هغه وخت رایاد شو خو اوس هغه شور او هاها نشته!

A
Ahmad Sohib Hasrat
Author
Jan 26, 2021
5 years ago
2,318 views
هغه وخت رایاد شو خو اوس هغه شور او هاها نشته!

یو وخت مو داسې شورماشور او هاها جوړه وه چې نن یې ارمان راشي پلار به را ګټله موږ به خوړه خو نن د زده کړو او دندو له امله، ورورنه له ما، زه له ورورنو او پلار له زموږ ټولو، داسې سره لرې لرې شوو چې اوس یې راته زغمل سخت دي په یاد مو وي چې کورنۍ تر هر څه ارزښتمنه ده زه بیا شکر تر ټولو شتمن یم پلار مې ژوندی، دوه میندې، شپږخویندي او شپږ ورونه لرم هېر مې نه دي ډېر سره لرې نه یو خو دا چې خوږ او په مینه ژوند مو کړی دی اوس ژوند د په خوا شان فرصت نه راکوي چې پلار او مور سره ډيره ناسته ولاړه وکړم، کېسې ورته وکړم، ددوی د خوښې په موضوع خبرې ورسره وکړم او داسې احساس ورکړم چې زیات راته ګران دي.

زه د مور، پلار، ورونو او خویندو ترڅنګ ځان زیات قوي او ډاډمن احساسوم خو دا چې نن هغسې چې زه غواړم ددوی خدمت وکړم نشم کولی د همدې امله ځان راته ګنهګار ښکاره شي. دا د ژوند تعریف دی چې تل به ټول سره یوځای نه یې، بیلتون به منو، سختې به منو، کار به کړو، هلې ځلې به کړو، دا کېسه ځکه او لیکل مې ځکه وکړل چې یوه خارجي لیکوال لېوېنګ سټون چې لېکنه یې حمیدالله حمیدي ژباړلې لیکلي، یوه ورځ پلار ستړی او ستومانه له دندې کور ته راغی، زوی یې ور منډې کړل او پلار ته یې وویل چې دوه ډالره راکړه. پلار یې په غوسه هغه له ځانه لرې کړ.

له یو څه دمې وروسته یې له ځان سره وویل، ولې مې زوی دوه ډالر راڅخه وغوښتل، هغه خو له دې وړاندې داسې کومه غوښتنه نه وه کړې. بیا یې وویل، کېدای شي د لوبو نوي توکي به اخلي… په همدې شپه کې یې د زوی کوټې ته ورغی، له زوی څخه د هغه پر وړاندې له خپل چلن څخه بښنه وغوښته، دوه ډالر یې ورکړل، په تندي یې ښکل کړ او شپه پخیر یې ورته وویل، خو مخکې له دې چې د زوی له کوټې یې را ووځي، زوی یې د خپل پلار لاسونه کلک ونیول او بیا یې له خپل پلاره وپوښتل، پلاره! تاته په دنده کې په هر ساعت کې څومره پیسې درکوي؟ پلار یې یو څه ټکنی شو، په شونډو کې سره وپسېد، وویل، لس ډالره. ولې دې دا پوښتنه وکړه؟ زوی یې پخوا اته ډالر درلودل او دوه ډالره یې دا ور باندې ور زیات کړل، پلار ته یې وویل، ډېر وخت کېږي چې پیسې سپما کوم، دا لس ډالر واخله او سبا یو ساعت وختي کور ته راشه، چې د شپې ډوډۍ له موږ سره په ګډه وخورې.

له ژونده خوند واخلئ، مینه وکړئ، د خپلو کورنیو سره پاتې شئ خپل رب ته لاسونه لپه کوم چې ربه زما کورنۍ، او ټول ملت سره خوښ او یوځای ولره او ددی فرصت او توفق راکړه چې د خپل ملت او خپلو خدمت وکړای شم

Related Articles

Aug 22, 2021
2,733 views

د بیان آزادي څه ته وایي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په دې ورستیو کې د بیان آزادي له ګرمو موضوعاتو څخه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي. پر دې برخې قیودات خلک اندېښمن دي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې د بیان ازادي څه ته ویل کېږي.   د بیان آزادي د انسان د بدن ټ...

Mar 04, 2022
1,739 views

د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د فرانسې او نړۍ ادبیاتو په مطالعه کې د اناتول فرانس نوم هم ډېر بارز دی. پدې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې شوي دي.  ژوندليک د فرانسې هېواد دا نوبل جایزه ګټونکی لیکوال او متفکر (اناتول فرانس ـ Anatole France) د "۱۸۴۴ز...

May 11, 2021
2,021 views

پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال ب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,847 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,164 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,105 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...