د غنمو د کښت ژوروالی (Depth of Seed) :-
د غنمو د کښت مناسب ژوروالی له 3 - 6 سانتی مترو پوری ټاکل شوی دی له 6cm نه ژور باید ونه کرل شی او ځمکه باید نمجنه یعنی وتره وی .
د یو جریب ځمکي لپاره د 25 سخه تر 28 کیلو گرامه تخم ضرورت دی .
د #کیمیاوی سري استعمال د غنمو په کروندی کی (Fertilizer Application) :-
په غنمو کی د کیمیاوی سری استعمال د خاوری ډول او اقلیم په اساس سره فرق کوی خو په عمومی توګه 50kg Urea يوريا سپینه سره او 25kg DAP توره سره په یو جریب کی استعمالیږی چه د پورتنیو سرو له جملي څخه DAP 25kg توره سره د کرلو په وخت کی او 25kg سپینه سره د بوټی د جوړیدو په وخت کی او باقی سپینه سره د وږی د ویستلو څخه د مخه ورکول کیږی او که له دی اندازي نه زیاته شی نو غنم به چپه شی او اقتصادی هم نه تمامیږی چه د سری ورکولو سره سم باید اوبه شی تر څو د سری د ضایعاتو څخه مخنیوی وشی.
#د_غنمو_ابیاری
د غنمو ابیاری نظر اقلیمی شرایطو او د خاوری ډول ته فرق کوی
په عمومی ډول د غنمو ابیاری په لاندی وختونو کی ضروری ده :-
الف :- مخکی له کرلو د ځمکی د وتری په مقصد.
ب :- هغه وخت چه اصلی ریشی یی جوړیږی یعنی د کرلو څخه 21 ورځی وروسته .
ج :- په پسرلی کی چه غنم د ودي په حالت کی وی.
د :- د وږی د ایستلو په وخت کی.
ه :- د غنمو د دانی د شیري او دانی تکمیلیدو په وخت کې
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه
کرنه او لارښوونه
ننګرهار کرنی ریاست
Related Articles
ولی یو وړوکی یهودی اسراییل په اسلامی نړی غښتلی دی
که مو ولوستل پښيمانه به نشۍ !د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هېوادونو غښتلي دي؟ بيا نو ولي په نړۍ کې در په در يهودي قوم دومره...
کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)
کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)کوانټم کمپیوټېنګ یو ډېر خطرناک او ویروونکی نوښت ښکاري سره د دې چې لا تر اوسه پورې په تحقیقاتي او څیړنیزو حالاتو کې موقعیت لري بیا هم ځینې څیړني نوموړی نوښت د تکنالوژي په برخه کې یو ډېر خطرناک او بې ساري نوښت ګڼي. ن...
د سولې له لارې جګړه که د جګړې له لارې سوله؟ د ټرمپ سیاست د ریالیزم له دریڅې
لیکوال : هارون راعون د نړیوالو اړیکو د ریالیزم تیوري بنسټ پر دې ولاړ دی چې دولتونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي، نه د اخلاقي ارزښتونو یا نړیوالو اصولو پر بنسټ. د دې تیورۍ له مخې، قدرت، امنیت، او بقا د سیاست اصلي محرکونه دي. دولتونه هڅه کوي چې خپل...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...