آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Aug 30, 2023
2 years ago
1,412 views
آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی؟

تاسي ته مالومه ده په اوسني وخت کي کمپیوټر ته ډېره اړتیا لیدل کیږي او استعمالول یې هم ډېر سوی دی.
 اوس دهرچا سره او په هر دفتر کي کمپیوټر وي خو د کمپیوټر استعمالول بې له کومي ستونزي نه وي ، له دغو ستونزو څخه یوه لویه ستونزه هم د پاسورډ ده چي کله پاسورډ هیر سي نو ستونزي جوړه سي بیا مجبوره یې چي وینډوز ورته وکړې او ستا ضروري مواد له منځه ولاړ سي خو له وینډوزه پرته څو طریقې سته چي دا ستونزه حل کولای سي .

لومړۍ طریقه

کمپیوټر چالانده کړئ او د F8 بټن ووهئ چي پدې سره د (( سیف موډ)) آپشن راځي او هغه کلیک کړئ بیاچي وینډوز ویلکم او یا لاګ آن راغلی نو یو ځای del+alt+ctrl کښېکاږئ چي پدې سره مخامخ د وینډوز ((کلاسیک لاګ ان باکس)) خلاصیږي چي په اوله خانه کي یې Administrator ولیکئ او د پاسورډ خانه یې خالي پرېږدی او د انټر بټن ووهئ چي پدې سره به ستاسي وینډوز خلاص سي او بیا کولای سئ د کنټرول پېنل له لاري نوی پاسورډ ورکړئ .

دوهم طریقه

په یاد ولرئ چي ددوهمي طریقې څخه یواځي په وینډوز ایکس پي کي کار اخیستلی سئ.

(۱) د وینډوز ایکس پي په سي ډي سره کمپیوټر چالانده کړئ

(۲) کم څه چي وینډوز غواړي په هم هغه طریقه ولاړ سئ، د وینډوز جوړولو (Repair)بټن پیدا او ووهئ .

(۳) کمپیوټر د وینډوز سي ډي څخه پایلونه کاپي کوي .

(۴) څو دقیقې وروسته کمپیوټر بندیږي او بیرته خپله چالانده کیږي ، تاسي به هیڅ کوم بټن نه وهئ کمپیوټر پخپله هغه ځای ته ځي چیري چي تاسي کار درلولی وي .

(۵) اوس د ( سیټ آف ) څخه کار اخیستلی سئ ، ددې سره لاندي یو ( کراس بار) موجود وي، دغه کراس بار ته ښه متوجه سئ پکي لیکلي وي (Installing devices) نو سمدستي د ( F10+Shift) بټن ووهئ.

(۶) ددې بټن په وهلو سره یو کمانډ ( پرومپټ ) ونډو په نامه خلاصیږي پدې ونډو کي به (nusrmgr.cpl ) ولیکئ او انټر به یې کړئ.

(۷) د انټر په وهلو سره به تاته هغه یوزر خلاص سي کوم چي تاته په کنټرول پېنل کي مالومېدی نو بیا تاسي به وکولای سئ د خپل زاړه پاسورډ پر ځای نوی پاسورډ ورکړئ.

دریمه طریقه

تاسي کولای سئ دپاسورډ هېریدلو لپاره د( بلټ آن ) څخه هم کار واخلئ چي دا د(( پاسورډ ري سیټ ډسک))

په ذریعه کار کوي ، که چیري تاسي د وینډوز کولو څخه وروسته دغه ډسک جوړ کړئ نو بیا ستاسي سره په پاسورډ پیدا کولو کي ډېره مرسته کوي .

د (( پاسورډ ري سیټ ډسک )) جوړولو طریقه : کنټرول پېنل به خلاص کړئ بیابه پر یوزر اکاونټس  کلیک وکړئ چي دهغه ونډو خلاصیږي لدې وروسته خپل پر اکاونټ کلیک وکړئ نوې ونډو خلاصیږي ، ددې نوي ونډو په چپه خوا کي په انګریږي یو لنک لیکلې وي (Prevent: a forgotten password)

پر دغه لینک کلیک کولو سره فارګاټن پاس ورډ وزرډ خلاصیږي چي پر لیکل سوو هدایاتو باندي عمل وکړئ ستاسي لاس ته به ( پاسورډ ري سیټ ډسک ) راسي.

څلورمه طریقه

نن سبا هر سړی انټرنیټ ته لاس رسی لري ، بعضي د وائرس لپاره د سافټ وېر جوړلو کمپنۍ سته لکه (( کاسپرسکای + بټ ډهینډر+ آواسټ +اوپیرااو داسي نور…. کولای سئ دا سافټوېرونه ډاونلوډ کړئ او بیا خپل د کمپیوټر د یوزر نوم ورکړئ او په مرسته سره یې پاسورډ پیدا کړئ .

پنځمه طریقه

که له لوړو ټولو طریقو څخه مو کار وانه خیستئ نو بیا خپل کمپیوټر ته بې لدې چي (C) ډرائیو پارمیټ کړئ وینډوز وکړئ که مو داسي وینډوز نه وؤ ایزده چي (c) پکي پارمیټ نسي نو بیا کمپیوټر ته وینډوز وکړئ او خپل مواد د ریکوري ( Recovery) د لاري لاسته راوړئ.

Related Articles

Jul 02, 2021
3,773 views

څو جملې څو کتابه (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی د کتابتون ویبسايټ اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د خپلو لوستونکو د فکري ودې او پرمختګ لپاره لیکنې چمتو کړي. ددې هڅې په جریان کې کتابتون د معلوماتي لیکنو بېلابېلې لړۍ پیل کړي دي. دا د "څو جملې څو کتابه" لړۍ دویمه لیکنه ده. د لیکنو...

Jul 22, 2020
3,216 views

که غواړې چې تر ډېره ځوان او قوي پاتې شې!

پخوا د وخت یو حاکم او أمیر له ځان سره یو ښه تکړه هوښیار حکیم ساتلی وو ، حاکم به هر وخت له ځان سره دا خوبونه لېدل چې ،( زه دې تر مرګه همداسې ځوان او قوي پاتې شم) چې زوړوالی او کمزوري ونه وینم. نو له خپل حکیم څخه یې وغوښتل چې داسې بوټۍ یا دواء تلاش کړ...

Oct 24, 2021
2,182 views

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,728 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,141 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,026 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...