د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند په اړه څومره پوهېږئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 27, 2021
5 years ago
1,678 views
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ذکریا رحيمی

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند (White House press secretary) د متحده ایالتونو لوړپوړی چارواکی دی او د حکومت د اجرایوي څانګې په ارتباطاتو څارنه کوي. په چاپي رسنیو او ټولو انټرنیټي چینلونو کې د جمهور ریس لخوا خبرې کوي. په دې پوسټ کس د جمهور ریس لخوا ګمارل کیږي.

 

مسولیتونه

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند مختلف مسولیتونه لري. په مسولیتونو کې کلیدي د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي تنې (White House press corps) سره ورځنۍ لیدنه ده تر څو د ورځنیو کړنو په اړه لنډه وینا وکړي – وایټ هاوس پرېس کارپس په سپینه ماڼۍ کې مېشت جورنالستان دي کوم چې مختلفو رسنیو ته کار کوي. د ویاند لنډیز د جمهور ریس او د جمهور ریس د ادارې د کړنو په اړه وي، ممکن د ورځې په اوږدو کې سپینې ماڼۍ ته د راتلونکو کسانو د ملاقاتونو د مهال وېش په اړه هم جورنالستانو ته خبر ورکړي. د ویاند په دې لنډیز کې نړیوال او ملي مسایل دواړه شامل وي. د خپرېدنې بندیز هم لګوي (embargo rules) په دې مانا چې رسنۍ تر یو ټاکلي تاریخ او وخت پورې یو خبر نشي خپرولای.

 

د سپینې ماڼۍ لمړی مطبوعاتي ویاند

په سپینه ماڼۍ کې د جورنالستانو لپاره ځای په لمړي ځل په کال ۱۸۹۸ کې جوړ شو په کوم وخت کې چې ویلیم میکینلي (William McKinley) د متحده ایالتونو جمهور ریس وو. د هغه مطبوعاتي ویاند جورج کورټېل یو (George Cortelyou) مختلفې دندې ترسره کولې چې له دې څخه یوه له جورنالستانو سره هره ورځ لیدنه وه. کورټېل یو وروسته د بل جمهور ریس تیو ډور رووزوېلټ (Theodore Roosevelt) لپاره هم کار کړی چا چې په سپینه ماڼۍ کې د جورنالستانو لپاره دایمي ځای جوړ کړ. رووز وېلټ یوه اصطلاح د (bully pulpit) په نامه وکاروله چې په اوس وخت کې د دې اصطلاح مانا ویاند دفتر یا د هر ډول مسایلو په اړه وینا خپرونکی دفتر دی. له دې دفتر څخه د جمهور ریس لخوا رسنیو ته خبر ورکول کېده. کله کله یې خپله هم د ویاند پر ځای له خوښو شو جورنالستانو سره کتل او خپل چمتو شوی خبر یې ورسره شریکوه.

د ۲۰ پېړۍ په پېل کې له جورنالستان سره لیده کاته د هر وخت په څېر نه وو د بېلګې په توګه له رووز وېلټ وروسته د متحده ایالتونو جمهور ریس ویلیم هاورډ ټافټ (William Howard Taft) رسنیو ته ډېر وخت نه ورکوه همداسې له ټافټ وروسته د جمهور ریس ووډرو وېلسن (Woodrow Wilson) مطبوعاتي ویاند جا ټملټي (Joe Tumulty) هره ورځ له رسنیو سره لیدل او چمتو شوی لنډیز یې ورسره شریکوه. جمهور ریس وارېن جي هارډینګ ( Warren G. Harding) خپله له جورنالستانو سره لیدل. جمهور ریس کالوین (Calvin Coolidge) لمړی جمهور ریس وو چې د سپینې ماڼۍ ویاند ته یې (White House spokesman) اصطلاح وکاروله. لمړی ویاند یې جورج اکرسن (George Akerson) وو څوک چې په تاریخ کې د سپینې ماڼۍ لمړۍ مطبوعاتي ویاند ګڼل کیږي.

یو وخت د متحده ایالتونو په دې پوسټ باندې دنده لرل په خلکو کې یوه هیله شوه او له همدې امله ځینې ولسمشرانو خپل ملګري وګمارل د بېلګې په توګه ولسمشر هري ټرومېن (Charlie Ross) خپل ډېر پخوانی نږدې ملګری چارلي روس (Charlie Ross) خپل مطبوعاتي ویاند کړ، جیمي کارټر (Jimmy Carter) له ایالت څخه خپل پخوانی کار کوونکی جاډي پاول (Jody Powell) په دنده ګمارلی وو ځینو نورو بیا مسلکي جورنالستان خپل مطبوعاتي ویاندان کړل لکه ډوایټ ډي آیزن هاور (Dwight D. Eisenhower) له جمیز سي هاګرټي (James C. Hagerty) چې جورنالست وو غوښتنه وکړه چې د مطبوعاتي ویاند په توګه د دندې مسولیت په غاړه واخلي. د هاګرټي په وخت کې ټکنالوجي بدله شوې وه او هاګرټي لمړی کس وو چې تلویزیوني کنفرانس کې یې برخه واخیسته او هڅه یې وکړه چې د ویاند دنده کې تغیر او ترتیب رامنځته کړي، د دې دفتر لپاره یې موخه او بهیر ترتیب کړ. له دې پرته هاګرټي نړۍ ته سفرونه هم کړي تر څو د ولسمشر د نړیوالو سفرونو مهال وېش چمتو کړي.

د جان اېف کینیډي (John F. Kennedy) مطبوعاتي ویاند پییر سالینجر (Pierre Salinger) له ولسمشر او جورنالستانو دواړو سره ښې اړیکې لرلې خو کله چې جانسن واک ته ورسېده دا اړیکې خرابې شوې. جانسن ګمان کوه چې جورنالستان جاسوسان دي او کله چې د ویتنام شخړه زېاته شوه نو جورنالستانو په خپل سر د ویتنام په اړه راپورونه چمتو کړل. د سپینې ماڼۍ ویاندانو د بریا مختلفې کچې لرلي. د لوړ فشار پر وخت ځینو شخړه پارونکې ویناوې کړي. په ځینو فشار راوړل شوی چې د لوړ فشار پر وخت وفادار واوسي.

د بېل کلنټن (Bill Clinton) ادارې تاریخ جوړ کړ چا چې په لمړي ځل په دې پوسټ ښځه وګمارله. د بېل کلنټن ویانده یوه ځوانه انجلۍ ډي ډي مایرز (Dee Dee Myers) وه. له ډي ډي وروسته (George Stephanopoulos) مطبوعاتي ویاند شو خو په خبرو کې د کم دقت او خبرو کې د روښانتیا د نشتون له امله له دندې ګوښه شو. له دې وروسته مایک میک کري (Mike McCurry) مطبوعاتي ویاند شو او په ورته وخت کې مونیکا لیونسکي (Monica Lewinsky) له ولسمشر سره د جنسي اړیکې لرلو تور ولګوه. جورنالستانو له مایک میک کري څخه د کلنټن د شخصي ژوند په اړه پوښتنې وکړې خو د مایک ځواب دا وو چې باید زه خپلې دندې ته ادامه ورکړم او رسنۍ له تېر وېستلو، د دعوا کوونکي د حق ضایع کولو او یا هم ولسمشر ته له بې ځایه زیان اړولو ډډه وکړم.

په ۲۱ پېړۍ کې د جورج ډبلیو بوش (George W. Bush) پر وخت د سپټمبر ۱۱، کال ۲۰۰۱ پېښه وشوه او بش د چمتو شو خبرونو لنډیز په خپله تر خلکو رسوه چې په دې چارې سره یې نوي اورېدونکي پیدا کړل.

Related Articles

Mar 28, 2023
1,141 views

سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه

د سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه، چې ځینې رسنۍ یې خبر کښته پورته کوي، هېڅ درک نه لري. تېر کال چارواکو د خلکو د ارامولو لپاره د دې پروژې د کار خبر ورکړ، خو په حقیقت کې د اوبو او برېښنا وزارت یې ډیزاین ته ظرفیت نه لري. دا چې سږ کال واورې لږ وو...

Feb 02, 2021
14,400 views

د پښتو ژبې په اړه هر اړخیز معلومات

لیکنه ـ ذکریا رحيمي پښتو د اېندو اروپایي کورنۍ ژبه ده. د افغانستان ملي او رسمي ژبه او د نشنلزم سمبول ګڼل کیږي. پښتو ویونکي د نړۍ په زیاتو سیمو کې خپاره شوي خو د نفوس په اړه یې کره مالومات نشته. ځینې یې د اټکل له مخې ۴۰ ، ځینې ۶۰ او ځینې ۸۵ میلیونه ښ...

Mar 13, 2021
2,817 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی دا ځل به د فرانسې د نوميالي شاعر او په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ ايښودونکي ليکوال (بالزاک) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولټوو. ۱ـ “انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوښۍ.” يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري. هرکه چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,005 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,213 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...