحر)
ژباړه
خپل رب ته لمونځ وکړه او قربانې وکړه.
رسول الله (ص) فرمايلي:
څوک چې وس ولري او قربانې نه کوي زموږ عيدګاه ته دې نه راځي.
(سنن ابن ماجه:باب الاضاحي واجبة،رقم الحديث3123).
دقربانۍ حکمت اوفلسفه:
سر بيره پر دې چې قربانۍ يو ابراهيمي ياد دی دا د الله په لاره کې يو ډول سر ښندنه او د الله د منني ادا کول هم دي کله چې بډايان دقربانې غوښه د بیوزلو په منځ کي ويشي نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.
بډايه او فقير يو بل ترڅنګ خوښي کوي چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نيکمرغۍ لامل ګرځي.
دقربانۍ حقيقت او ارزښت:
حضرت زيد بن ارقم وايې چې صحابه کرامو رسول الله (ص)څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه رسول الله (ص)په ځواب کې ورته وويل چې قربانې د حضرت ابراهيم (ع)سنت دی (اصحابه کرامو وپوښتل) آيا نو په دغه قربانۍ کې مونږ ته هم ثواب رارسېږي؟
رسول الله (ص)په ځواب کې ورته وفرمايل هو د قربانۍ د حیوان د هر ويښته په بدل کې تاسي ته يوه نيکې ليکل کيږي (اصحابه کرامو بيا وپوښتل)د وړيو هم دومره اجر دی؟
رسول الله (ص)په ځواب کي ورته وفرمايل هو د وړيو هم دغه حساب دی د هر ويښته په بدل کې یوه نیکې ورکول کیږي (سنت ابن ماجه:باب ثواب الاصحيه،رقم الحديث 3127).
دقربانی فضيلت:
حضرت عایشه (ض)وايې چې رسول الله (ص) وفرمايل د قربانۍ په ورځ کې الله (ج)ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه دی په دې ورځو کې دغه نيک کار تر هر بل نيک کار غوره وي د قربانۍڅاروي به د قيامت په ورځ د ښکرو او ويښتانو او ښنګرو سره يو ځای ژوندي راشي او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چې د وينې يو څاڅکی پر ځمکه لويږي نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د الله (ج)د خوښۍ سبب ګرځي او هغه يې قبلوي نو اي د الله بنده ګانو په خوښۍ او د زړه په مينه قربانې وکړﺉ (ترکزي:ابوابالاضاحي،رقم الحديث 1493).
دقربانۍ پر پريښودلو وعيد:
له حضرت ابو هريره (رض) څخه روای
لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل
Related Articles
سلمپ ټيسټ Slump test
د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږد...
ښځې ولې باید حجاب وکړي؟
لېکنه: شکېبا نادري، ښځې ولې باید حجاب وکړي؟ موږ ټول مسلمانان یو، الله ﷻ پر هرې مومنې او مسلمانې ښځې باندې حجاب کول فرض کړي، الله ﷻ تل مسلمانانو ته د هغو کړنو امر کړی، چې په هغه کې یې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې وي، یو له هغو حجاب دی. مسلمانې ښځې اړ...
ګلابو - لومړۍ برخه
ګلابو - لومړۍ برخه ۲۰۱۹ میلادي کال - کابل د پسرلني سمسټر د پیل لومړۍ ورځ ده، غالب د ښوونځي څخه د فراغت څلور کاله وروسته پوهنتون پیل کړی له لمانځه وروسته یې د ځان تیارولو باندې پیل وکړ ۶:۳۰ کیدونکې وې غالب یې د مور خونې ته ورغی ویې ویل:- ادې! زه ځم...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...