زموږ سیاره یا ځمکه هر 24 ساعته وروسته یو ځل پر خپل محور څرخیږي. کله چې د ځمکې د یوې برخې مخ لمر خوا ته وي د ځمکې په هغه برخه کې ورځ وي او نشو کولی له لمر پرته هیڅ ستوری ووینو. کله چې لمر ته یې شا کیږي نو عوام وايي لمر ولوید او شپه شوله. په دې وخت کې کولی شو ډېر ستوري ووینو؛ د شپې لخوا کولی شو 50 سلنه آسماني انځورونه ووینو. دا ځکه چې زموږ د لید افق کې نیمايي آسمان ښکاري، نیمايي نور آسمان د ځمکې هغه بلې خوا ته چې اوس پکې ورځ ده پروت دی. د شپې په اوږدو کې ځمکه له لویدیځ څخه ختیځ خوا ته پر خپل محور څرخي، نو په دې اساس زموږ تر سترګو تل نوي ستوري په ختیځ کې را خیژي او په لویدیځ کې لویږي.
له ختیځه نوي اسماني انځورونه څرګندیږي او په لویدیځ کې زموږ له سترګو تېر شوي اسماني انځورونه لویږي او له اسمانه ورکیږي. په هر حال په یوه شپه کې ټول 88 اسماني انځورونه نشو لیدلی. ځکه نیمايي اسماني انځورونه د لمر خوا ته پراته دي او د لمر د نور شدت د دوی نور له منځه وړي. دغه آسماني انځورونه له سترګو پنه دي او له لمر سره د ورځې آسمان کې پراته دي. سر بېره پر دې ډيري آسماني انځورونه مثلاً د اروپايي لیدونکي له نظره ورک دي، ځکه چې دغه اسماني انځورونه د اروپايي لیدونکي د لید له افق څخه ښکته او په سوئل کې پراته دي. یو له دغه آسماني انځورونه سوویلیزصلیب دی.
آیا کولی شو په یوه شپه کې ټول آسماني انځورونه ووینو؟
Related Articles
ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره لس عناصر 1
ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره لس عناصر 10 Elements for Designing Your Ideal Bathroom: د فعال تشناب ډیزاینول.Designing a Functional Bathroom کله چې ستا د کور خبره راځي نو هلته یو شمیر ځایونه شته چې خصوصي دي لکه تشناب.دا یوازې د فعال ضرورت خب...
حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري
ژباړه: شکېبا نادري حکایت هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، ک...
د محصلینو علمی تحقیق
د افغانستان دولت باید ځینې علمي او تخنیکي پروژې د پوهنتونونو اړوندو محصلینو ته وسپاري، څو پرې عملي تحقیق وشي. دا کار نه یوازې د محصلینو لپاره یو غوره فرصت دی، بلکې دولت ته به هم د علمي ظرفیتونو له لارې پرمختګ ورکړي. لکه د نظامي سکتور لپاره د توغندیو...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...