ليکنه ـ رياض مقامزی

په دې ليکنه کې به تاسو د نړۍ د نوموتي فيلسوف، ليکوال او کره کتونکي (ژان پل سارتر) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ!

 

يو انسان د نورو انسانانو ثمره ده او په هماغه اندازه ارزښت لري، لکه نور انسانان يې چې لري.

ددې وينا تر شاه يو عالي پيغام پروت دی. سارتر وايي هېڅ انسان د کرکې وړ نه دی. که تاسو له کوم انسان کرکه کوئ نو لومړی خپل والدين او يا هم دکورنۍ غړي فکر ته راوړئ. آيا تاسو له خپلې کورنۍ کرکه کولای شئ. هېڅکله نا!

نو مقابل لوری هم يو انسان دی. لکه ته، لکه ستا ورو، خور او يا هم د کورنۍ بل غړی. نو مينه او ارزښت ورکړه. خو پوښتنه دا ده، هغوی چې بدې کړنې کوي د ارزښت او قدر وړ دي؟ هو! بيا يې وايم هو! هغوی هم د قدر وړ او ارزښتمن دي، چې بدې کړنې کوي. ځکه چې هېڅوک له موره ظالم او بدعمله نه وي پيدا شوي د وخت شرايطو او حالاتو بدو کړنو ته اړ کړي وي. يا هم ځينو ستونزو بې لاري کړی وي. نو بايد ارزښت ورکړل شي او د خبرو له لارې يې اصلاح کول پيل شي. همدارنګه که بد نه وي د ښو په ارزښت هم نه شو پوهېدلای.

 

انسان هغه څه دی، چې دی يې له ځانه جوړوي.

ځينې خلک هر څه په قسمت ورتپي. خو سارتر بيا ددې مفکورې خلاف دی. هغه وايي، چې که انسان پرله پسې هڅې او کوښښونه وکړي نو کولای شي خپلو موخو ته ورسي. تاسو څه کېدل غواړئ؟ څنګه غواړئ؟

پيل يې کړئ او خپلو موخو ته به حتما ورسېږئ. همدرانګه له دې وينا بله موخه دا هم ده، چې انسان د خپل فکر مطابق موقف ته رسي. که تاسو ځان ته لوړ فکر کوئ حتما به لوړو پوړيو ته رسېږې او که ټيټ فکر کوئ پرمختګ نه شې کولای. يو ځای مې لوستي وو: په فکر کې اسمان ولرئ که آسمان ته و نه رسېږئ نو ستورو ته خو به حتما ورسئ!

 

مړينه کافي نه ده، بايد پر ځای ومرو.

که څه هم ددې جملې مفهوم خورا واضح دی، خو بيا هم غواړم لږ وضاحت وکړم. ځينې خلک مرګ د قسمت کار بولي او د خپل ژوند په اړه بې غوره وي. خو داسې نه ده، تاسو بايد تل د بدلون او پرمختګ مفکوره ولرئ. ژوند تر ټولو قيمتي څيز دی، بايد ښه ساتنه يې هم وشي.

 

له ټولو سره مې وفا وکړه او له هېچا مې د وفا تمه و نه کړه، په دې ډول آرام وم.

د ارواپوهنۍ په وروستيو څېړنو کې له نورو تمه د ژور خفګان له اساسي  عواملو څخه ګڼل کېږي. سارتر دا موضوع ډېره پخوا درک کړې ده. هغه وايي چې زه له چا تمه نه کوم، نو ځکه خو آرام يم. دلته موږ او تاسو ته پيغام دا دی، چې موږ بايد پرته له خدایه بل هېچا ته تمه و نه لرو. که تاسو تمه کوئ، نو حتما به خفګان هم وينئ. خو اصلي خبره دا ده، چې تل بايد رښتوني اوسئ او په بدل کې له خلکو د رښتينولی تمه مه کوئ. حتی که هغه موږ نږدې ملګري هم وي. که مقابل لوري وفا کوي ويې ستايئ که يې نه کوي ترې تېر شئ.