To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,782
تالنده او برېښنا چيشي ده؟

تالنده او برېښنا چيشي ده؟

د تالندې (تندر) او برېښنا په هكله چې د انسانانو د پوهې تاريخ راوڅېړو، د بېلابېلو په زړه پورو افسانو او خرافاتي باورونو سره مخامخ كيږو. لرغوني يونانيانو باور درلود چې برېښنا د دوى د خدايانو د خداى ”زيوس” اسلحه ده او تالنده يې د قهر ناره ده. نو هر ځاى چې به برېښنا لگېدل، هغه ځاى به يې مقدس باله او معبد به يې پر جوړاوه. لرغونې روميانو هم يونانيانو ته مشابه باور درلود، صرف د هغو خداى متفاوت شخص وو او ”جوپيټر” يې باله. په سكانډنيويايي ميتالوژۍ كښې ”تور” د تالندي خداى وو چې خپل د سوټك څخه به يې پر دښمنانو د برېښنا گوزارونه كول. د هندوانو په مذهب كښې هم برېښنا د ”ماروت” په نامه د خدايي عسكرانو اسلحه ده. د ابراهيمي اديانو په مطابق بيا پر وريځ يوه ځانگړې ملايكه ناسته وي او په لاس كښې يې مخراق (يعني د اور څخه جوړ شوي سيخان) وي چې په هغه باندې وريځې هغه مكان ته چې خداى غواړي ور ټېله كوي. د دې څخه برېښنا مېنځ ته راځي، او تالنده هم د نوموړي ملايكي آواز وي.


كله چې د ساينس علم رشد نه وو كړى، واضح ده چې خلكو ولي د دې پر ځاى چې د تالندې او برېښنا طبېعي واقعيت درك كړي هغه يې خپلو د خدايانو يا د هغو د احساساتو سره تړل. دا لړۍ تر اوسه لا روانه ده او زموږ په نننۍ ساينسي پوهې كښې چې څه نيمگړتياوي دي، خرافاتي خلك يې په ماوراء طبيعي او ميتافيزيكي تحليلاتو باندي ډكوي. خو خرافات ځواب نه بلكه د پوښتنې او د هغه د واقعي ځواب د تجسس تر مېنځ خنډونه دي چې د عقلي لټ-توب لامل گرځي او زموږ فطري د پلټني حس را پڅوي. د پېړيو تجربو ښودلي دي چي په طبېعت كښې هيڅ ميتافيزيك رول نه لري بلكه هغه په ړندو او كڼو سكښتونو او قوانينو چليږي چې په رياضيكي معادلاتو باندي په بېساري ځير سره افاده كېدلاى شي. برېښنا يعني هغه د طبيعت برېښنا چې كله كله يې د ورښت په وخت كښې پاس پر آسمان وينو چيشي ده؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد لومړى د ولاړې يا سټاټيكې برېښنا (برق) په فيزيك باندې سر خلاص كړو.


د مېنځنۍ ښوونځۍ د فيزيك څخه به مو په ياد وي چې ټوله ماده د وړوكو ذرو څخه جوړه شوې ده چې اټم بلل كيږي، او اټمونه د چارج لرونكو كښته-اټمي ذرو څخه متشكل دي چې اليكټرون او پروټون نوميږي. پروټونونه د اټم په هستې كښې اوسيږي او مثبت چارج لري او اليكټرونونه د هستې پر شاوخوا راگرځي او منفي چارج لري. په نورمالو حالاتو كښې د هستې د مثبتو پروټونونو شمېر (د يوه څخه نيولې بيا د سلو په شاوخوا كښې) د هغه د شاوخوا د اليكټرونونو د شمېر سره مساوي وي، چي د دې جوړښت څخه د نوموړي اټم او نورو اټمونو تر مېنځ ممكنه ماليكولي تړونونه ټاكل كيږي. البته په هستې كښې د نيوټرون په نامه خنثى ذرې هم وي چې نه مثبت چارج لري او نه هم منفي. نوموړي صرف د اټم پر كتلې باندې اغيزه اچوي او په ماليكولي ټرونونو كښې يې رول نه لوبوي.


ښه، د مثبت او منفي چارجونو څخه مطلب څه دى؟ ډېر ساده: دا د كښته-اټمي ذراتو دوه جنسيته دي، لكه نر او ښځه، چې يوه ځانگړتيا لري، هغه دا چې: لكه د مقناطيس دوه مخه، متضاد چارجونه يو او بل سره جذبوي او مشابه چارجونه برعكس يو او بل سره پوري وهي يا دفع كوي. آيا كوم وخت مو فكر كړى دى چې ولي كله كله چې يو غيراليكټريكي شى لكه پشمي جاكټ يا بړستن ته لاس وروړي برق مو نيسي؟ كله چې دوه متفاوت اجناس اړيكه سره نيسي امكان يې شته چې د لومړي جنس اليكټرونونه دوهم ته منتقل شي. په هغه صورت كښې د لومړي جنس د اليكټرنونو قلت هغه ته مثبت چارج او د دوهم جنس د اليكټرونونو زياتوالي هغه ته منفي چارج وركوي. دغه د جنس د اليكټرنونو او پروټونونو د توازن عدم ته ولاړه يا ساكنه يا سټاټيكه برېښنا (برق) وايي. ولې ولاړه؟ په دې خاطر چې اليكټرنونه تر بېځايه كيدلو وروسته حركت نه كوي. تر څو چې د جنس په اټمونو كښې د چارجونو نوموړې ناموزوني حضور ولري، ولاړه برېښنا هم شتون لري، تر څو د بلې متضادې د چارجونو د ډلې سره اړيكه پيدا شي او د اليكټرونونو سيسټم بيرته توازن ومومي. دغه تجربه به تاسو اكثرو حتما سرته رسولې وي: يوه بوغۍ (پوكانه) پر ويښتانو موږئ، ديوال ته وروړئ او وينئ چې بوغۍ پر ديوال موښلي. ولي؟ كله چې بوغۍ مو پر سر موږئ، هغه مو د ويښتانو څخه اليكټرونونه پورته كوي او منفي چارج نيسي. كله چې ديوال ته يې وروړئ، د هغه منفي چارجونه د ديوال منفي چارجونه پورې وهي او متباقي متضاد چارجونه يو او بل سره جذبوي. هغه دى چې بوغۍ پر دېوال موښلي.


دوهمه مهمه د معما ټوټه دلته بڅركى دى. ولې د ولاړې برېښنا د متوازنېدلو په لړ كښې كله كله بڅركي غورځي؟ كله چې د ولاړې برېښنا چارجونه د توازن لاره پيدا كوي الېكټروسټاتيكي تخليه صورت نيسي، او كله كله د متضادو چارجونو تر مېنځ د جذب قوه دومره واكمنه وي چې د خورا ښوو برېښنايي عايقينو، لكه اوبه يا هينداره يا هوا په مېنځ كښې لا د تېرېدلو واك پيدا كوي. د هوا په مېنځ كښې د واكمنې الېكټروسټاټيكي تخليې په لړ كښې د برېښنا الېكټرونونه د هوا د اليكټرنونو سره جنگېږي او په نتيجه كښې يې د فوټون (رڼا) په بڼه انرژي خوشې كيږي. دغه انرژي موږ د بڅركي په بڼه مشاهده كوو.


ښه، اوس چې مو د كښته-اټمي ذراتو د چارجونو په جذب، ولاړې برېښنا، الېكټروسټاټيكي تخليې او منتجو بڅركو باندې سر خلاص شو، فكر كوم خپله به لا اټكل كولاى شئ چې د ورښت په وخت كښې طبېعې برېښنا څنگه رامېنځ ته كيږي. كله چې په آسمان كښې وريځي د نورور وريځو يا د مځكې په وړاندې كافي اندازه چارج ټولوي، په دوى كښې ولاړه برېښنا اېجادېږي چې طبعا الېكټروسټاتټكي تخليې ته انتظار باسي. كله چې تخليه صورت نيسي، د خرورونو مثبتو يا منفي چارجونو نه ډك بهير په هوا كښې د مځكې او وريځو تر مېنځ تيريږي او په لړ كښې يې مخكي تشرېح شوي بڅركي توليديږي. دغې پروسې ته موږ برېښنا وايو.


برېښنا عموما د ډېرو پنډو توپاني وريځو څخه سرچينه اخلي چې سرونه يې د اتموسفير لوړ پوړ ته رسيږي، چيرې چې د ورښت څاڅكي يا خو د ډيرو يخو اوبو او يا هم د يخي په بڼه حضور لري. كله چې نوموړې د يخي يا اوبو څاڅكي د اتموسفير په طبېعي اليكټريكي ډگر كښې تيريږي قطبيت اختياروي، يعني د څاڅكي يوه خوا ټوله مثبت او بله خوا يې ټوله منفي چارج اخلي. كله چې مستقطب څاڅكي يو او بل ته نژدې كيږي يا ټكريږي، د الېكټروسټاتيكي القا induction له لارې چارجيږي، يعني وړوكي څاڅكي مثبت چارجونه او غټ څاڅكي منفي چارجونه اختياروي. په توپاني ورېځو كښې د تلاطم له امله وړوكي (سپك) مثبت چارج-لرنوكي څاڅكي د وريځو په پورته طبقه او غټ (درانه) منفي چارج-لرونكي څاڅكې د هغو په كښته طبقه كښې سره راټوليږي. كله چې د وريځو د سر او بېخ د متضادو چارجونو د الېكټريكي پوټېنشل توپير انتها ته ورسېد، شاوخوا الېكټريكي ډگر د هوا اټمونه آيونايزوي او مقاومت يې وركموي، چې په پايله كښې يې د برېښنا بهير توانيږي چې پكښې ټوپ ووهي او عبور وكړي. برېښنا ډېره واكمنه پوټېنشل انرژي لري چې په ولټ اندازه كيږي او د ١٠ ميليونه ولټه څخه نيولې بيا د ١٠٠ ميليونه ولټه تر شاوخوا پورې حدود لري. د دغي سترې انرژۍ د خوشي كېدلو له امله د اليكټرونونو بهير چارچاپېره هوا ته د ٢٧٠٠٠ سانتي گريډو په شاوخوا كښې تودوخه وركوي چې موږ يې د سپينې رڼا يا غټو بڅركو په څېر وينو.


تالنده چيشي ده؟ تالنده يو ږغ (غږ) دى او ږغ په هوا كښې د متحركو ذراتو د اهتزاز او ټكرونو له امله د فشار څپه ده چې زموږ د غوږونو پردې په اهتزاز راولي او مغز مو يې بالاخره د هغه نوع يا هويت تشخيصوي. د برېښنا تودوخه د شاوخوا هوا د انبساط لامل گرځي او د يوې سوپرسونيكې الوتكي په شان غړومبی sonic boom تولیدوي. تالنده همدغه غړومبى دى چې تاسو يې د اورېدني له لارې حسوئ. د ږغ د عمومي فيزيك په اړوند مي بېله مفصله ليكنه هم كړې ده چې لينك مي يې لاندې په ماخذ كښې دركړى دى. كه څه هم تالنده او برېښنا دواړه تقريبا په يوه وخت كښې رامېنځ ته كيږي، خو موږ مدام تالنده تر برېښنا څو شېبې وروسته حسوو. د دې وجه دا ده چې د رڼا سرعت د ږغ تر سرعت په مراتب لوړ دى. د يوه نيم كيلومتره لېري برېښنا تالنده تقريبا په پينځو ثانيو كښې زموږ تر غوږو رارسيږي.


برېښنا د مختلفو اجسامو تر مېنځ په بېلابېلو جهاتو مزل كوي، مثلا د ورېځو تر مېنځ په افقي يا عمودي جهت، يا هم د ورېځو او د مځكي پر سطحې باندې د كوم جسم تر مېنځ په عمودي جهت. د آسمان د وريځو د كښته طبقاتو منفي چارجونه د الېكټروسټاټيك القا له لارې د مځكې د جسم د مثبت چارج د اخيستلو لامل گرځي. كله چې د دوى دوو تر مېنځ الېكټريكي پوټېنشل اوج ته ورسېد، برېښنا رامېنځ ته كيږي او د مځكې پر هغه جسم باندې لگيږي، يا په فولكلوريكه اصطلاح پر هغه جسم ټكه لوېږي.
نو لكه څنگه چې مو وليدل تالنده او برېښنا كاملا طبېعي ښكارندې دي او ميتافيزيك پكښې هيڅ رول نه لوبوي. هر كله چې موږ په يو شي نه پوهيږو، په موږ كښې كمعقله او ټنبل كسان يې غير-تحليل پر ميتافيزيك باندې ورتپي، او زموږ ځيرك، پلټونكي او زياركښه انسانان يې د واقعي تحليل د تلاښ لپاره لستوڼي رالغړوي. كله چې د مسئلې په فيزيكي واقعيت پوه شوو، ميتافيزيك ته هيڅ ځاى نه پاته كيږي او ضرورت يې خپل په خپله محو كيږي، تر څو په پوهې كښې مو بله خلا رامېنځ ته شي نو ميتافيزيك او خرافات هلته كوچيږي.
 

Related Articles

د جزا په قانون کې د خنثی اشخاصو جنسي جرمونه || Sexual crimes of non-binaries in Penal Code of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar د هېواد د جزا قانون د ۱۳۹۶ کال مصوب، چې د بل هر انساني کار په څېر، د انسان له لنډ فکر څخه سرچینه اخستلي، د ډېرو ګټو ترڅنګ ګڼې نیمګړتیاوې هم لري. که د هغه امتیازات، د پخوانیو نیمګړتیاوو په ځای د دې قانون د ځای پرځای کیدو لامل و، البته د دغې...

ګلابو - دوهمه برخه

ګلابو (ناول) - دوهمه برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي غالب غلی شو، له ځانه سره یې ویل:- ګلابو! امممم، یانې ګل ببو، نه نه یو وار حاضري جوړه شي خپله بهٔ مالوم شي غالب څو شیبې غلی ؤ، بیا یې لهٔ ځانه سره وویل:- کهٔ نوم یې ګل ببو وي، دا خو زما د نیکونو د وخت نوم دی له همدې سره استاد ټولګي ته دننه شو، شور ماشور ختم شو ټولګي کې چوپتیا خوره شوه چې دروازه ټک...

د امریکا ګرین کارت لاټری

# دامريکا متحده ایالاتو د ګرین کارت لاټري راجسټریشن مرکز🇺🇸دقيق، سريع او باوري نوم ليکنه.  ✅ د متحده ایالاتو د شنه کارت د ثبت شرایط  1. لږ تر لږه 18 کلن وي. 2. ډیپلوم 3.  2 کلنه کاري تجربه ولري. 4. د وړ هیوادونو څخه اوسئ.  ✅ د لاټري معلوماتو ته اړتیا ده: لاندې معلومات باید د آنلاین لاټري په کور کې چمتو شي:  1. د پاسپورټ عکس؛ 2.  د اصلي غوښتونک...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...