موږ دا هر وخت په جار وايو او پرې نازېږو هم چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري. ځان هم راته ډېر معزز او قدرمن په دې اعزاز ښکارې چې ځان ته يې ورکوو خو که ډېر شاته لاړ نۀ شو او خپل تېر شؤی ۲۷۴ کلن تاريخ ولولو چې موږ ورته معاصر تاريخ هم وايو او د احمد شاه بابا لۀ واکه شروع تر ننې حکومته دؤام لري نو په دې به وپوهېږي چې تاريخ مو لۀ بغاوتونو څخه ډک دی او د هر چا لاس چې بر شؤی په بغاوت يې اسره نۀ ده کړې او تر خپل وسه يې هڅه کړې چې د حکومت پښې ووهي.
د وطن واک چې کله احمد شاه بابا ته په لاس ورغی هغې پکې يؤ ملې حکومت جوړ کړلو چې د ټولو وطنوالو برخه پکې خؤندې وه. ټول ملت يې يؤ موټې کړو او د وطن بيرغ يې د شاوخوا ټولو سيمو په فتحه کؤلو سره هلته رپانده وځړوو. وخت ناوخته به چې کله د احمد شاه بابا پر وړاندې په پنجاب، کشمير او نور ولايتونو کې بغاؤتونو سر را پورته کؤلو احمد شاه بابا به يې د تورې په زور مخه ونيوله او بيرته به يې خپلې باچاهۍ ته دؤام ورکړ.
د احمد شاه بابا نه وروسته چې کله وطن د هغې زامنو ته په لاس ورغی او زامنو کې يې بيا تيمور شاه د واک خاؤند شو نو د وطن د بدبختيو ورځې شروع شؤلې ځکه احمد شاه بابا خپل ځای ناستی تيور شاه ټاکلی ؤ خو لۀ مرګ څخه وروسته يې اشرف الوزرا شاه ولي خان پاسيدو او شهزاده سليمان يې باچا اعلان کړو د دې په اوريدو تيمور شاه اشرف الوزرا شاه ولي خان سره د دؤه زامنو ووژلو او ورور يې شهزاده سليمان هم په کور کښېناوه. دغې وژنو تيمور شاه پر وړاندې د بغاوتونو لړۍ پيله کړه او پر وړاندې يې ډېرۍ بغاوتونه ترسره شؤل. تيمور شاه د واک په وخت کې په فحاشيو کې ښکيل شو او د ډېرې لاپرواهۍ له لامله هم ترينه د خلکو زړۀ موړ شو خو بيا يې هم د پلار له لورې فتح کړی شؤې سيمې له لاسه ورنکړې او ټولې يې خؤندې وساتلې.
بيا چې کله وطن د تيمور شاه زامنو ته په لاس ورغی هغوې خپلو کې د واک په سر ونښتل، لومړی شاه زمان د واک خاؤند شو چې ډېر يؤ هوښياره سړی ؤ او لۀ هرې خوا نه د باچاهۍ وړ شخص ؤ خو پر وړاندې يې ورور شاه محمود بغاوتونه وکړل او په اخرې کې يې ترينه د واک ګدۍ واخيستله شاه زمان يې په سترګو ړوند کړو او بندې خانې ته يې ولېږدلو.
شاه محمود چې کله واکمن شو پر وړاندې يې بيا خپل ورور شاه شجاع چې ډېر يؤ بزدله او ډارن سړی ؤ ودرېدو او د واک ګدۍ يې ترينه واخيستله هماغه عمل يې ورسره وکړ کوم چې شاه محمود د شاه زمان سره کړی ؤ يانې شاه شجاع را پاسيدو او شاه محمود يې په سترګو ړوند کړو او خپله باچاهې يې اعلان کړه.
شاه شجاع چې کله باچا شو نو هېواد ټوټې ټوټې شو ځکه شاه شجاع خپله د انګريز نوکر ؤ او څه چې هغوې ويل شاه شجاع د واک لپاره ورسره منل او د لاهور درې اړخيزه معاهده يې هم د واک لپاره ورسره لاسليک کړله. همدا لاملونه شؤل چې وطن کې هر خوا د بغاوت نارې راپورته شؤل انګريزانو د وطن ډېرۍ سيمې ونيولې او تر ډېرې مودې پورې بيا وطن مرکزې حکومت په سترګو ونه ليدلو او وطن د سدوزيانو نه محمدزيانو ته په لاس ورغی.
وطن د محمدزيانو دوست محمد خان ته په لاس ورغی او هغې د خپل دښمنانو لۀ منځه وړلو لپاره په لومړې ځل روسانو ته لاس ور مخکې کړو چې همدا بيا وروسته د افغان او انګريز ترمنځ د لومړې جګړې لامل شو چې افغانان پکې بريالې شؤل. امير دوست محمد خان پر وړاندې هم د خپلې کورنۍ غړو بغاوتونه ترسره کړل چې د همدې ارامؤلو په جريان کې يې اخر ساه هم خدای ته وسپارله.
دوست محمد خان نه وروسته وطن د هغې زوی شير علی خان ته په لاس ورغی چې د انګريزانو سرسخت مخالف ؤ انګريزانو هم ورته تر يؤ بريده صبر وکړو چې خپل چوکاټ ته يې برابر کړې خو چې شير علی خان د هغوې په خؤښه ونه چليدو انګريزانو ورسره هماغه د سدوزيانو شهزادګانو کار وکړ او ورونه يې ورته په وړاندې ودرؤل او همدا لامل شو چې په دې بغاوتونو کې د شير علی خان زوی ومړ او شير علی خان د زوی په مړينې د لېؤنتوب تر حده ورسيده.
د وطن واکمنې به کله د شير علی خان په لاس کې وه کله به يې د يؤ ورور او کله به يې د بل ورور په لاس کې خو کله چې شير علی خان د دوهم ځل لپاره د وطن واکمن شو دا ځل شير علی خان اصلاحاتو ته لاس ور وړاندې کړو او ډېرۍ دولتې او پوځې تشکيلات يې وکړل ترڅنګ يې اقتصادي، فرهنګي او عمراني فعاليتونه هم ترسره کړل. د شير علی خان هم د روسانو په سر د انګريزانو سره مشکلات پيدا شؤل او انګريزان د دوهم ځل لپاره په افغانستان يرغل ته تيار شؤل. شير علی خان چې د هرات په لور وغځيدو ترسو روسانو نه مرسته وغؤاړي په لاره کې يې ساه ورکړه او د وطن واک يې زوی يعقوب خان ته ورسيد.
اوس د وطن واک يعقوب خان ته په لاس ورغی خو يعقوب خان چې د پلار لخوا ۷ کاله په بند کې پاتې شؤی ؤ د واکمنۍ ظرفيت يې هم له لاسه ورکړی ؤ همدا ول چې هغه د جنګ توان نۀ درلود او ګنډمک شومې معاهدي لاسليک کؤلو ته تيار شو چې په پايله کې يې کرمه، لنډې کوتل، خيبر دره، سيالکوټ، پشنګ، او ګوژک انګريزانو ته ورکؤل شول. د تړون نه وروسته د ځينو افغان عسکرو لخوا د انګريزانو سفير په کابل کې ووژل شو چې دا بيا د افغان او انګريز ترمنځ د دوهمې جګړې لامل شو چې په پايله کې يې انګريز د ميوند په ميدان کې ماته وخؤړه.
د جګړې نه وروسته د وطن واک د يعقوب خان تره زوی عبدالرحمن خان ته په لاس ورغی چې په ظلم او دهشت يې شاوخوا ۲۱ کاله واکمنې وکړه. د واکمنې په وخت کې يې لويه تيروتنه د ډيورڼډ معاهدې لاسليک ؤ چې په پايله کې يې د وطن نيمايې برخه انګريزانو ته په لاس کې ورکړه او تر ننه پورې يې موږ د دغې پريکړې نه اغيزمنه يو.
د عبدالرحمن خان نه وروسته د وطن واک حبيب الله خان ته په لاس ورغی او هغې د خپل پلار ټول ظلمونو او وحشتونو ته د پای ټکې کېښود. ټول هغه بنديان چې پلار يې په زور او دهشت نيولې ول حبيب الله خان ټول د يؤ فرمان په ترس کې خوشې کړل. حبيب الله ځينې اصلاحاتې کارونه تر سره کړل او کوښښ يې کوو چې د انګريز سره خپلې اړيکې هم په ښه ډؤل مخ پر وړاندې ويسې. د باچاهۍ په اخرينې وختونو کې ترينه ولس يؤ څه متنفر شؤی ؤ او علت يې په وطن کې بې سارې رشؤت خوري او بې باز خواستې وه.
همدا لامل شو چې پر وړاندې يې خلکو بغاوت وکړ او په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې په لغمان کې د يؤ نفر لخوا په تفنګچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو.
دې پسې واک امان الله خان ته په لاس ورغی او هغه سمدستې د استقلال اعلان وکړ او وطن د ازادۍ زيری يې ټولو هېوادوالو ته ورکړ. شوروي لومړی هېواد شو چې د افغانستان ازادې يې ومنله چې بيا ورپسې انګريز هم ومنله. امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او د دې لپاره يې ډېرۍ خارجي هېوادونو ته سفرونو هم وکړل چې همدا سفرونه ورته وروسته لوی درد سر جوړ شؤل او په باچاهۍ يې تمام شؤل. امان الله خان چې يؤ ماډرن امير ؤ او غوښتل يې چې افغانستان د نورې نړۍ په څېر پرمختګ وکړي د ملايانو د فتوو او بغاوتونو ښکار شو او خلکو هم پرې د کافر ګمان کولو همدا لامل شو چې باچاهي يې پريښوده او د ايټاليې په لور لاړو.
د امان الله خان په تللو سره واک حبيب الله کلکانې مشور په بچه سقاو ته په لاس ورغی خو د خپلې بې سؤادۍ له لامله يې ونشو کؤلی واک د څو مياشتو نه ډېر وکړي. د ډېر ظلمونو او لوټ مار د لاسه خلک ترينه په تنګ شؤل او بغاوتونو ته يې لاس پورته کړ همدا لامل شو چې لاره نادر خان ته اوزګاره شؤه او سقاويان په تيښته شؤل.
نادر شاه د کابل په تخت کيناستو نو شخصا يې د امان الله خان پر ضد تبليغات پيل کړل خلکو کې هم د يؤ ظالم باچا په حيث مشهور شو. نادر خان چې خپله يؤ هوښياره او ځيرک سړی ؤ خو هدفونه يې ډېر محدود او شخصې ول. په اخره کې د ليسې د يؤ شاګرد د لاسه په تفنګچه وويشتل شو او هملته يې ساه ورکړه.
اوس د وطن واک د ظاهر شاه لاس ته ورغی چې د نادر شاه زوی ؤ خو تر ډېره وخته يې واک د دؤه ترونو په لاسونو کې ؤ چې يؤ يې هاشم خان او بل يې شاه محمود خان نوميده. د ظاهر شاه څلويښت کلنه دوره يؤ سوله يزه دوره وه چې افغانستان پکې د بغاوتونو څخه خؤندې ؤ خو په اخره کې پرې خپل تره زوی داود خان کودتا وکړه او د ظاهر شاه باچاهۍ ته يې د پای ټکی کېښود.
سردار داود خان چې کله واک ته ورسيد نو غوښتل يې چې لۀ افغانستان څخه يؤ مترقي، لۀ سياسي، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر پښو ولاړ هيواد جوړ کړې او همدا لپاره يې هر وخت هلې ځلې کؤلې.
سردار داود خان ډېر ځيرک سړی ؤ ځکه د ژؤند نږدې څلويښت کاله يې په سياست کې تېر کړې ول او د هيواد په مهمو څوکيو يې دنده ترسره کړې وه. داود خان افغانستان د ابادۍ په لور رؤان کړی ؤ خو د شوروي اتحاد د لاسؤهنې په ترڅ کې د کمونيستې ډلو يؤ مخکښ لارښود مير اکبر خيبر د کمونيستې ګوډاکيانو لخوا ووژل شو او په مړينه يې د شوروي په مرسته افغان کمونيستانو ګڼ شمير تظاهرات ترسره کړل چې پايله يې د ۱۹۷۸ ميلادي کال د اپريل په ۲۸ نيټه د سرې غميزې رامنځته کيدل ؤ چې په ترڅ کې يې سردار داود خان سره د ټولې کورنۍ په ډېر نامردۍ سره ووژل شو.
دې پسې واک نور محمد تره کی ته ورسيد چې د داود خان په جمهوريت کې يې د کارمل او څو نورو کمونيستانو سره په ګډه لومړی کمونيستې کنګره جوړه کړې وه او دی يې مشر شو. نور محمد تره کی د اقتدار لۀ اؤلې ورځې څخه تر اخرې ورځې پورې د حفيظ الله امين او د هغه د سړو لخوا سخت محاصره ؤ. حفيظ الله امين چې د تره کی شاګرد ؤ واک يې ټول په خپل لاس کې واخيست. په ګران وطن افغانستان کې د ټولو موجوده بدبختيو عامل د ثور د اوومې نيټې کودتا ده چې سرلاری يې نور محمد تره کی ؤ. حفيظ الله امين چې ورځ تر بلې تقويه کيدو په اخره کې يې خپل استاذ نور محمد تره کی د بالښت په واسطه ووژلو او خپله د باچاهۍ پر تخت کښېناستو.
حفيظ الله امين چې کله واک ته ورسيد نو هيواد په ګډوډيو کې ښکيل ؤ او امين هم ونشو کولی چې د ډېرې مودې لپاره په واک کښېني او د شوروي اتحاد لخوا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلو ۲۰۰ ساتونکو سره ووژل شو او پر ځای يې ببرک کارمل د شوروي اتحاد لخوا په باچاهۍ کښېنول شو.
کارمل چې کله د روسانو په مرسته واک ته ورسيدو نو روسان يې ډېر په لؤړو نومونو يادؤل او ځان يې د کرملين ريښتينی دوست ګاڼه. د شوروي کبير، لينن کبير او د انتقلاب کبير کليمې به يې هميشه پر ژبه ول. د کارمل د لاسپوڅې رژيم پر وړاندې په درست افغانستان کې بغاوتونه او پاڅونونه پيل شؤل او د افغانستان ټول کلې او ښارونه د روسي عسکرو په ګډون د کمونيستانو لخوا بمبار شؤل او خاورو سره خاورې شؤل. تر پنځه نيم ميلونو ډېر افغانان نورو هيوادنو ته کډوال شؤل او تر څلور ميلونه پورې افغانان په خپل کور کې بې کوره شؤل. خو له ټولو هغو ظلمونو سره سره چې کارمل وکړل وې نشوای کړلی په افغانستان کې د مسکو د خؤښې کمونيستې رژيم تاسيس کړې. همدا ؤ چې کارمل د همدې شورويانو لخوا د چا چې يې ټول عمر صفتونه کؤل لۀ کاره ګوښه شو او شوروي ته د تداوي لپاره ولېږلی شو.
کارمل پسې واک ډاکټر نجيب ته ورسيدو او هغه د افغانستان واکمن شو. نجيب خپله د پرچم ګوند غړی ؤ او په ۱۹۸۰ ميلادي کال کې د خاد رئيس هم پاتې شوی ؤ د نجيب په رياست کې ډېرۍ افغانان ان تر زرګونو پورې افغانان په بند کې واچؤل شؤل، هلته وزورؤل شؤل او اخره کې په اعدام محکوم شؤل. نجيب چې کله واکمن شو نو د ملې روغې جوړې پر نامه يې يؤ کميسون جوړ کړلو چې دنده يې د حکومت پر ضد جنګياليو سره اړيکې ټينګؤل او د دواړو خواوو تر منځ سوله راوستل ؤ. په نتيجه کې يې ۴۰۰۰۰ جنګيالو د نجيب دې بلنې ته هر کلی وويل. په ۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ کلونو کې په افغانستان کې د جګړې ډګر ډېر تود ؤ او په دې همدې کلونو کې روسې پوځونو د پاکستان پولې ته څيرمه پر مجاهدينو سخت بمبار او عمليات ترسره کړل چې په ځؤاب کې يې مجاهدينو هم په هرات او کندهار کې خپل دفاعي عمليات ترسره کړل. نجيب د ملې روغې جوړې سياست رسما اعلان کړ او د بښنې عمومې فرمان يې صادر کړو چې په نتيجه کې يې زرګونه بنديان خوشې کړلی شؤل. په ۱۳۷۱ لمريز کال کې پر نجيب او د ملګرو ملتونو د پنځه فقره ايز پلان پر ضد يؤه غلې کودتا ترسره شؤه چې ډېرۍ حکومتې چارواکو پکې لاس درلودلو. ډاکټر نجيب چې پر مرګ تهديد شو نو د ګواښونو له کبله يې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه يوړه او پوره څلور نيم کاله يې پکې تېر کړل. بلاخره د ۱۳۷۵ لمريز کال د تلې د مياستې په پنځمه نيټه کابل ته د طالبانو د لښکرو د ننؤتلو سره سم په غير اخلاقي توګه د خپل ورور شاهپور احمدزي سره يؤ ځای ووژل شو.
نجيب نه وروسته صبغت الله مجددې د دؤه مياشتو لپاره په واک کښېناست او د دؤه مياشتو وروسته د دولت واک برهان الدين ربانې ته وسپارل شو.
برهان الدين ربانې چې د افغانستان په کورنيو جګړو کې ښکيل ؤ د افغانستان واکمن شو پر خپل حکومتې دوره کې يې پر بې ګناه ولسونو هر راز غير بشري تيری ترسره کړل او د افغانستان ټول بيت المال يې لوټ کړ. کله چې په ۱۹۹۲ ميلادي کال کې د ډاکټر نجيب دولت د يؤې کودتا په ترڅ کې ړنګ شو نو د ربانې په مشرۍ د مجاهدينو لومړۍ مليشې کابل ته راننوتلې او برهان الدين ربانې پرته لۀ ولسې رايو د هيواد مشرې په څوکۍ کښېناستو. د برهان الدين واک ته د رسيدو وروسته د حزب اسلامي له اړخه عبدالصبور فريد د صدر اعظم په حيث معرفې کړ. په همدې وختونو کې د پښتنو سيمې هزارهګانو ونيولې کورونه يې لوټ او خلک يې ووژل شؤل.
بيا د حزب اسلامې او د مسعود چې دفاع وزير ؤ ترمنځ يې سخته جګړه وشؤه چې د کابل ډېر خلک پکې بې ګناه ووژل شؤل. د کابل شمال د مسعود د بمبار په نتيجه کې په کنډواله بدل شو. په همدې لړ کې د ربانې لخوا د حزب اسلامې له اړخه معرفي شوي صدر اعظم عبدالصبور فريد چې تش په نامه صدر اعظم ؤ برطرف اعلان شو. د رباني د جنايتونو په پايله کې طالبان ډېر شؤل او ان تر دې چې تر کابله ورسيدل رباني يې تر کلابه ورسوو.
برهان الدين ربانې پسې د طالبانو مشر ملا محمد عمر خپله باچاهي اعلانه کړه او ځان يې امير وبللو. تر پنځه کلونو پورې يې پر افغانستان خپله واکمنې چلؤله چې په اخر کې د اسامه بن لادن پر سر د امريکيانو لخوا په افغانستان حمله وشؤه او طالبان لۀ واکه ليرې کړلی شؤل.
د طالبانو نه وروسته د بن په کنفرانس کې حامد کرزی د لنډمهالې ادارې د رئيس په توګه وپېژندل شو چې بيا وروسته د ټاکنو په نتيجه کې د افغانستان جمهور رئيس وټاکل شو. حامد کرزی د دوهم ځل لپاره هم په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د افغانستان رئيس جمهور وټاکل شو. افغانستان د ډېرو جګړو وروسته اوس يؤ نوې پړاو ته ور داخل شو او د وطن په ګوټ ګوټ کې د خلکو هيلې بيا ژؤندې شؤې چې يؤ ازاده او ارامه افغانستان به ووينې خو د طالبانو لخوا جنګ هماغسې دؤام درلود او د ډېرو لاسته راوړنه سره سره جګړه هم رؤانه وه.
کرزی د دؤه دورو رياست جمهوري نه وروسته انتخابات اعلان کړل چې ډېرۍ کسانو ورته ځان کانديد کړو او په اخر کې يې اشرف غني رئيس جمهور اعلان شو.
د کرزی نه وروسته اشرف غني د واک خاؤند شو او اوسمهال خپله دؤيمه دوره د رياست جمهوري پر مخ وړې. په اشرف غني په لومړۍ دوره کې طالبانو پر خپلو عملياتو کې چټکوالی راوستو او ځينې ولايتونه هم سقوط سره مخ شؤل.
ـــــــــــــــــــــــ
دا ؤ د افغانستان ۲۷۴ کلن تاريخ چې شاوخوا دؤه نيم سؤه کاله يې يواځې په بغاوتونو کې تېر شوې دي او دا وروستې شل کاله يې هره لحظه د بغاوت په سايه کې په ډار تېر کړې دي.
اوس د سولې خبرې روانې دي الله دې وکړي چې بريالې شي او موږ په ژؤندانه د يؤ با افتخارې او تلپاتې سولې شاهدان ووسو. نور لۀ تاريخه درس زده کړو او دا د بغاوتونو لوی تاريخ ته د پای ټکی کېږدو.